د قدم وهلو ۱۶ روغتیايي ګټې / حضرت عثمان نوري

0 901

که تاسې ښوونځی لولئ او په داسې موقیعت کې درڅخه واقع وي؛ که په پښو ور تګ وکړئ، تر ۳۰ دقیقو وخت نیسي، نو موټر کې مه ځئ، بلکې په خپلو پښو ورته تګ راتګ وکړئ، دغه راز که نور کارونه هم کوئ او خپل کار ځای درڅخه په پورته واټن لرې وي، نو بیا هم هڅه وکړئ، چې پښو قدم ووهئ، دا چې ددې تر شا څه راز دی، موږ تاسې ته دا راز افشا کوو.

لومړی: وزن مو نورمال (کنترول) ساتي. په پښو تګ ستاسو وجود غټ والي ته نه پریږدئ او له خېټې کولو ژغورل کېږئ.

دوهم: دا یوه ارزانه او غوره وسیله ده او هر چاته د لاسرسۍ وړ ده، یعنې د ترانسپورټ وسیله نه ده چې تاسې ورته په کافي اندازه پېسې ولرئ او د اخیستلو هوډ یې وکړئ، بلکې دا د لوی څښتن (ج) ستره لورېنه ده چې تاسې ټولو ته یې در بخښلې ده، /استثنا هم شته چې (معیوبیت، معلولیت) بلل کیږي، خو که پر پښو او په ټوله کې په ټول بدن روغ یاست، نو شکر پرې وباسئ، همدا موټر وبولئ او هر چیرې چې وغواړئ، حرکت پرې کولای شئ.

دریم: هډوکی مو کلک ساتي.

څلورم: یوه تر ټولو آهمه ګټه یې دا ده چې تاسې به ډېر فعاله یاست، هر چېرته به په اسانۍ تګ ته زړه ښه کوئ او په لېوالتیا سره خپلې موخې پسې ځئ.

پینځم: د کنسر (سرطان) خطره کموي.

شپږم: دا یو ډول بدني تمرین هم دی چې ستاسو بدن ورسره غښتلی ساتل کیږي او ګټه یې دا ده چې هر وخت به مو بیا په لنډ مزل پښې نه دردیږي.

اووم: د ویني غوړ او کلیسترول مو نورمال ساتي.

اتم: قدم وهل ستاسې اندېښنې او د زړه تلوسې ورو، ورو را کموي او بیا یې بیخي له مېنځه وړي.

نهم: د ویني لوړ فشار مو ښکته کوي.

لسم: قدم وهل د هغو مریضانو سره هم تر ډېره بریده مرسته کوي چې ناروغ د ادرارو (تشو میتیازو) ستونزه لري او د حاجت رفع کولو لپاره  تشناب ته ډېر ځي او راځي.

یوولسم: طبیعت/مزاج مو ښه ساتي.

دولسم: په قدم وهلو سره مو عضلات او نسجونه له هر ډول ناروغېو ژغورل کیږئ.

دریارلسم: هغه څوک چې د زړه حملې (Hearth Attack) لري، قدم وهل یې دا خطر راکموي. دغه راز د زړه هر ډول ناروغي هم له مېنځه وړي.

څوارلسم: فشار مو کنترول کې ساتي.

پنځلسم: موټر نه دی چې بېلابېلو اسبابو ته دې اړتیا ولري، لکه ټایر، د سونګ مواد (تېل) موبلاین، بریک تیل، هارن، او ډېر نور شیان… بلکې خوراک او څښاک غواړي او دا خو تاسې پرته له مزل کولو هم خورئ او څښئ.

شپاړسم: او یوه مادي ګټه یې دا هم ده چې تاسې په قدم وهلو پېسې نه ورکوئ، بلکې دا ستاسو خپل تولید دی، نو ښه ده چې ګټه ترې پورته کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply