پرعامه ځایونو د بریدونو تر شا موخې / سید عبدالله پاچا

0 539

افغانستان کلونه جګړه کې هر ډول بریدونه او چاودنې تجربه کړې، خو وروستۍ هغه یې ځکه خطرناکې بلل کیږي چې عامه ځایونو کې د دفاع او ځان ساتنې هیڅ ډول تدابیر نه وي، په عامه خایونو کې له بریدونو سره دښمن یواځې د خلکو په وژنه هدف ته رسیږي او دا په انسانیت او اسلام کې تر ټولو پست عمل کیږي.

د نړۍ په هیڅ هېواد کې به پيدا نه کړئ چې د جګړې اړخ دې په عامه ځایونو بریدونه وکړي، داسې بریدونه چې موخه یواځې د خلکو وژل شوي.

ولې په عامه ځایونو برید

افغانستان کې کلونه فساد او د نشه يي توکو قاچاق ځینې ډلې او اشخاص دومره پړسولي چې اوس د حکومت د هر هغه اقدام پروړاندې ګډوډي جوړوي چې د فساد او د نشه يي توکو مخه نیسي.

دا خلک د جګړې له درکه پړسیدلي او د جګړې په دوام کې یې ګټې خوندي دي، نو د دې لپاره چې حکومت د سولې او ثبات لپاره وړاندې قدم ږدي، دا ډلې به د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره یو کار نه یو کار کوي.

اوسني حکومت په لویه اراده او پوره ډاډ سره د دې خلکو د مخنیوي لپاره کار پيل کړی او په دې برخه کې پراخ ولسي ملاتړ له ځان سره لري، خو دا چې له دې کار سره مبارزه اسانه نه ده، نو قرباني ورکول پکې حتمي دي.

اوس هغه ډلې چې فساد یې کړی، ځمکې یې غصب کړي، په خلکو یې ظلمونه کړي او د شخصي ګټو لپاره یې ګډوډي جوړه کړې، په ټول توان هڅه کوي، د حکومت تګلارې وننګوي او خلک په یو ډول نه یو ډول د حکومت پر خلاف راوپاروي.

تاسو به د ننګرهار په بریدونو کې لیدلي وي چې دښمن په ډيره بې شرمۍ سره د پوهنې، مستوفیت او کډوال په ادارو بریدونه وکړل او په دې بریدونو کې یې ملکي وګړي شهیدان کړل او ډير شمېر هغه اسناد او مدارک یې وسوځول چې کولای یې شول د ځینو اشخاصو اصلي څېرې په ډاګه کړي.

دا د جګړې بل اړخ دی چې حکومت او افغان ځواکونه ورسره مخ شوي دي، ځکه افغان ځواکونو د نظامي سیمو امنیت خوندي کړی، خو دښمن داسې ځایونو ته مخه کړې چې هلته د بریدونو مخنیوی ځکه ستونزمن دی چې عامه ځایونه دي او عامه ځایونو کې د هغو بریدګرو مخنیوی ستونزمن دی چې د خلکو په جامه کې راځي.

د افغان ځواکونو وړتیا

تاسو ولیدل چې افغان ځواکونه په افغان دښمنه کسانو پسې کلي په کلي ګرځي او له منځه یې وړي، نو د دې لپاره چې دښمن د خپلو ماتو غچ واخلي داسې ځای بریدونه کوي چې پر افغان ځواکونو باندې د خلکو باور کم شي او هغه راپورونه او لاسته راوړنې ترپوښتنې لاندې راولي چې کلونه خواري او زحمت پرې ویستل شوی دی.

اوس چې تر بل هر وخت پر افغان ځواکونو د خلکو تکیه زیاته ده، افغان دښمنه هېوادونه او داخلي کړۍ هڅه کوي دا باور بیرته له منځه یوسي او په ډله ییز بریدونو سره د حکومت او افغان ځواکونو کمزوري په نښه کړي.

که څه هم وروستي بریدونه چې په ننګرهار کې وشول، ټول پوهیږي چې ترشا یې کوم اهداف دي، خو بیا هم د حکومت سیاسي اپوزسیون او هغه ډلې چې له حکومت په شخصي ګټو مروروې دي، په دې ډول بریدونو کې یې حکومت او افغان ځواکونه ملامت وبلل.

ټول په دې پوهیږي چې په عامه ځایونو کې د بریدونو د مخنیوي لپاره که هر ډول اقدام وشي، ستونزمنه ده، ځکه که ووایو چې یو بریدګر ځان پورې چاویدونکي توکي وتړل، د عامه خلکو منځ کې روان دی، خو که دا وپيژندل شي، هم مخه یې نه شي نیول کیدلی.

ځکه دا بریدګر د عامو خلکو له جامو څخه ګټه اخلي او له خپل ژوند تېر دی، خو دا چې دښمن پست او رزیل دی، نو د دې لپاره پکار ده چې عام خلک په دې تړاو خپل مسوولیت ادا کړي او هر ځای د مشکوکو کسانو په اړه کشفي ارګانونو ته مالومات ورکړي.

په خپلو ځواکونو باور ولرئ، لکه څنګه چې هر ځل بریدګرو پسې ودانیو ته ننوځي او وژني یې، داسې په بریدګرو پسې غره او دښته کې ګرځي او هر ځای یې چې ګیر کړي، هملته یې له منځه وړي.

اوس چې تر بل هر وخت د افغان حکومت محبوبیت زیات شوی او خلک پرې راټول دي، په دې ډول بریدونو سره ځینې کړۍ غواړي په ولس کې د حکومت محبوبیت کم کړي او ولسونه د حکومت پروړاندې ودروي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply