د سولی کاروان / محمد اقا کوچی

0 687

د سياست کوونکو، سياسي گوندونو د توجه وړ ټول افغان ولس پوره پوره خبردي چی د هلمند اتلانو ۷۰۰ کليومتره منزل د روژی په مبارکه مياشت کې په پښو تر پلازمېني کابله سرته  ورساوه .

پوښتنه ؟ دا ولسونو د کومې موخې له پاره دا لوی منزل پلان کړ ؟

د دی اتلانو سره په لار کې پراته ولسونو د دی ستر هدف د پېلی کولو ملاتړ وکړ؟

بی له شکه دا هدف پوره انساني، ملي وطني دی  نو په لار کې پرتو خلکو ددوی هرکلی وکړ حتی د غزني ولايت نجونو په ترانو ددوی د کاروان بدرگه سرته ورسوله.رنو دوستانو داسی بېلگې په نړې کې هم سرته رسيدلي د چين په ولسي جمهوريت کې چی ديکتاتور رژيم په واکې وو هم دا ډول لاريون شوی چی په انقلاب بدل شو ،په اروپايي هېوادو کې دا ډول بېلگې شته چی مثبتی پاېلی در لودی .

زموږ په گران هېواد کې چی   د شاهي  رژيم واکمني وه د شبرغان د گازو ،نفتو  تفاحوساتو کار گرانو ، د ننگر هار د ناوی پراختېا کارگرانو تر کابله د روا او صنفي غوښتنو له پاره لاريون وکړ خو په تاسف چی دوخت رژيم د لاريون مشران وځپل زنداني کړل.

دا دسولی کاروان موخه د ټول ولس او سياسي ملي مترقي گوندونو ملاتړ ته اړتېا لري دا ځکه چی ۴۰ کاله اوږدې جگړی نور ولسونه دی ته اړ باسلي چی د جنگ په ټولو اړ خونو غږ کړې چی جگړه ودروي سوله غوره کړي د پرديو لاس وهنه بنده شي بين الافغاني خبری پېل او جنگ ته د پای ټکې کېښودل شي. اوس چی دسولی کاروان تر کابله رارسيدلی ټول ولسونه، سياسي گوندونه بايد له خوبه را ويښ اوددوی ملاتړ وکړي .

درنو دوستانو د قلم او خبرو شننونکو څخه  په درنښت هېله کوم چی که غواړی سوله راشي ټول ولس ارام شي وطن ښېرازی خواته گامونه واخلي همدا گز او همدا ميدان .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply