د امریکا او طالبانو د نېغو خبرو اغېزې/ محمد بشیر یوسفزوی

0 793

که امریکا د افغانستان دولت له همغږۍ پرته له طالبانو سره خبرې وکړي، نو  د افغانستان د سولې او جنګ د برخلیک په اړه د امریکا دغه ډول تصمیم  به ځینې ستونزې او اندېښنې له ځانه سره ولري. په لومړي ګام کې به د افغان دولت د حاکمیت حق سلب او متضرر کړي. پر حکومت به د خلکو باور ته زیان واړوي او د افغانستان دښمنانو او د حوکت سیاسي مخالفینو ته به دا پلمه او دلیل په لاس ورکړي چې افغان حکومت د خپل واک او اختیار خاوند نه دی او څه چې د امریکا خوښه وي، نو همغسې اقدام کوي.

بل لورته د امریکا او طالبانو د نېغو خبرو ښېګڼه داده چې دوی کولای شي پر طالبانو نېغ فشار راوړي او هغوی د سولې خبرو او منلو ته چمتو کړي. د امریکا د حضور بله ښېګڼه داده چې پاکستان به د تېر په څېر پر طالبانو د نفوذ لرلو په پلمه د افغان سولې پرځای یوازې د خپل ځان لپاره د باج اخیستلو په فکر کې نه وي او نه به هم  د کوم امتیاز د ترلاسه کولو هڅه وکړي، ځکه هغوی به د امریکا په حضور کې د دې جرئت ونه لري.

په دې وروستیو کې له طالبانو سره د سیمې د هېوادونو د همکاریو په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي. چې دغه ډول راپورونه هم افغان حکومت او هم امریکایانو ته د اندېښنې وړ دي، ځکه خو ناټو هم تېره اونۍ په بروکسل غونډه کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته اشاره وکړه وې ویل: چې هغوی باید په افغانستان کې د ثبات د تامین لپاره کوښښ وکړي. امریکا به دغو راپورونو ته په کتو کوښښ وکړي چې د افغانستان د سولې او طالبانو مسله ژر تر ژره یو طرفه کړي او په دې ډول له افغانستان څخه د خپلو رقیبانو مغرضانه لاسونه لنډ کړي.

امریکا تل دا ویلي  چې د افغانستان د سولې پروسه کې به د نورو دولتونو په څېر یوازې د  همکار رول ولوبوي، هیڅ وخت د دې بهیر د رهبرۍ نېت نه لري او له طالبانو سره به مستقیم مذاکرات ونه کړي. اما د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ تازه دستور ورکړی چې امریکا له طالبانو سره نېغ مذاکرات وکړي. مګراوس امریکا د تېر برخلاف تصمیم نیولی چې له طالبانو سره نېغې خبرې وکړي. که داسې وشي، نو کار به ښېګڼې او بدګڼې له ځانه سره ولري.

د افغانستان حکومت په لومړیو کې د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتيژۍ ملاتړ وکړ او تراوسه یې د دې ستراتیژۍ د تطبیق مواد بریالي بللي، اما تازه سپینې ماڼۍ تصمیم نیولی دا ستراتیژي له سره وګوري او ممکن په هغه کې جدي بدلونونه راشي. داسې معلومېږي چې امریکا لا هم د دغې ستراتیژۍ د تطبیق بهیر څخه راضي نه ده.

یو له هغو تغیراتو چې ممکن په دې ستراتیژي کې راشي د افغانستان د سولې په اړه به وي. سره له دې چې سپینه ماڼۍ دا شعار تکراروي چې له طالبانو سره د افغانستان دولت د سولې په اړه امریکا د همکار رول ترسره کړي. امریکا ته ممکن له افغانستان څخه وتل هم یوه لویه اندېښنه وي، ځکه دوی لا هم دلته له خپلو رقیبانو څخه په اندېښنه کې دي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply