دوی افغانستان له چا ژغوري؟ / عصمت الله اتل

0 633

بيا په هېواد کې د سياسي احزابو او پخوانيو چارواکيو له لوري په اصطلاح د افغانستان ژغورنې ايتلاف اعلان شو. دا څووم وار دی چې دغه سياسي ډنډورچيان راټولېږي او د ولسمشر غني د روانو برنامو پر ضد د مخالفت اعلانونه کوي. د دې ايتلاف ټول غړي يا پخواني چارواکي دي يا هغه سياسيون دي چې د وطن په چورولو کې يې ځان ستړی کړی او يا هغه کسان دي چې اشرف غني له واکه ګوښه کړي.
تر ټولو د شرم خبره پکې دا ده چې جنرال دوستم او صلاح الدين رباني هم د دې ايتلاف په اعلان کې را څرګند شول. دوستم د افغانستان لومړی مرستیال او رباني د بهرنيو چارو وزير دی. سړی حيران شي چې دوی تر دې نور څه غواړي او دا وطن له چا ژغوري؟ که په حکومت کې ستونزه وي، خو داسې مانا لري لکه دوی چې پر خپل ځان عريضه کړې وي.

له هلمنده تر کندهار و ننګرهاره له هغه ځايه تر پکتيا، خوست و پنجشېره دا هر سياسي رهبر به چې د دې غونډې سټېج ته ودرېد دا خبره يې کوله چې زه د پلانۍ سيمې مشر يا استازی يم.
د دوی دغه ډول درواغجن او طفلانه اخلاق او بيانونه د خندا وړ دي. لږ له ځان سره فکر نه کوي چې دوی دا ايتلاف د چا په استازيتوب اعلانوي، کوم ولس دوی لېږلي او دوی د چا استازي دي؟
د دې ايتلاف د ټولو غړيو لاسونه د افغانستان د بې‌چاره ولس په وينو سره دي. جېبونه او بانکي حسابونه يې د افغانستان د بيت المال له پيسو ډک دي. د مرستې و خيرات په نوم يې تېر ۱۴/۱۵ کلونه دومره پيسې او شتمني لوټ کړه چې له دوی سره يې هم حساب نه‌شته.

دا خلک نه يوازې دا چې د بيت المال پيسې يې وخوړې، بلکې له بهرنيو استخباراتو سره پخې اړيکې لري، هغوی يې ملاوې تړي او د افغانستان پر ضد يې د خپلو ګټو لپاره پر شا ټکوي.
افغانستان کومې خوا ته روان دی؟
د دې خلکو شعار د افغانستان ژغورنه ده. دا عنوان د خورا فکر وړ دی چې دوی افغانستان له چا ژغوري او افغانستان کومې خوا ته روان دی چې دوی يې بايد وژغوري؟ دا تېر ۱۴کلونه ولې دوی افغانستان نه ژغوره، هغه مهال چې دوی هر څه په لاس کې درلودل. پر واکمنو څوکيو ناست وو. قدرت يې درلود. حکومتي ماشين يې چلاوه. نن دوی په خالي لاسونو افغانستان څنګه ژغوري؟

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې د ملي برنامو او بنسټي چارو په تر سره کېدو لاس پورې کړی دی. بهرنی سياست يې دومره غښتلی او پياوړی کړ چې د مکې مکرمې له منځه د افغانستان د جګړې پر ضد فتوا صادره شوه. له نړۍ سره يې روابط خورا نږدې او متوازن کړل. له شرقه تر غربه يې د افغانستان په اړه د نړيوالو فکر بدل کړ. په پوځ کي يې ځانګړي ځواکونه ډېر کړل.

له نړيوالې ټولنې يې پوځي همکاري جلب کړه. الوتکي يې تر لاسه کړې. له هند سره يې د چابهار بندر له لارې د افغانستان د مځکنۍ سوداګري په ګډون هوايي دهلېزونه پرانيستل. د سولې په اړه يې طالبانو ته له قید و شرطه پرته وړانديزونه وکړل. د ازبکستان، تاجکستان، ترکيې، اندونيزيا او عربستان په ګډون يې د نړۍ د نورو هېوادونو پام افغانستان ته را واړواه.
لنډه يې دا چې د سلما بند او د هېواد نور بندونه د ولسمشر غني د کارونو ښې بېلګې دي. تاسې وګورئ ټول ولس د ده د کارونو ملاتړ کوي او په خورا بدرګه يې ننګه کوي. دا ولس، خو هيچا نه دی اړ کړی چې د غني ملاتړ وکړي، نه دا کار ممکن دی. ولسمشر غني افغانستان پر داسې يوه مسير ور برابر کړی چې د پاکستان، ايران، امريکا او د نړۍ د ټولو هېوادونو له اړتيا خلاصېدای شي. دا هر څه ولس ويني، ځکه د ده ملاتړ ته درېدلی دی.

په هېواد کې د زورورو د نيولو او بې‌واکه کولو اقدمات په خپل وخت کې بې‌نمونې او تاريخي اقدمات دي. دا ايتلافيان چې دا ډول قانوني خوځښتونه ګوري، وېره ور لوېدلې چي دا اور تر دوی پورې هم رسېږي. مخکې تر دې چې حکومت فشار پرې راوړي يا يې ونيسي، دوی ځانونه مخکې کړل، پر حکومت يې د تنقيد ژبه خلاصه کړه او هڅه يې وکړه چې اشرف غني له خپلو پرېکړو پر شا کړي.
د نني ايتلاف غړي تاريخ پېژندلي چې له څلوېښتو کلونو راهيسې يې پر دې مظلوم ملت خپلې خونکارې چاړې را کښلې او مرۍ يې ترې په غوڅه کړې. د هېواد له ناموسه، تر ملي شتمنۍ او هر څه پورې دوی لوټ کړي، په ايران و پاکستان يې ور ليلام کړي. ميلونونه ډالر سرمايې يې ګټلي. په غلاوو او فساد يې د افغانستان نوم د نړۍ په فاسدترينو هېوادونو کې شامل کړی و.

دوی چې پر دې ملک او خلکو څومره ظلم کړی قلم يې په ليکلو ناتوان دی. که تر ننه دوی پر څوکيو حاکميت درلودای نه به يې د ژغورنې سورناوې وهلې وای، نه د ساتنې. د افغانستان له ژغورنې د دوی مطلب دا دی چې په حکومت کې ونډه تر لاسه کړي، بيا په ولس تجارت وکړي، ظلم وکړي او چپاول را منځ ته کړي.
کاش دغو خلکو يو داسې اخلاقي سياست کړی وای چې د حکومت منفي اړخونه يې تنقيدولای او د مثبتونو يې ننګه کولای. دوی لکه وسله‌وال جګړه‌ماران يو مخ له اشرف غني او له حکومت څخه ناراضه دي. غواړي اشرف غني پر کور کېني، دوستم ولسمشر شي، دا نور چوربکيان يې پر وزارتونو ولګوي. دغه د دوی سياست او ملي برنامه ده.

ټول ولس ته په کار ده چې د دغو ظالمانو او فاسدانو پر ضد د ولسمشر ملاتړ ته ودرېږي او د دوی په ايتلافونو کې ګډون ورسره و نه کړي. د دوی ايتلافونه نه يوازې د ولسمشر پر ضد دي، بلکې د دې وطن پر ضد دي. د ملي منافعو پر ضد دي. ولس بايد ډاډمن شي چې دا ايتلافونه يوازې د سټيج او بيان له مخې دي، په عمل کې هيڅ نه‌شي کولای.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply