تاجک ټېکه‌داران د غني د بدیل په لټه ستړي دي

0 797

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په را نږدې کېدو سره تر ټولو ډېر تاجک سیاستوال وارخطا دي او د خپل راتلونکي سیاسي موقعيت د موندلو او ټینګولو په لټه کې دي. له دوی ښاغلي غني لار ورکه کړې او که لږ ورته ځیر شئ نه پر ځان باور لري او نه په خپلو ملګرو. ښاغلی عبدالله د دوی د ۲۱ پېړۍ د لومړیو ورستۍ لوبغاړی و چې ټکټ یې پوچ را وخوت او هڅه کوي چې د جمعیت او تاجکو د موقعيت پر ځای خپله څوکۍ را ټینګه کړي. په تېرو ۱۵کلونو کې تاجک لوبغاړيو چې په سر کې یې ښاغلی قانوني، مسعود وروڼه، عطانور، اسماعیل خان، سالنګیان، رباني، صالح خان او د فهیم خان زوی دی ثابته کړه چې د نن د سیاست له معادلو سره سر پر مخ روان نه دي.

دوی وښووه چې یوازې د خپلو بچو لپاره د ښه ژوند د موندلو په لټه کې دي او د یوه لوی قوم هر امتیاز یې تر خپل کور دننه وساته او له سیاست سره یې د ماشومانو په څېر لوبه وکړه. دوی تصور کاوه چې د امریکا او بن له برکته ور رسېدلی بې‌حسابه واک او ځواک به یې تل پاتې وي او افغانستان د ښاغلي کرزي په څېر کسانو ته په میراث ور پاتېدونکی دی چې پر دوی به یې تل سیاسي ترحم جاري وي.
دوی کله هم د نن هومره فکر نه کاوه چې د قومي وزن تله به یوه ورځ دا ولس پسې ور اخلي او د تېرو ناکردو د حساب کتاب کوڅې ته به یې برابروي. دغه ښاغلي په دې پوهېږي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره داسې خپل څوک نه لري چې د افغانستان د زعامت تر لاسه کولو جرات دې وکړي او د ګټلو چانس دې ولري. دوی تر تاجک ورهاخوا په تېرو څو لسیزو کې ټول قومونه داسې ورټل چې د خپلولو فکر یې بېخي نه‌شي کولای. تر ټولو ستره تېروتنه یې د افغانستان له اکثریت پښتون ټبر سره وکړه چې ټول یې طالبان وبلل او د هغوی ونډه یې په خپله بډه ووهله. ځینو یې دومره سپین‌سترګي کوله چې ان پښتانه یې د دې تاریخي هېواد نه بلل. دې کار د پښتنو د داسې نوي نسل را منځ ته کېدو ته زمینه برابره کړه چې د ملي سیاست پر ځای یې د تاجک، هزاره او ازبکو په څېر تر هر څه له مخه پر قومي سیاست باور زیات شو.

د ۲۰۱۴ کال ټاکنو دغه جبهې نورې هم ووېشلې او د قومي سیاستونو نغاره ښه وډنګېده. د ملي وحدت د حکومت په را منځ ته کېدو او د عبدالله عبدالله د ډلې له خوا د خپلې ټلوالې ټول امتیاز تاجکو ته ځانګړي کولو دا کیسه نوره هم هر اړخ ته ورانه کړه او دا څو تاجک مشران د ښاغلي عبدالله پر شا و خوا داسې را وڅرخېدل چې د افغانستان او ملت د ګټو پر ځای یې د خپلو ځانونو د خوندي کولو او واک ساتلو غم ته اوږه ورکړې وه، خو ښاغلي غني وکولای شوای چې په تېرو څلورو کلونو کې د قومي ټېکه‌دارانو او جنګسالارانو جوالونه تر یوه بریده وربند او دوی بې‌واکه کېدو له سربداله وېرې سره مخامخ کړي.
تاجک قومي سیاستوال تر ټولو له مخه د عبدالله په مورچه کې وډزېدل، خو ښکارېده چې په ملخي توپک په ۲۱ پېړۍ کې مبارزه ناشونې ده. دوی دویم سنګر د عطامحمد نور په خزه کې ونیو او له عبدالله سره د غني هوکړې ته یې د ولسمشر او جمعیت تر منځ د شوي تړون رنګ ورکاوه او ان د ټول دولت د نیمايي امتیازونو د تر لاسه کولو شعار یې ورکاوه. په دغه جبهه کې دوی لوبې ته قومي رنګ ورکړ او یو شمېر سرناخلاصو تاجک ځوانانو یې په دفاعي مورچل کې ستوني څیرې کړل، خو چې د رښتیا ځای راغی، قوم یې په یوه وزارت او څو ولایتونو مارچه او هر څه يې یوازې خپله تر ستوني تېر کړل.

د بلخ د ځان جوړې امپراتوري د دېوالونو له شړېدو وروسته تاجک قومي ټېکه‌دارانو ته حالات لا پسې ترینګلي شول او د نوې لوبې په ډیزاینولو بوخت شول چې د ترکیې په ګډون د کابل او بلخ له ناستو او ببولالو یې هم څه تر لاسه نه کړل؛ نو د داسې نوې جبهې د جوړېدو په هڅه کې شول چې د تېرو ۱۵کلونو راج یې بېرته ژوندی شي.
دوی په خپلو کې له ګڼو پرلتونو وروسته دې پایلې ته نږدې شوي چې ښاغلي غني په سیاست کې د دوی ډېرسرونه لانده او تږي یې له سمندره پورې ایستل او د ده په دایره کې یې منتر نه چلېږي. دوی ته اوس تر ټولو مناسب مورچل د پخواني ولسمشر دربار ښکارېږي چې له فکر، سخاوت، وېرې او سیاسي لوبو سره یې ۱۳کلنه بلدتیا لري او کولای شي، د هغه له برکته بېرته چاغ شي. د دوی ګډې ناستې تر پخوا زیاتې شوې او هڅې روانې دي چې د اساسي قانون داسې تفسیر را منځ ته کړي چې د ۶۲مې مادې پر سر یې یو ډول سیاسي جوړجاړی را منځ ته او ښاغلی کرزی بېرته د سیاست ډګر ته راوړاندې او خپل په بډه وهلي اوښان پکې وڅروي.

خو یو څه چې افغانستان یې تر شا پرېږدي او د بیا تکرارېدو نه دي، هغه له تېرو ناولو سیاستونو سره د ولس مخه ښه ده چې پخوانۍ سیاسي معادلې پکې نویو کښل شویو سیاستونو ته ځای خوشې کوي او د نړیوالتوب په پېر کې سیاست له تاجک، پښتون، هزاره، ازبیک او نورو ورهاخوا لوبه ده چې کم کسان پکې لوبېدای شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply