د اوبو او برېښنا وزیر د اوبو د مدیریت قرباني شو / محمد روښان ښاد

0 559

ولسمشر غني له لومړي سره د اوبو د مهارولو، مدیریت، د کرنې او اوبولګولو او همدارنګه د برښنا د تولید لپاره د موثرې ګټې اخیستنې په موخه ژمن و او تل یې په دې ټینګار کاوه چې اوبه د افغانستان ابرو ده او دغه ابرو به په هر قېمت خوندي کوو.

د اوبو د مدیریت او د دغې ابرو د خوندي کولو لپاره افغان حکومت د ۲۹ بندونو د جوړولو پلان جوړ کړ او د دغه پلان له مخې د ځینو بندونو چارې بشپړې او د ځینو تخنیکي مطالعات سروې او نورې اړوندې چارې پیل شوې، خو ولسمشر غني په دې برخه کې د کار له اوسني وضعیت څخه راضي نه او باربار یې په دې اړه ځانګړې غونډې وکړې، خو کله چې دې نتیجې ته ورسېده چې د اوبو او انرژۍ وزیر په دې برخه کې تعهد او ظرفیت نه لري، نو په لومړي ګام کې یې د اوبو او انرژۍ د تولید ډېر کارونه د افغانستان د برېښنا شرکت ځوان رئیس ته وسپارل او ځینې یې په خپله مدیریت کړل.

بالاخره یې نن د یو حکم په ترڅ کې د اوبو او برېښنا وزیر له دندې ایسته کړ او پرځای یې د یاد وزارت معین انجنیر محمد ګل خلمي سرپرست وټاکه.د ولسمشر غني دغه اقدام په دې مانا دی چې نوموړی لا هم د اوبو د مدیریت په برخه کې په همغه قوت او تعهد په خپله خبره ولاړ دی او هغه غواړي چې په هر قېمت وي، د افغانستان اوبه باید په کور دننه مهار او د موثرې استفادې وړ وګرځي او له همدې امله یې د اوبو انرژۍ وزیر له دندې ګوښه کړ.

د اوبو پر مدیریت د ولسمشر غني ټينګار له دې امله دی چې په اوسنیو شرایطو کې یوازې دوه منابع دي چې افغانستان د بهرنیو له احتیاجه اېستلی او په خپلو پښو ودرولی شي چې یو اوبه او بل کانونه دي، له بده مرغه دغو دواړو برخو ته تراوسه نه یوازې اساسي پام نه دی شوی، بلکې د افغانستان د دښمنانو په لاس کې دي او دوی ورڅخه د ځان لپاره ګټه اخلي، ځکه اوبه مو هغو دوه ګاونډیو ته ور روانې دي چې هره لحظه په افغانستان کې د جنګ اور ته پوکی ورکوي چې یو پاکستان او بل هم ایران دی.

همدارنګه کانونه هم تر ډېره د طالبانو ، زورواکانو او مافیا په لاس کې دي چې په غیر قانوني توګه یې استخراجوي او بهرنیو هېوادونو ته یې قاچاق کوي. له کانونو څخه ترلاسه شوې پیسې یا د هغو یوه برخه بېرته په هېواد کې د جنګ د دوام لپاره مصرفوي.

حکومت باید په لومړي ګامو کې اوبه او کانونه د دښمنانو له ګټې او استفادې وباسي او پر هغو باندې خپله ولکه زیاته کړي او په دویم ګام کې له هغو څخه د موثرې ګټې اخیستنې لپاره ملي برنامې او پلانونه ترتیب کړي. ګاونډیانو په دې برخه کې که تر دې وړاندې د ولسمشر غني جدیت نه وي درک کړی، نو نن یې باید درک کړي چې د انرژۍ او اوبو وزیر یې د اوبو د مدیریت لپاره قرباني کړ.

که چېرې دا ځل دغه وزارت ته خدای مسلکي، په کارپوه او ژمن افغان د وزیر په توګه راوست نو باور دی چې د ولسمشر غني د ملاتړ له برکته به د اوبو د مدیریت په برخه کې پام وړ کارونه ترسره کړي. داسې کارونه چې هم به افغانستان د بهرنیو له احتیاجه ووځي، هم به د امنیت په تامین کې مرسته وشي او هم به هېواد له هر پلوه خودکفا شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply