د سلګونو محکومو افغانانو قاتل خوشی شو/ سميع الله صديق

0 583

ښکاره ده، چې نقیب مسید مو وروستی شهید نه وو، زموږ د محکومو افغانانو د شهادت لړۍ له کلونو، کلونو را روانه ده او لا به هم روانه وي، خو دا مو باور او ایمان دی،چې دا وینې او د یتیمانو سوي اوسیلي به رنګ راوړي او یوه ورځ به د دې شهیدانو وینې د لوی افغانستان لر او بر ولسونه په قدر لمانځي او د لر او بر ولس د یوځای کېدو په پار به ترې مننه کوي.

راو د سلګونو افغانانو قاتل و، هغه پخپله اعتراف وکړ، چې سلګونه بې ګناه افغانان یې وژلي، د پنچاب منحوسي او جابرې نظامي ادارې د تظاهر په خاطر د راو د نیول کېدو اوازې خپرې کړې، موږ ته له اول څخه معلومه وه، چې دا قتلونه راو نه بلکې پاکستاني نظامي ادارې کړي او راو د یوه عسکر په توګه اوامر پر ځای کړي.
راو بندي نه بلکې د اصف زرداري په تورو شیشو موټرو کې د هغه مېلمستون ته تګ راتګ کاوو او په عیش او نوش کې یې ژوند تېرول.

نن به مو دا احساس کړی وي، چې پنجاب مو د بابړې پر څېر د وینو تږی دی،هیڅ کله به زموږ د وینو پر زبېښلو موړ نشي او تل به د یو دښمن په څېر زموږ پر ځوانانو، خویندو او مېندو رحم ونکړي.

د بابړې د شهیدانو ویر تر ننه لر او بر ټبرونه د ویر پر ټغر لمانځي، خو د محکومو افغانانو پر ډېرو کورونو هره ورځ د بابړې په څېر د وحشت ټغر اوار دی او قاتلین یې د راو پر څېر سرې سترګې آزاد ګرزي.

زه فکر کوم د منظور پښتون د اوښکو او غم لړلو خاطرو حقانیت به مو اوس ښه تر سترګو شوی وي،اوس که ایمان او وجدان ولرو د منظور پښتون تر شا به د سپر په څېر ودرېږو او په خپل غوڅ او سر ښندونکي ملاتړ به د محکومې خاورې د هر جرم پوښتنه له جابر پاکستاني نظام څخه وکړو.

معلومه ده، چې د آزادۍ ناره به نور هم زور اخلي او ورځ تر بلې په اثبات رسیږي، که د پنجاب د جبر او ظلم پر وړاندې پر واحد غږ د خپلې آزادۍ غږ پورته نکړو دا د وینو کارېزونه به د افغان په وینو تل بهانده وي.
تل دې وي لوی افغانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply