د جاغورو او مالستان د جګړې په اړه / سميع الله صديق

0 616

افغاني سرې میاشتې د سهيل لوېديځ زون ریس د افغاني سرې میاشتې د بشري ادارې د ساحوي مسؤل په توګه لازمي بولم،چې لیږ څه وضاحت د بشري وضعیت په اړه ورکړم. له کومې ورځې چې د غزني ولایت په جاغورو او مالستان ولسوالیو کې جګړه پیل شوې د افغاني سرې میاشتې ټولنې، د یوې خپلواکې، بې طرفه او بې پرې بشرپاله ادارې په توګه د خپل وس او توان په اندازه هڅه کړې څو اړمنو خلکو ته بشرپاله مرستې ورسوي. په عین حالت کې داسي ویل کېږي، چې د جاغورو او مالستان جګړه د نورو سیمو له جګړو سره توپیر لري.

د افغاني سرې میاشتې کار کارکوونکي د جګړې له لومړیو څخه د مالستان او جاغورو ولسوالیو ته رسېدلي او د بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو په اړه یې خپله ارزیابي پیل کړې. په داسې حال کې چې نږدې ۱۵۰۰ کورنۍ د غزني ولایت مرکز ته هم کډه شوي، که چېرته د جاغورو او مالستان جګړې ته بل رنګ ورکول کېږي نو دا کورنۍ پر کومه لاره غزني ولایت مرکز ته راغلې.

سره میاشت یواځنۍ بشرپاله اداره ده، چې په سیمه کې فعالیت لري او کارمندان او رضاکاران یې د یادو ولسوالیو ټولو سیمو ته د بشري وضعیت د ارزیابي په موخه تللي، خو تر اوسه هیڅ داسي څه ندي لیدل شوي، چې دا ثابته کړي چې د جاغورو او مالستان جګړه په نورو سیمو کې له شویو جګړو سره توپیر ولري.

د افغاني سرې میاشتې د غذایي،غیر غذایي او صحي مرستو کاروانونه د جاغورو ولسوالۍ مرکز (سنګ ماشې) ته رسېدلي او د جګړې له امله له بېځایه شویو کورنیو سره یې د مرستو دوېش لړۍ پیل کړې ده. اوس مهال د افغاني سرې میاشتې د ۲ سیار صحي کلینکونو په شمول (۴۲) کارمندان په جاغورو او مالستان ولسوالیو کې د بشري مرستو په رسولو بوخت دي، چې په دې ګروپونو کې د افغاني سرې میاشتې د (غزني،پکتیا،پکتیکا، وردګو، سهیل لویدیز مرکزي زون او مرکزي دفتر) کارمندان شامل دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه د خپلو اصولو پر بنسټ د هیواد په ګوټ ګوټ کې بغیر له هر راز توپیر څخه بشري خدمات هیوادوالو ته رسوي او ډېر د افتخار ځای دی، چې د هیواد په اخیرو سختو جګړو کې د سرې میاشتې بشر پاله خدمتونه هیڅ ندي متضرر شوي او د جګړې ښکېلو اړخونو، تجارانو او عامو خلکو تل د خپل وس او توان په اندازه د افغاني سرې میاشتې د خدماتو قدر او ملاتړ کړی دی.

دا په ټوله کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې لخوا د خپلو اصولو رعایت دی،چې همیشه د بشري مرستو په رسولو کې پیش تازه او موفقه ده. د افغاني سرې میاشتې ټولنه د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه مننه کوي، چې د دې خپلواکې او بې طرفه ادارې د بشري مرستو او فعالیتونو قدر کوي او تر اوسه یې هیڅ راز ستونزې ندي جوړې کړې او په راتلونکي کې هم هیله لرو، چې د بشري مرستو په برخه کې همداسي همکاري وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply