يو ميليون له خطر سره مخ ماشومان پاملرنه غواړي

0 600

په هېواد کې پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين پيل شوی دی او هغو ماشومانو ته ورکول کېږي چې عمرونه يې تر پنځو کالو کم وي.
د واکسينېشن دغه پروګرام د يونيسف يا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق په مالي مرسته پيل شوی چې عموماً مياشت په مياشت د هېواد په بېلابېلو برخو کې په يوه وخت پيلېږي.
د عامې روغتيا وزارت وايي، دا وار هم د تېرو ځلونو په څېر لا هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې ستونزې شته او داسې ښکاري چې يو ميليون ماشومان به د ګوزڼ ضد له واکسينه محروم پاتې شي.

له دغه وزارت څخه د خپرو شويو مالوماتو په اساس، دغه يو میليون محروم ماشومان د ننګرهار، کونړ، هلمند او روزګان په هغو سيمو کې دي چې طالبان پکې مېشت دي.
دا ټولې هغه سيمې دي چې ماشومان پکې د هېواد د نورو سيمو په پرتله د ګوزڼ له ګواښ سره ډېر مخ دي.
يونيسيف تر دې وړاندې د ماشومانو په اړه يو بل راپور هم خپور کړی و چې پکې ويل شوي وو، په افغانستان کې درې اعشاريه، اووه میليونه ماشومان بې‌سواده لويېږي او ښوونځيو ته د تګ زمينه ورته نه ده مساعده.

هغه ماشومان چې ښوونځيو ته نه ځي هم، لويه برخه يې د تقريباً د همدې سيمو وه چې ماشومان پکې له ګوزڼ ضد واکسين څخه محروم دي.
يو میليون ماشومان کم نه دي، د هېواد پر راتلونکي د پام وړ اغېز کوي، که خدای مه کړه يوازې څو تنه يې هم ګوزڼ ووهي، دومره لوی تاوان دی چې بيا به دغه کړۍ او سړي يو هم د بښلو نه وي چې د واکسين مخه يې نيولې، يا يې په دغه برخه کې لټي کړې ده.
دا اوس تازه مالومات دا دي چې د هلمند په نادعلي ولسوالي کې د ګوزڼ يوه مثبته پېښه ثبت شوې او يو ماشوم ګوزڼ وهلی دی.
پوليو يا ګوزڼ اوس له ټولې نړۍ څخه ټوله شوې او يوازې د افغانستان او پاکستان په هغو سيمو کې پاتې ده چې اوسېدونکي يې پښتانه دي.

له همدې امله اوس په نړۍ کې دغه ناروغي د پښتنو د ناروغي په نامه يادېږي.
که څه هم په افغانستان کې د پوليو د وايرس د پاتې کېدو تر ټولو لوی لامل ترهګر او جګړې دي، خو ځينې نور لاملونه هم لري چې که حکومت وغواړي کولای شي تر يوې اندازې پورې په هېواد کې د ګوزڼ د پېښو مخه ونيسي.
له پاکستان سره د خلکو بې‌پوښتنې تګ راتګ، اوږده ډېورنډ کرښه، د پوليو ضد واکسين په اړه د پاکستان تش په نوم ملايانو ناوړه څرګندنې او اوازې، په افغانستان کې ځينې ناوړه دودونه رواجونه، د هغو کسانو لټي او ټنبلي چې ماشومانو ته د واکسين ورکولو مسووليت لري او بېلابېلې نورې ستونزې هغه لاملونه دي چې لا يې هم په افغانستان کې د ګوزڼ وايرس ژوندی ساتلی دی.

حکومت بايد د دغه ناوړه وايرس پر ضد مبارزه يوازې د يونيسف کار و نه بولي، بايد تر خپله وسه، خپله هم په دغه برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.
دا مهمه نه ده چې يوازې په هغه ټاکلي وخت کې چې يونيسيف ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورکوي، ماشومان واکسين شي.
حکومت کولای شي له ولسواليو ته راوتلو په لارو او ښارونو ته د ننوتو په دروازو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين لپاره يو يو کس ته دنده وسپاري چې دغه واکسين ماشومانو ته ورکړي.
دې ته هم اړتيا نه‌شته چې د هېواد په ټولو سيمو کې دې دغسې کسان وګمارل شي، حکومت کولای شي يوازې په هغو سيمو کې دغه اقدام وکړي چې په جدي توګه د ګوزڼ د وايرس تر ګواښ لاندې دي.

په دې سربېره، بايد راډيوګانې، ورځپاڼو او نورو رسنيو ته چې د حکومت خبره ورباندې چلېږي، جدي سپارښتنه وشي چې په دغه برخه کې منظمې خپرونې ولري او خلک د واکسين په ګټو وپوهوي.
په دې توګه به د هغو پاکستاني ملايانو د افواهاتو او ناوړه اوازو مخه هم نيول شوې وي چې د واکسين پر ضد يې کوي او د خلکو د پوهاوي کچه به هم لوړه شوې وي.
پوليو د ټول افغانستان ستونزه ده او بايد په شريکه يې پر ضد هڅې وکړو.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply