حاشیه کې افغانستان، اوس لوبغاړی دی/سید عبدالله پاچا

0 629

له هغې ورځې چې افغانستان ته د نړۍ پام شوی دی، یواځې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره یې جګړې او مرستې کړي دي، خو اوس دا هر څه بدل شوي، اوس د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت کې داسې سیاست او تګلارې رامنځ ته شوې چې هېوادونه به د ترهګرۍ ضد جګړې او مرستې پرته له کوم احسان له افغانستان سره کوي او دغه راز د سولې په برخه کې به هر اړخیزه مرستې کوي.

دا فکر هغه وخت راته لا ډیر جوت شو چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت پلاوی افغانستان ته راغی او ورپسې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپو کابل ته راغی.

د ازبکستان د پلاوي سفر

د ازبکستان د یو لوړپوړي پلاوي له سفر، لیدنو او خبرو داسې ښکاره شوه چې دا هېواد په رښتیا غواړي چې افغانستان کې ثبات راشي او د ثبات لپاره که د ازبکستان هره برخه کې اړتیا وي، تیار دی چې پوره یې کړي.

ازبکستان یوه میاشت وړاندې د تاشکند کنفرانس جوړ کړی و چې طالبانو ته یې هم پکې بلنه ورکړې وه، خو ګډون یې و نه کړ، په دې کنفرانس کې د سیمې هېوادونو استازو ګډون درلود او اجنډا یې د افغانستان سوله او ثبات و.

دا هېواد اوس ځکه هڅه کوي چې افغانستان کې ثبات راشي، چې پوهیږي چې د افغانستان په ثبات کې له نورې نړۍ سره نښلي او د افغانستان په جغرافیه کې یې ډيرې مشترکې ګټې خوندي کیدلی شي.

د ازبکستان راغلي پلاوي ډاډ ښودلی چې د سولې په برخه کې هر ډول مرسته وي، هېواد یې تیار دی چې و یې کړي، ازبک پلاوي له ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت شورا سلاکار سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې هېواد به یې بیا بیا هڅه کوي چې افغانستان کې سوله راشي.

ازبک پلاوي ته د ملي امنیت شورا سلاکار ډاډ ورکړی چې د سولې په برخه کې به یې ونډه زیاته کړي او د یو ګاونډي هېواد په توګه د ازبکستان ونډه د سولې په برخه کې حیاتي ده او اړتیا ده چې د نور مرستو تر څنګ د سولې برخه کې خپله ونډه ادا کړي.

ازبک پلاوي دغه راز د سولې د خبرو تر څنګ د ۶ نساجي فابریکو د بیا فعالیدو ژمنه کړې او باور یې ښودلی چې په افغانستان کې به ازبک پانګوال وهڅوي چې پانګونه وکړي.

ازبکستان دغه راز ژمنه کړې چې له افغانستان سره به سوداګريزې او ټرانیزيټي اړیکې لا پراخه کړي او په دې برخه کې به ټول خنډونه له منځه یوسي، په داسې حال کې چې څو کاله وړاندې له ازبکستان سره افغانستان هیڅ راکړه ورکړه نه درلوده.

نو د ازبکستان د پلاوي سفر او پایلو ته په کتو داسې باور کیدلی شي، اوس تر بل هر وخت د سیمې د هېوادونو نیت د افغانستان په تړاو جوړ شوی او په دې باوري شوي چې د افغانستان جګړه دوی هم سوځولی شي او ثبات یې د دوی لپاره پرمختګونه رامنځ ته کولی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د دوشنبې په ورځ کابل ته راغی او له ولسمشر غني سره په ګډه خبري ناسته کې یې باور وښود چې د افغانستان لپاره د امریکا ستراتيژۍ ځینې مثبت بدلونونه راوستي چې پایلې یې ډاګیزه شوي دي.

مایک پمپو د سیمې هېوادونو یادوونه وکړه چې د سولې په برخه کې يې افغانستان سره لیوالتیا زیاته شوې او کار کوي چې څنګه کیدای شي په افغانستان کې د جګړې د مخنیوي لپاره تګلارو کې له افغان لوري سره مرسته وکړي.

پمپو د چین او مرکزي اسیا د ځینو هېوادونو یادوونه وکړه چې اوس تر بل هر وخت په افغانستان پام کوي او ګډ کار کوي چې څنګه په افغانستان کې ثبات راتللی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ډاډ ښودلی چې امریکا او د ناټو غړي هېوادونه هم کار کوي چې په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو پروسه قوي کړي، ملاتړ یې وکړي او تر څنګ یې د جګړې لپاره د افغان ځواکونو اړتیاوې پوره کړي.

امریکا ډاډ ښودلی چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې اوس تر بل هر وخت افغانستان کې ماتې شوې او اړتیا ده چې د سولې د خبرو تر څنګ هغه ډلې وځپل شي چې له سولې تېښته کوي.

ولسمشر هم په دې خبري کنفرانس کې باور وښود چې افغانستان اوس په سیمه کې په یو لوبغاړي بدل شوی او اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې له ثبات سره مرسته وکړي.

نو ویلی شو چې د ولسمشر غني سیاستونه، تګلارې، سیمه ییزه او نړیواله اجماع چې څو کاله یې پرې کار وکړ، اوس پایله ورکړې او انشاء الله چې افغانستان به د ثبات خاوند کیږي او افغان دښمنه هېوادونه او کړۍ به ماتې خوري.

ولسمشر غني په افغانستان کې د سیمې هېوادونو مشترکې پروژې رامنځ ته کړې او د سیمې هېوادونه مجبور دي چې د دې پروژو د ساتنې او تطبیق لپاره له ثبات سره مرسته وکړي چې د ټولو پکې خیر دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply