نکل دی/ نعمان دوست

0 643

پاچا په شدید رواني تکلیف اخته و. واده به یې وکړ ، سبا به یې میرمن مړه کړه. د ښار نجونې په خلاصیدو شوې. یوې هوښیارې نجلۍ پلار ته وویل ما ور واده کړه. پلار یې حیران شو. د لور پرېکړه ور ته احمقانه ښکاره شوه؛ خو له ټينګار وروسته یې واده کړه. نجلۍ له واده مخکې پر پاچا شرط کیښود او هغه دا چې اوله شپه به یې ورسره کوچنۍ خور هم وي.شرط ومنل شو. ناوې له وړې خور سره خپلې خونې ته ننوته. خور ته یې یو خوږه کیسه شروع کړه. پاچا د دروازې له شا غوږ نیولی و او د نکل تر تاثیر لاندې راغی. ناوې کوچنۍ خور ته وویل: که سبا مې پاچا مړه نکړې له دې خوږه کیسه در ته کوم. د پاچا هم تلوسه شوه، مړه یې نکړه. هره شپه د کیسې په پای کې همدا خبره تکراریده او د ناوې عمر اوږدیده. بلاخره دا سخت زړی پاچا پر یو عاطفي انسان بدل شو او قتلونه یې بس کړل.

نو هسې ما ویل؛ له پيغورونو تیر شئ.د اوربند په مهال د ژوند او مینې خواږه خواږه نکلونه وکړئ؛ ګوندې دا سخت زړی نسل عاطفي شي او د افغان وژنې پروسه ختمه شي.
کنه د ښار پيغلې او ځوانان په خلاصیدو دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply