طنز ليکوال پوهنمل م.نظري ته-د سريزې په پلمه/ پوهاند دوکتور م.ا. زيار

0 746

 

طنز ليکوال پوهنمل م.نظري ته

            د سريزې په پلمه              

 

پوهاند دوکتور م.ا. زيار

اکسفورډ، ۳جون ۱۸

د خنداوو د  پوخلاينې په موخه

طنز، هجو، هزل، ټوکه….

چې يې تللم په خندا خندا ديدارته

اوس يې درومم په ژړا ژړا مزارته

 

هسې خو انساني ژوند له ژړاسره را پيلېږي او په ژړاپای ته رسېږي. له همدې لامله شاعر دا هيله را انځورلې ده:

چې پيداشوې تا ژړل خلکو خندا کړه

داسې مړ شې چې نور ژاړي او ته خاندې!

يو نوزېږی، تر مياشتې دوو خپلې غوښتنې او اړتياوې په ژړا سره ډاگيزوي، وروسته بيا دېته اړوځي چې د موسکا او ورپسې د خندا چم هم زده کاندې. ځکه په دې چم سره، نه يوازې د اَرې مور ترڅنگه د تي مور، دايې، د تيخورتون (شيرخوارگاه) د پازوالو يا بل هريو کالخوای او ان د هر خپل پردي مينه او پاملرنه راخپلولای او خپلې ماشومانه غوښتنې پرې منلای شي. له دې سره داهم جوتېږي چې موسکا او خندا د ژړا په توپير غريزي نه، بلکې کسبي ده او له مور يا بل غمخور يې زده کوي، کټ مټ لکه غږونه چې ورو ورو يې په غبرگون او پېښو سره له خولې باسې او کال دوه روسته پوهاوي وړ ژبنيو هغو ته لوړتيا مومي. نو هرڅومره يې چې ژبه مخ پر وړاندې ځي، هومره يې ژړا او خنداته اړتيا لږېږي او په پای کې يې ژبه ددواړو ځايناستې کېږي. په دې توگه يې  د خندا او ژبې د زده کړيز  بهير چټکوالی د هماغې لومړنۍ ښوونکې يا ښوونکي  په ښوونيز کار و چم او د ماشوم په زاتي وړتيا پورې اړه لري. داچې له دغه پلوه نجونې تر هلکانو زياتې ژاړي او ورپسې خندا او ژبه هم  ژر زده کوي او بياترې زيات کاراخلي، ښايي، ارواپوهان او پيداگوگان کوم بل دک و دليل ولري،  خو زما پر اند يو يې داکېدای شي چې يانجونې د ښځينه نوږي په توگه تر هلکانو پژني(فيزيکي)کمزورې دي او زياتې پاملرنې او مرستې ته اړتيا لري او يا خو د نوږيز(جنسي) راکښون خبره ده، که نه، ولې ښځمنې په ټوليزه توگه  له ډول و سينگار سره ډېره لېوالتيا لري؟

همدا مينه وړې موسکا او خندا ده چې نجلۍ ورته  له هماغې وړکينې څخه وده وش ورکوي، که نه دا لنډۍ به ولې ويل کېدلې:

که دې خندلی راته نه وای- غريب سړی وم، خپل روزگار به مې کونه

چې گل دې راکړ په خندا شوې- زه دې له گله په خندا خوشاله يمه

خندا دې ټوله لباسي ده- په لباسي خندا دې تېره کړم مينه

خندا له يار سره ښايېږي- ماته پراته دي په ځولۍ ځولۍ غمونه

خندا په غم کې کله کېږي- ماته له ډېره غمه نن خنداراځينه …

بدمرغه هغه کوشنيان دي چې له دغه پلوه ورته دومره پاملرنه نه کېږي، هغه هم د ناپوهۍ يا ناوړ دود و دستور، کږنو انگېرنو(خرافاتو) له لامله. زما په زېږ سيمه کې ډېرې ميندې چې ماشوم يې په خوب کې موسکی شي، وايي: (( شيطان يې خندوي)). که يو څوک په زوره وخاندي، بل ورته وايي: ((څه ايمان دې تېر کړ!))، مانا داچې بېځايه او هغه هم په زوره او کړس کړس خندل په ځينو سيمو او ټبرونو کې بد گڼل کېږي.

زانگويي يا((گهواره يي)) دود په زياترو شمالي سيمو او بيا له پنجشېره تر بدخشانه په تاجکو، وز بکو، تورکمنو او نورو تورکتوکمو او مغولتوکمو کې له پخوا نه راپاتې دی، نه يوازې د ماشوم د خندااو ژبې زده کړه ځنډوي، بلکې ورسره ورسره نور رواني او پژنی بهير هم سخت ورزيانوي او له ناسکيندو گرومونو اوعقدوسره رالويېږي. هغه داچې ماشوم تر زوکړې روسته پوره درې مياشتې په يوه زنبېل وزمه زانگو کې پروت وي. مور يې يوازې د تي پر وخت راپورته کوي او بيرته يې هملته اچوي. متيازې يې هغه کټوري ته ورتويېږي چې ور لاندې يې  په زانگو  پورې ور ټينگ کړی وي. نو که تر درو مياشتو ژوندی پاتې وو، هله يې له زانگو را پورته کوي او د کاليو اغوستلو جوگه کوي يې؛ کوم ((تپلي سري)) چې  دلته او هلته  ليدل کېږي، همدا  شډل ( بدوي) دود يې ترشا پرېښی دی!

په هره توگه هغه به څومره نېکمرغه وي، چې که خندايې تر ژړا ډېره نه وي، لږ تر لږه يې د دغو دواړو تر منځ يوه توله يا انډول هومره برابر اوسي. ان د ښو او بدو وگړو توپير هم په دې کولای شو چې چا څومره خندولي دي او چا څومره ژړولي دي. دا هم پوره څرگنده ده چې زياتره  گرومجن، بوڅ، بړوس، تريوټنډي او سخت زړي او بيا ازارگټلي او ظالمان له هماغو لومړيو څخه له خندا سره ناباندې يا ترې بې برخې پاتې وي، که کله خاندي هم،کرکه او پرغز ورسره ملگري وي، له همدې لامله يې پر نورو هم نه لورېږي او له ور لوټولويې  خوند اخلي.

هغه مهال چې  خندني توکي او وسيلې لا پر خولو وې او له وگړني او گړني پېره يې لا ليکني- ادبي دېته  لوړتيا نه وه موندلې، شاهانو، زورواکانو او  لوړ پوړو او لوړپاړکو به په خپلو دربارو او ماڼيو کې تر نکلچيانو څخه، ټوکمارو او نورو خندوونکو ته ډېر ه اړتيا نگېرله، هم به يې پرې  ټوکې کولې او هم به يې ورباندې ملنډې وهلې. په اروپا او په تېره فرانسه کې به يې د خپلو مرييانو د مخ څېره په جراحۍ وربدلوله چې هرچا، په تېره ښځمنو ته به يې په تش ليدو خنداورتله او خوند به يې ځنې اخېست. ښايي دغه دود به ورته د روميانو له وختونو ورپاتې وو

په وگړني- گړني او بياليکني ادب کې د طنزولغاز، ټوکو ټکالو يا هجو وهزل او داسې نورو پنځونو له شتوالي څخه بيا دا پايله اخېستلای شو چې ژړا همېشه تر خنداډېره ولې ده او تر دغه منځ د يوه انډول راوستو لپاره دغه راز پنځونو يا زېږ ندوييوته له هماغو لومړيو څخه د ځينو نېکمرغو پام ور اوښتی چې له دې پلوه هم خپله رواني تشه ډکه کړي او هم دنورو. په وسمهالي هنروادب کې بياد داسې انسان مينو ليکوالو اوبيانندارغاړو (نمايشگرانو) شمېر هم کم نه دی چې د خپلې ژړا په بيه  نورو ته خنداور ډالۍ کوي.

پوهنمل نظري  هم په هغو نېکمرغو او بيا گوتشمېرو پښتو  ادبي پنځگرو کې راځي چې غواړي، په طنزيه هستونو او د ټوکو ټکالو، يا دچا خبره، ټوکو ټکرو په وړاندېينو سره  تر هرڅه له مخې د خپلو جهل و جنگ ځپلو هېواد والو د کلو کلو مرورې خنداوې  ورپوخلا کاندې. په دې لړکې يې اوسنی نښير په اَره توگه د طنز،هزل و هجو،ټوکواو نوروخندنيو ځېلونو(ژانرو نو) ته له بېلابېلو جوليزواو ما نيزو توپيرونواو پېژندونو(تعريفونو) سره ځانگړی کړی او په څېرمه ډول يې د گڼو بېلگو له وړاندېينې سره بياهم خپل خندااړ لوستونکي ترپايه پر وچ تيوريک ډاگ همداسې تنده غري نه دي پرېښي.

ډېر په زړه پورې نوښت يې داچې تر هرڅه له مخه يې دموخيزې ياغايې (خندا) له راپېژندنې راپيل کړې او له همدې کبله زه هم اړوتم،خپله سريزه ورسره هم همغږې کړم.د بېلابېلو خندااَره، پېژندنه، اړينتيا، گټور تيا او ډلبندي يې د طنز، هزل و هجوې او نورو خندنيو توکو غوندې پر پوهنيزو ليدتوگو او اندتوگو ډډه لگوي چې دهر ځوان او تازه کاري  طنز ليکونکي لپاره يو لنډ،خو په زړه پورې او گټور لارښود گڼل کېدای شي.

داچې گران نظري د خپلې څېړنې پربنسټ اروپايي طنزيه ادب له هغو خيا لي او خندوونکو نکلونو رازېږېدلی بولي چې په منځنيو پېړيو کې به مورو پلار خپلو کوشنيانو ته کول، او همداسې يې نندارمې (ډرامې) هم د همغه مهال  د کوڅو او بازارونو د يو شمېر ټوکمارو او پېښاووانو له ازادو نندا رو او مسخرو څخه ليکنۍ او ادبي ژبې ته رالېږدولې او رادود کړې  دي.

زه وايم، نه يوازې دادوه يا درې ادبي ځېلونه ، بلکې  په ټوليز ډول، دچاخبره له اووم هنر (سېنما) پرته نوروگردو هنري او بيا ادبي ځېلونو اَره  او نه اټکلېدونې لرغونې سرچينه دوگړو گړنۍ او کړنيزې پنځونې دي. له دې سره داهم پوره جوته ده چې د نورو پوهنو او فنونو او ان مذهبونو، ياپه بله وينا،دگردو توکيزو او ما نيزو ښکارندو په ډله کې د هنري او ادبي هستونو لرغونې زا نگو ختيځ دی چې د منځني ختيځ  له ،بيا ويدي او اوېستايي ديني- ادبي يادگارونه يې له غورو بېلگو څخه گڼل کېږي. په ځانگړي ډول د زړې هندي ژبې په کره ليکنۍ بڼه (( سا نسکرېت)) چې پاڼيڼي يې پر  څلورسوه مز. کال بنسټ اېښی، د((شانتاکولا)) په څېر د نړۍ پر کچ بېساري ليکلي داستانو نه راپاتې دي. همداراز د مېزوپوتاميا يا بين النهرين ((الفه ليلی))يا (يوزرويوه شپه)  شا هکار درواخله.

داچې ختيځ د نومهالو پوهنو، فنونو او په دې لړ کې د هنرو ادب له پلوه ولې ترلويديځ ياپه نومېرلې توگه،تراروپا روسته پاتې دی او په نيمه زرييز وسمهالي تاريخ کې يې يو مخ پر وږيڅاڼو(خوشه چينو) اوښتي يو، د يو لړ طبيعي او بشري ناخوالو اولاملونو زېږنده او پايله ده. موږ په دې ځان تسلوو چې داهرڅه يو گډه بشري پاتوړې(ميراث) دی او راخپلول يې کوم وياروشرم نه دی.دا يوازې بنسټپال دي چې دغه هرڅه د کافرو زېږنده گڼي او غواړي، په ترهگرۍ،ځانوژنه او بلوژنه، هغه هم د هماغو کافرو په گټه، که ټوله نړۍ و نه شي کړای، لږ تر لږه خو اسلامي ختيځ له ځان سره بيرته ډبر پېر(دورِ حجر) ته ورستون کا ندې!

هرگوره،که په پوهه او تخنيک کې ناشونې ده، په هنري او ادبي ډگرکې يې خو تر ښايسته  ډېرې کچې له اړوندۍ ځانونه ژغورلای شواو هغه داچې په پنځونو کې خپل دوديزاو گروهيز، ژبني او فرهنگي ارزښتونه  له پامه و نه غورځوو. دغه ارزښتونه له اَره د ملي اکر وکر(هويت) ښکارندويه او بېلندويه نښې نښانې دي، پوهنيز هغه خو هډو پولې او برېدونه نه لري. کوم څيز چې په گردو علومو او فنو نو کې مو له پرمختللې نړۍ نه رغېږي، هغه نومهالی څېړ ندود او مېتود، او د هستونې او وړاندېينې چم او تخنيک دی.

که څه هم زموږ د طنزي ادب ليکوال او څېړنوال اوسني اثر ته دپښتو او پارسي ويناوالو په بېلگو او د يو لړ سوچه پښتو نومونو (ترمونو) په کارونگ سره  څه ناڅه خپل رنگ و جوله هم ورکړي، خو کېدای شوه، دغه رنگ و جوله  نوره هم ور زياته کاندې. د ساري په ډول، د دې ترڅنگه چې داروپايي کوميډي او ننداريز ادب اَره او بنسټ دهغې وچې د منځنيو پېړيو وگړني- گړني هغه راوښيي، په کار وه، په ختيځ او بيا خپله ټولنه کې يې هم د يوه پرتليز ورته بشپړتيايي بهير لټه او يا لږترلږه دا يادونه هومره کړې وای چې د ده په گډون نورو په خپلو اړوندو پنځو نو کې له ولسه تل گټه اخېستې او په دې سره يې په همغه لويديز لوښي او کالب کې خپل ژبني- فرهنگي توکي ورځای کړي دي.

بله د يادونې خبره دا چې څومره به ښه وه، که ښاغلي ليکوال د خندا په تړاو د بېلگو لپاره تر ادبي ژبې له مخه خپل وگړنی او گړنی ادب او ژبه پوښتلي وای. په دې لړکې به يې دومره لنډۍ، متلونه او گړنې ياايډيمونه، لکه: [د زړه په زور خندل، دزړه له پاسه خندل، له ډېر قاره خندل، له ډېرې خوشالۍاوښکې راتلل،له ډېرې خندا پښتورگي چاودېدل، ، په کړس کړس خندل،په چاپورې خندل، په ځان پورې خندل، نور يا څوک پرځان خندول…؛پټ پټ خندل لکه په دې سروکي کې: نجلۍ ولاړه وه باغوان ته، پټ پټ يې خندل… ] مخې ته ورغلي ول چې ډېرې شعري- ادبي بېلگې ورته رسېدای نه شي؛ لکه څنگه يې  چې ما څو بېلگې د سريزې په سرکې وړاندې کړې. په پښتو کلاسيک کې د ستر خوشال، رحمان با با، حميد مومند او کاظم شيداد شعر د ټولمنښت او ټولگرانښت راز تر هرڅه وړاندې په همدې کې نغښتی دی چې د نورې ولسي پوهې او فرهنگ تر څنگ يې پکې له گړنو او متلونو څخه ډېر کار اخېستی دی.

له ((که د ابۍ زړه وغواړي، اوگرې ته هم تبی کوي)) متل سره سم موږ کو لای شو، د بېلابېلو هنري او ادبي ځېلونو(ژانرونو) څرکونه په خپل بډای ژبني- فرهنگي سرچينوکې ولگولای شو. دېرش- پېنځه دېرش کاله وړاندې چې په پښتو کې د ازاد او سپين شعر خبرو زور واخېست او کوزه خوا لا وخته نيمې نيمگورې  انگرېزي-اردو  پېښې پيل شوې وې، نو ما خپلو ماستري شاگردانو ته د يو لړ لوستونو په ترځ کې وگړنۍ- گړنۍ شعر ي بېلگې پر گوته کړې. راروسته مې هغو ته په((پښتو شعر څنگه جوړېږي؟)) کتاب کې يو پرله غښتې بڼه ورکړه چې ورسره ورسره مې د پښتو فونېتيکي رغښت پر بنسټ ټوليز پښتو شعري سېستم يا بدلمېچ هم د عربي عروضو ځايناستی کړ.

د هڅاند ليکوال  پوهنمل  نظري د دغه څېړنيز اثر  له ښېگڼو څخه يوه داده چې  د نورو مخنيو اثارو او ټولگوپه پرتله يې پکې د يوې- کره ليکلارې خيال ښايسته ډېر ساتلی او ورسره ورسره يې له لنډون او کېښکلتيااو نچوړتيا پوره پوره کار اخېستی دی.

له گردو ارزونو او سپارښتنوسره سره دغه هڅاند او ډېرکاري ليکوال ته، په دې هيله چې د خپل رامخته کړي ادبي ژانر له پلوه پښتو ژبه لانوره پسې د پرمخيونو ژبو سياله او له دې سره  بيا د خپلو اسکېرلو هېوادوالو مرورې او لوټلې خنداوې بيرته ور پوخلا او ور ډالۍ کړای شي، لازيات بري او برياوې غواړم!

په  نږه پښتني- افغاني مينه او لورېينه

زيار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply