په نشه‌یي توکو د روږدو کسانو زیاتېدل یو بل بحران / رفیع الله زیار

0 547

پر نشه یې توکو د ځوان نسل روږدي کېدل او د دوی د شمېر زیاتېدل یو بحران دی او د ټولنې د بربادۍ لپاره ډېره خطرناکه پدیده او وسیله ده چې هم په دې برخه کې حکومت په سمه توګه خپل مسوولیت نه دی ادا کړی او هم د قلم او پوهې خاوندانو غفلت کړی دی.
په نشه‌یي توکو د روږدو کسانو موجودیت او ډېرېدل په ټولنه کې د کنسر ناروغۍ په مانا دی چې ورځ تر بلې د ټولنې په وجود کې پراخېږي او د تباهۍ پر لور یې ټېل وهي. زموږ حکومت د دې خطرناکې ناروغي په مخنیوي کې پاتې راغلی او که دا ناروغي تداوي نه‌شي؛ نو موږ به په راتلونکو څو کلونو کې په لویه اندازه ځوانه بشري قوه له لاسه ورکړو او تر څنګ به یې له نورو ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ شو.

نه یوازې زموږ ځوان نسل او ماشومان د نشه‌یي توکو د استعمال قرباني دي، بلکې له دې لارې د ټولنې نورو وګړيو ته ایډز، تور زېړی او نورې ناروغۍ هم انتقالېږي، ځکه اعتیاد اشخاص د نشې لپاره له یوې پېچکاري او یا بلې الې استفاده کوي، دا کس که د وېښتانو د اصلاح کولو لپاره سلماني ته ځي او یا د غاښونو پر ډاکټر خپل خراب غاښونه ډکوي، طبعاً چې دغه ناروغۍ نورو کسانو ته سرایت کوي او ټولنه په ناوړه ناروغیو اخته کېږي.
په افغانستان کې د له درې عشاریه پنځه میلیونو (۳،۵) میلیونو څخه زیات انسانان چې په دې کې یې تر سلو زرو (۱۰۰۰۰۰) ډېر ماشومان دي، د نشه‌یي توکو په استمعال اخته دي او دغه شمېره ورځ تر بلې په چټکۍ سره په لوړېدو ده چې خورا اندېښمنوونکې ده.

په حکومت کې د نشه‌یي توکو د قاچاق مافیا، د حکومت ناغېړي او د ګاونډيو هېوادونو په تېره د ایران سیسټماټیک کار د دې لامل شوی چې دغه د کنسر ناروغي «نشه‌یي توکو استعمال» زموږ په ټولنه کې سرایت وکړي او زموږ د یوې ځواکمنې بشري قوې چې هغه ځوانان دي د بربادۍ لامل شي.
په حکومت کې د نشه یې توکو د قاچاق مافیا دومره برلاسي ده، چې ډېری وخت د پیسو او بډې په ورکړې سره نشه یې توکي په خپله د دولت په نقلیه وسایطو کې انتقالوي چې په ځلونو نیول شوي هم دي. ددې تر څنګ چې کله ډېری امنیه قوماندان ولایتونو ته ځي، نو لومړی د نشه‌یي توکو قاچاقبران او پلورونکي د معاملې لپاره ورځي او ورسره ګوري چې د میاشتې ټاکلې پیسې ورکړي او دوی خپل ناوړه کاروبار جاري وساتي.

همداراز په هېواد کې د نشه‌یي توکو د کرکیلې او قاچاق نړیواله مافیا موجوده ده چې ډېره ګټه یې بهرنیانو ته ځي او همدا لامل دی چې نن افغانستان د نړۍ په کچه ۷۰٪ اویا سلنه نشه‌یي توکي په خاص ډول تریاک تولیدوي.
په نشه‌یي توکو د روږدو کسانو شمېر په لومړي ځل په فراه، نیمروز، هرات او له ایران سره پر پوله په نږدې ولایتونو کې په لوړېدو شو چې علت یې د ایران څارګرې ادارې سپاه پاسداران له لوري د دې خطرناکې ناروغۍ لا خپرېدل وو. په لومړي ځل به چې کله د دغو ولایتونو ځوانان په کاروبار پسې ایران ته ولاړل، هلته به د ایران له لوري ونیول شول او تر شپږو میاشتو پورې به په زندانونو کې ساتل کېدل.

په زندانونو کې به زموږ ځوانانو ته په ډوډۍ او نورو خوراکي توکو کې په ډېر هنر هیروین ګډېدل او بیا به په دومره هنر ورکول کېدل چې دوی به پرې نه پوهېدل. کله به چې د ایران استخبارات د ځوانانو پر اعتیاد یقیني شول، له بنده به یې را خوشې او له پولې به یې را واړول چې له همدې ځوانانو سره به نور هم په نشه‌یي توکو روږدي کېدل او په دې ډول یې پراختیا وکړه.

د پورتنیو لاملونو تر څنګ په ټولنه کې غربت، جګړه، د خلکو مجبوریتونه او نور ګڼ لاملونه دي چې په هېواد کې په نشه‌یي توکو د روږدو کسانو شمېر زیاتوي او دغه بده پدیده په ټولنه کې په چټکۍ سره خپروي.
افغان حکومت باید د نشه‌يي توکو د قاچاق، کرکیلې، پیر او پلور په مخنیوي کې چټک او پرېکنده ګامونه واخلي. که ناغېړي وکړي، کېدای شي چې موږ په راتلونکې کې له یوه لوی بحران سره مخامخ شو او ځوانه بشري قوه مو تالا ترغه شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply