موقتي اوربند د سولي زېری! / عبدالباري جهاني

0 591

د روان کال د جون پر اوومه نېټه اولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د روژې د میاشتي له اووه ویشتمي څخه د کوچني اختر تر پنځمي پوري یو اړخیز اوربند اعلان کړ. د اوربند په دې اعلان کي داعش او القاعده شامل نه دي او دا پخپله د پېشنهاد سوي اوربند د معقولیت نښه ده ځکه چي داعش او القاعده نه د افغانستان اتباع دي او نه د افغانانو د غوښتنو نمایندګي کوي. که دا اوربند له طالبانو سره د احتمالي پټو خبرو په نتیجه کي اعلان سوی وي نو دا خو د یوې دوامداري سولي لپاره ښه زېری کېدلای سي او په هیواد کي د سولي د ټینګولو لپاره اقدام به د اولسمشر اشرف غني لپاره داسي یوه تاریخي کارنامه وي چي د افغانستان مظلوم اولسونه به یې تر قیامته هېره نه کړي.
که چېري دا اوربند اولسمشر غني له مخالفینو سره له خبرو کولو او کومي موافقې پرته اعلان کړی وي نو بیا هم ځکه یو مبارک اقدام ورته ویلای سو چي د جنګ د دوام پړه به پر طالبانو ولوېږي او د جنګ د دوام عامل به معلوم وي.

د طالبانو طرفدار ویب سایټ، نن ټکی اسیا، د اولسمشر غني د دې پېشنهاد هرکلی کړی دی خو نسبتاً سوړ عکس العمل یې ښودلی دی او په خپله سرمقاله کي لیکي« که څه هم چي د ښاغلي غني له لوري دغه لنډ مهاله اوربند هم د جګړه ځپلیو افغانانو لپاره یو غنیمت او د نوموړي یو د ستایلو وړ اقدام دی، خو لکه څرنګه چي یې ایجاب کېږي ښايي اولسمشر ونه توانېږي هغه په افغانستان کي پر ټولو میشتو بهرنیانو او د هغوی له خوا پر کارېدونکو داخلي ځواکونو باندي عملي کړي»
د طالبانو د طرفدا ویب سایټ دا اندېښنه، چي وايی د اولسمشر په حکومت کي د ننه د هغه له هري فیصلې سره مخالفت کېږي نو دا اوربند به څرنګه عملي سي، پر ځای ښکاري. ځکه چي د اولسمشر د اوربند له اعلان سره سم امرالله صالح، چي نن سبا د پنجشیریانو د آواز او ژبي حیثیت لري، دا پېشنهاد رد کړ او وې ویل چي دغه ډول مبهمي او ناتوجیه سوي اعلامیې د امنیتي ځواکونو پر مورال کمزوري کولو برسېره د سیاسي او نظامي کړنو تر شا د سازشي تعاملاتو د پراخولو په غرض تر سره کېږي.

امرالله صالح او د هغه پنجشېري او ستمي انډیوالانو تازه په تذکره کي د افغان د کلمې له ذکرېدلو سره خپل مخالفت ښودلی او دا مسله لا تراوسه پوري حل سوې نه ده چي نظاق یې د اولسمشر د اوربند د اعلان سره مخالفت اعلان کړ.

د سولې او امنیت ټینګېدل په افغانستان کي تر بلي هري مسلې حیاتي اهمیت لري خو له بده مرغه چي له دې حیاتي مسلې سره، چي د هیواد موجودیت ورپوري تړلی دی یوازي مظلوم او کړېدلي اولسونه، چي د جنازو او تباهیو خاتمه یې چاته نه معلومېږي، علاقه لري. پنجشېري او اوزبک جګړه ماران، چي ځينو قام پلورونکو پښتنو جنګ سالارانو هم لاسونه ورسره یو کړي دي، د افغانستان د موجودیت او هویت سره نه مینه لري او نه په سوله کي د دوی ناروا ګټي خوندي کېدلای سي.
تر اوسه لا اوربند ټینګ سوی نه دی او د دې یو هفته اي موقتي اوربند عملي کېدل لا له سوالونو سره مخامخ دي، خو د پنجشېریانو له دې سمدستي عکس العمل څخه څرګنده سوه چي د سولي ټینګېدل ډېره اسانه خبره نه ده.

زه په دې کي هیڅ شک نه لرم چي که د اولسمشر غني په حکومت کي دننه او له حکومت څخه دباندي مفسدین له سولي او د امنیت له ټینګېدلو سره مخالفت کوي نو د طالبانو ځیني مشران به، په تېره بیا هغه کسان چي د پاکستان په مستقیمه قومانده عمل کوي، له سولي سره خپل مخالفت ښيي. نو د سولي د ټینګولو مسولیت یوازي اولسمشر غني ته نه بلکه هغو طالب مشرانو ته هم ور تر غاړي کېږي چي له خپل هیواد او قام سره علاقه لري. د سولي ټینګېدل د افغانستان د وجود د ښارګ حیثیت لري او پرته له دې ژوند نه سي کولای.

زه د اولسمشر غني د دې یو اړخیز اقدام ستاینه کوم په تېره بیا دا چي اوربند یې د روژې په اووه ویشتمه، چي ویل کېږي قرآن شریف په همدغه شپه نازل سوی دی، اعلان کړی او غواړي چي هیواد وال لږ ترلږه د اختر ورځي په خوښۍ او ارامی تېري کړي. دا چي سوله به ټینګېږي کنه او دا چي اوربند به عملي کېږي کنه هغه خدای ته معلوم دي خو زه پخپله د یوه نېک اقدام په سترګه ورته ګورم او په هیواد کي د دایمي اوربند او سولي د ټینګېدلو لپاره دعا کوم.
د هغو ورځو په هیله چي یو ځل بیا د خوښې او کرارۍ اخترونه ووینو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply