موفق الربیعي د صدام حسین ملي امنیت مشاور د لومړي ځل لپاره فاش کړه چې د صدام حسین اعدام د جورج بوش په مستقیمه اشاره د نوري المالکي لخوا ترسره شوی دی.
الربیعي ویلي دي، په یوه خبري ناسته کې د آمریکا پخواني ولسمشر جورج بوش له نوري المالکي څخه وپوښتل “په صدام حسین څه کوې؟ المالکي په چټکۍ ځواب ورکړ په دار یې ځړوو” بوش د ګوتې په پورته کولو د صدام حسین له اعدام سره خپله موافقه څرګنده کړه.
د الربیعي په وینا له هماغه وخته د صدام د اعدام چارې پیل شوې.
د عراق د ملي امنیت پخواني سلاکار چې د فرانسې له خبري آژانس سره یې خبرې کولې وویل، سمه ده چې صدام یو قاتل او جنایتکار و خو تر وروستۍ سلګۍ پورې قوي پاتې شو.
الربیعي زیاته کړه:” ځینې هیله لري تر څو ووایم چې صدام د درملو له امله له حاله په تلو کې و او یا هم له ډاره، خو حقیقت باید تاریخ ته وویل شي، صدام تر وروستی سلګۍ قوي پاتې شو او په څېره کې یې هیڅ د ډار څرک نه و.”
صدام حسین د عراق پخوانی ولسمشر چې د ۲۰۰۳ کال د ډسامبر میاشتې په ۳مه نیټه د آمریکا اشغالګرو سرتېرو لخوا ونیول شو او د ۲۰۰۶م کال د ډسامبر په ۳۰مه نیټه د لوی اختر په لومړی ورځ د عراق د نوي دولت لخوا په دار وځړول شو.
الربیعي په دغه مرکه کې ویلي دي:” کله مې چې هغه راوست لاسونو کې یې زولنې ورته اچولې وې او د قرآن پاک یوه نسخه یې په لاس کې وه. هغه مې د قاضي خونې ته بوتلو، په داسې حال کې چې قاضي یې د محکومیت پاڼه ویله، صدام په لوړ آواز ویلې (مرګ پر آمریکا، مرګ پر اسرائیلو، ژوندې دې وي فلسطین، مرګ پر پارسی مغانو.”
د عراق ملی امنیت پخواني سلاکار زیاته کړه:” صدام مې د دار خونې ته بوتلو، دلته صدام ودریده او د دار پړي ته یې په ځیر سره وکتل، ورپسې یې ماته وکتل او وي ویل، ډاکټره! دا د نرانو لپاره دی.”
د الربیعي په وینا د صدام دواړه پښې سره تړلې وې نو مجبوره شوو تر څو د دار تر پړي یې ورسوو.
په ورته وخت کې په تالار کې ناستو سرتېرو نارې کړې:” ژوندی دي وي محمد باقر…مقتدی مقتدی” صدام په ځواب کې ورته وویل:” آیا دا نرتوب دی؟”
د عراق د ملي امنیت سلاکار وویل:” صدام په وروستیو سلګیو کې شهادتین ویل خو مخکې له دې چې خلاصه یې کړي په دار وځړول شو.”
الربیعِي وایي:” ما د دار د کړکی اهرام کش کړ، خو اهرام کار ونه کړ، وروسته دوهم کس راغی او اهرام یې کش کړ او کار یې وکړ چې له امله یې صدام د تل لپاره سترګې پټې کړې.”
د دار ځړولو د عملیاتو څخه وروسته د صدام جسد په یوه آمریکایی چورلکه کې د دار له بندخونې څخه چې د بغداد په الکاظمیه سیمه کې موقیعت لري د مالکي کور ته انتقال شوو، الربیعي زیاته کړه:” په چورلکه کې ډېر کسان وو، د صدام جسد یې د چورلکې په غولي کې ایښی وه او د مالکي تر کوره یې سر خلاص وه.”
الربیعي په وروستی برخه کې زیاته کړه:” مالکي په خپل کور کې د صدام د دارځړولو له کبله له مونږ څخه ستاینه وکړه او وي ویل:” آفرین پر تاسو.” ما ورته وویل مهرباني، کولی شې د صدام مخ ته وګوری او مالکي د په دارځړول شوي صدام حسین مخ ته وکتل.”
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320