امرالله خان ځکه وېرېږي! / محمد بیشیر یوسفزوی

0 643

جنګ د بربادۍ او تباهۍ نوم دی، خو له بده مرغه د افغانستان جنګ چې څومره اوږدېده، همدومره پېچلی کېده او بالاخره دغه بدمرغه جنګ ځینو ته د ګټې وټې په ماشین او د ځان د مطرح کولو په وسیلې بدل شو.

په ښکاره د جنګ د دوام پړه پر طالبانو، پاکستان او افغان حکومت او بهرنیو ملاتړو اچول کېږي، مګر له دې مه واره جنګ نور پټ او ښکاره داخلي ابعاد هم لري او دا اوس هم ډېرې داسې څېرې او نومونه شته چې په ښکاره ځان ډېر وطندوست، فعال او مدني ښیي، مګر د ده او د اولاد رزق یې د همدغه جنګ له برکته حواله دی چې یو له دغو کسانو څخه امرالله صالح دی.

امرالله صالح ته د جنګ لومړۍ ګټه دا وه چې په همدې جنګي شرایطو کې نوموړی په کم عمر کې په لوړو څوکیو کار وکړ چې ان د ملي امنیت د رئیس په توګه یې هم ډېر کلونه دنده ترسره کړه، خو که چېرې په هېواد کې سوله وای، امن وای، ثبات وای او عادي شرایط وای، نو باور وکړئ چې امرالله خان به چا د امنیت د عادي کارمند په توګه هم نه وای منلی.

ځکه د ملي امنیت کارمند باید په له مسلکي پوهې او وړتیا ور اخوا افغانستان، افغانیت او خپلو خلکو او ولس ته ژمن وي، مګر له بده مرغه چې امرالله خان نه یوازې دغو مسایلو ته ژمن نه دی، بلکې تل په مخالف جهت کې واقع وي، د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پرمهال موږ د ده شنه او نارنجي حرکتونه ولیدل چې په لوی لاس یې د ټاکنو ملي بهیر ټکی او ناندریز کړ او خپل غیر مسوول وسله وال یې واټونو ته له وسلو سره را وېستل او د هېواد ثبات او نظام یې وګواښه.

د دې ترڅنګ د امرالله خان په وخت کې نه یوازې جنګ بلکې د هېواد د ملي امنیت اداره چې د افغانستان مغز، سترګې او زړه بلل کېږي دومره کاواکه او ناپاکه شوه چې د دوی د خاص حلقې کسان په کې ځای پرځای شول او له دغه ملي ادارې څخه یې د یو بانډ د اقتصادي ګټو د پاللو او خوندي کولو لپاره استفاده وکړه.

امرالله خان ځکه له اوربند او سولې وېره لري چې که جنګ پایته ورسېد، نو باور دی چې د امرالله صالح په ګډون به نور ډېر چې د درواغو جوهر یې ګټلی ډېر ژر به یې وبایلي او دوی به هغه منصبونه او امتیازونه چې اوس یې ترلاسه کوي بیا به یې په خوب کې هم ونه ګوري.

امرالله خان او ملګرو ته یې دا مهمه نه ده چې د ورځې څومره افغانان مري، دا اندېښنه هم ورسره نشته چې د یوې ورځې جنګ موږ ته له مالي او انساني پلوه په څومره قېمت تمامېږي، ځکه که تاوان دی خو د ملت دی، امرالله خان او ملګري خو یې له همدغه جنګ څخه په میلیونونو پیسې ترلاسه کوي، ارام او هوسا ژوند لري، که په واک کې وي او که نه وي مګر امر او خبره یې چلېږي.

امرالله خان ځکه له اوربند او سولې وېره لري، هغه وایي که قومي، ملي او مرکزي حکومت او نظام رامنځته شو، نو د تېرو نادودو او خصوصاً د تورو ګتلو پیسو حسابي به ورسره وشي او ممکن په جرم یې هغه محاکمه شي.

نو امرالله خان او ملګري یې له همدغې وېرې د حکومت د سولې هره ملي برنامه سبوتاژ کوي، په اړه یې عامه ذهنیتونه خرابوي او د دې کوښښ کوي چې د سولې بهیر ټکنی کړي، تر څو جنګ ادامه پیدا کړي او دوی خپلې ګټې او مزې وکړي.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply