په ډاکټر عبدالله د هندو د مومن کیسه وشوه/ حمدالله مومند

0 794

په تېرو پارلماني ټاکنو کې چې کله د ډاکټر عبدالله او ولسمشر غني تر منځ ستونزې را منځ ته شوې، ډاکټر عبدالله ویل، چې دا ټاکنې نه منم. تر دې چې د نه منلو خبره دومره مشهوره شوه، چې د ټولو په خوله همدا خبره وه، چې ګل مرجان یې نه مني.

که څه هم ډاکټر عبدالله په جهادي ډلو کې یو ښه سیاستمدار ګڼل کېده، خو دې وروستیو لانجو او جنجالونو یې په ولس کې خپل جوړ شوی باور او محبوبیت له لاسه ورکړ. د شمالي ټلوالې لنډغرو هم لاس ترې واخیست. که څه هم دی وايي، چې زه پښتون یم، خو کله چې په پېژندپاڼو کې د افغان کلمې خبره راغله او عبدالله انکار وکړ، نو د پښتنو او ډېرو نورو افغانانو په زړه کې ورسره نفرت پیدا شو، ځکه چې دا یوه ملي مسله وه.

د ملي وحدت حکومت چې د یو جوړ جاړي له مخې را منځ ته شو او ډاکټر عبدالله په کې اجرایه رییس شو، اصلا دې بست قانوني اړخ نه درلود. اساسي قانون ولسمشر ته حق ورکړی دی، چې وزیر، والي او یا بل څوک له دندې څخه ګوښه کړي. دا چې ولسمشر یې ولې لرې کوي، هغه بېله خبره ده.

په دې وروستیو کې ولسمشرغني د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني له دندې څخه ګوښه کړ؛ خو ډاکټر عبدالله وايي، چې زه یې نه منم. دا د(نه منلو) خبره په ولس باندې اوس ډېر بد تاثیر کوي، ځکه چې هېواد له ښه وضعیت څخه نه تیریږي. دا اختلافات هم په ملي ځواکونو ښه اغېزه نه لري او هم دښمن ته مورال ورکوي.

په دې ملي وحدت حکومت کې ډاکټر عبدالله هم خپل زاړه یاران له لاسه ورکړل او هم یې په پېژندپاڼو کې د افغان کلمې په مسله باندې د افغان ولس ملاتړ له لاسه ورکړ. اوس خبره دا ده، چې په ډاکټر عبدالله باندې هم هغه د هندوانو د مومن کیسه وشوه. وايي چې د هندوانو مومن به نه په دوزخ کې وي او نه په جنت کې وي.

ډاکټر عبدالله هم ولسي ملاتړ له لاسه ورکړ او هم د زړو جمعیتي ملګرو له زړه څخه ولوېد. که څه هم زړو جمعیتي ملګرو یې د ډاکټر عبدالله سیاست ته ګټه نه شوه رسولی، ځکه چې هغه بدنامې څېرې وې؛ خو ډاکټر عبدالله ته په کار وو، چې کله پدرام د خراسان نوم اخیستی وئ او له افغانیت څخه یې انکار کړی وئ، لومړی باید همده د پدرام په وړاندې غبرګون ښودلی وئ؛ ځکه چې دې کړنې کولای شوئ، چې ډاکټر عبدالله ته ولسي باور ورکړي.

په درنښت!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply