د سولې دوه اړخیزه اوربند دولس بي شمیره خوښي

0 715

حافظ احمد نصرت

سوله هغه کلمه ده چې درسیدو لپاره یې افغانان کلونه کلونه انتظار ایستلي ډیرو افغانانو په همدې هیله او امید خپل خوږ او شیرین ژوند هم له لاسه ورکړي دی خو بیا یې هم دا هیله او ارزو نه ده پوره سوي

افغان ولس سوله خوښوونکي او دسولي ارمانجن ملت دی سوله غواړي،سولي ته شیبې شمیري او هیواد کې یې سوله ایز ژوند خوښ دی خو یو شمیر استخبارتي او بهرنیو کړيو یې دا ارمان او هیله تر یو بریده پیکه کړي ده.

اوس خبر ه داده چې سوله به څنګه راځي او سولې ته به څنګه ځان رسوو،ددې لپاره تیرو حکومتونو هم بي حده هڅه او کوښښ وکړ ولې کومه مثبته پایله یې نه لرله دسولې لپاره دسولې عالي شورا جوړیدل له طالبانو،حقاني شبکې،حزب اسلامي، پاکستان او نورو ډلو ټپلو سره دهیواد دننه او بهر پټي او ښکاره خبري هغه څه وو چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي دواکمنۍ پرمهال ترسره خو دې ټولو هڅو نتیجه ورنه کړله که څه هم دتېر حکومت سره امکانات وه ولې دسولې دا ارمان مو پوره نه سوو په جګړو،وژنو او بریدونوکې راګیر سوو.

کله چې ولسمشر غني واک ته رسیږي افغانان خپله پخواني هیله یو ځل بیا ورته واضیح کوي او د سولې غوښتنه کوي که څه هم د محمد اشرف غني په مشرۍ دملي یووالي حکومت پیل له جنجالونو سره مل وه او واک په مشارکتي ډول وویشل سوو خو بیا هم افغانانو دسولې هیله مړه پاتې نه سو او د افغانستان له ولسمشر څخه یې بار بار د سولې راوستلو غوښتنه وکړل.

ولسمشر له څنګه چې یې ژمنه کړي وه چې امنیت،بیارغونه او په پښو ولاړ افغانستان یې له لومړیتوبونو څخه دی دسولې راوستلو لپاره یې بې دریغه هڅې او کوښښونه راپیل کړل چې ښه بیلګه یې دحزب اسلامي سره دسولي تړون او دکلونومخالفت وروسته ددې ګوند یوځاي کیدل له افغان حکومت سره هغه څه وه چې افغانانو یې فکر هم نسو کولای ولي دا کار ترسره سوو

دې وروستیو کې ولسمشر محمد اشرف غني ددیني علماوو سره تر ناستې وروسته دروژي له اوه ویشتمې څخه داختر تر پنځمې نیټې  پورې اوربند اعلان وکړه چي دې پریکړې په داخلي او نړیوال کچه تود هر کلي وسو اوفغانانو پر خواله رسنیو داوربند د اوږدیدو او دوه اړخیز کیدو پیغامونه خپاره کړل چې یو ورځ وروسته طالبانو اعلامیه خپره کړل او داختر دري ورځي یې خپلو وسلوالو ته د ډزبندی پیغام ورکړ او اعلامیه کې دحکومت دنیول سوو بندیانو دخوشي کولو لپاره چې بیا دجګړي کرښو ته ولاړ نسي دخوشی کیدو زیرۍ ورکړ او بندیانو سره دلیدو کتو فرصت یې لا هم اسان کړ.

دسولي دوه اړخیز اوربند دافغانانو خوښي دوه برابره کړل او هیله یې پیدا سوه چې داختر شپې او ورځې به بیله کوم تهدید او جګړې څخه دخپلو کورنېو ترڅنګ تیروي،لکه مخکې چې مي وویل افغان دسولي تږې دي او سوله یې هیله او ارمان دی سوله غواړي او سولي ته دانتظار شیبې شمیري.

ورستیو کې زه د سولي ددوه اړخیزه اوربند کلک ملاتړاو دلا پراخیدو او اوږدیدو په تمه  یم ځکه جګړه دحل لاره نه ده او کلونه دواړو لورې دجګړې له لاري هدف ته ونه رسیدل بي دې چې وینه توې سي افغانان ووژل سي ماشومان بي پلاره او بي موره سي او هیوادوال مو په فقر او غربت کې ژوند وکړي.

ډیوي به بللې کړو که سوله راغله

که دوطن ترهر یو کوره راغله

دیو سوله ایز او په ځان بسیا افغانستان په هیله

په درنښت

حافظ احمد نصرت

لښکرګاه

۱۳۹۷/غبرګولې/۲۰/

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply