د خپلو ډلو نه بلکې د وطن خیر وغواړئ/ صمیمي

0 498

تر هغو چې موږ د ځان او خپلو ډلو خیر ته د افغانستان پر خیر ترجیج ورکوو، وطن به ښه ورځ ونه ویني.

 طالب د افغانستان په ورانولو او د افغانانو په وژلو بوخت دی او دا کار ځکه کوي چې د طالب په ګومان په اوسني افغانستان کې د طالبانو خیر نشته. له څو ورځو راهیسې په محمد آغه کې طالب قومندانانو ښوونځي بند کړي دي. لکه یو څوک چې الوتکه یرغمل ونیسي او ووایي چې یا به ماته دا او دا امتیاز راکوئ او یا الوتکه لاندې خطا کوم. طالب د افغانستان په کلیو او بانډو کې له عامو افغانانو سره همدا رنګه چلند کوي. یا دې افغانان له یو مخې تباه کیږي او یا دې د دوی غوښتنې ومنل شي.

 د افغانستان د نظام په داخل کې هم کم و زیات همدا حال دی. که څوک له اشرف غني سره مخالف دي نو که د ده په وخت کې د سولې په لور یو ګام واخیستل شي، پر ده به اور بل وي چې هسې نه په رشتیا سوله راشي، ځکه بیا به اشرف غني نیک نامه شي. حال دا چې د افغانستان ګټه اصلي ګټه ده، نه د ډلو او اشخاصو.

 که خدای مکړه د طالبانو جګړه په راتلونکو کلونو کې هم ادامه ومومي. نو نتیجه به یې طبعا د نورو لکونو کسانو قتل، د پخو پلونو او سړکونو خرابیدل، د فقر زیاتیدل، د روحي ناروغانو زیاتیدل، د نورو لکونو معیوبانو شتون او داسې نورې بدمرغۍ وي. ښه اوس که په دې حال کې دغسې افغانستان طالب ته په لاس هم ورشي، چې البته محال ښکاري، طالب به له دغسې تباه شوي هیواد او تباه شوې ټولنې سره څه کوي؟

 دغه راز، د اوسني ولسمشر مخالفان که همدا نظام نور هم کمزوری او بدنام کړي، په هیواد کې د بې ثباتي له زیاتیدو پرته بل څه په لاس ورشي؟

 بیا هم وایم چې خبره د ولسمشر یا بل چا نه ده، خبره زموږ د لوی کور د افغانستان ده. که خدای مکړه افغانستان در به دره ‎، کمزوری او ګډوډ وي، نو په دې بیړۍ کې خو ټول سپاره یو. دا بیړۍ که په لوی لاس د توفان څپو ته سپارو او دلیل مو دا وي چې د بیړۍ کپتان به کپتان پاتې نه شي، دا دلیل سخت بې مانا دی، ځکه که کپتان نه پاتیږي، نو بیړۍ او سورلي هم نه پاتیږي.

 پکار خو دا ده چې ټول هغه افراد او احزاب چې د افغانستان خیر غواړي، په خپل منځ کې په دښمنیو کې دومره وړاندې لاړ نه شي چې د خپلو عقدو په علت یې د افغانستان خلکو ته او افغانستان ته صدمه ورسیږي.

 که خبره لږ لویه راواخلو او ټول عالم اسلام یاد کړو نو هلته هم وینو چې ځینو ډلو په ظاهره په اسلامي جذبه د اسلامي هیوادونو او مسلمانانو تباه کولو ته ملا تړلې ده. د الله اکبر په ویلو سره کله په سومالیا کې قتل شوی وي او کله په مصر یا ترکیه یا بل ځای کې. د دغو انتحاري حملو، ترورنو او ناامنیو په نتیجه کې په تیرو څو کلونو کې د اسلامي هیوادونو ګڼ متخصص کسان غرب ته لاړل او بیخي ډیره سرمایه لویدیځ ته انتقال شوه. ایا له اسلام سره مینه دا ده چې اسلام او مسلمان پکې تباه شي؟ داعش له سوریې او عراقه کنډواله جوړ کړي دي او اوس یې د ننګرهار او بلکې ټول افغانستان د کنډواله کولو تکل کړی دی. ایا د اسلامي دنیا  او مسلمانانو خیر په دې کې دی چې سړکونه یې پاخه شي، کورونه یې برق پیدا کړي، اولادونه یې لوړې زده کړې وکړي او ملکونه یې اباد شي، که برعکس خیر یې په دې دی چې په لمونځونو کې انتحاري حملې وشي، د محمد آغې غوندې یې ښوونځي بند شي، د کندهار د لارې غوندې یې پلونه والوزل شي او په نهایت کې مسلمانان نور هم محتاج، در په دره، اواره او خاک بسره شي؟

 موږ به تر هغو پورې د ځان او نورو د تباهي عاملان واوسو چې پراخ نظر، حوصله او د یو بل د منلو همت پیدا نکړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply