امیر امان الله خان او د ماضي له چیړ نه مهذب تیریدل /استاد محمد زمان مزمل

0 1,789

امیر امان الله خان

او د ماضي له چیړ نه مهذب تیریدل 

استاد محمد زمان (مزمل)

زه خپله په ځوانۍ کې د معلوماتو د کموالي او د نیم تاریخ د لوست له مخې په همدې حد کې وم چې د امیر امان الله خان اصلاحي پلان د ځینو هغو کمبودونو په خاطر چې د وخت علماء ورسره په ټکر کې شول ما هغه تر حد زیات محکوم او بې لارې پاچا ګاڼه .
دا پکې له پیله وایم چې امیر په خپله منځنې دوره کې پر لویو اشتباوو وا ووښت ولې امیر د ټولو کړیو او شویو اشتباو با وجود ددې هیواد یو رمزي (الګو) شخصیت و او هغه په خپل وخت کې د افغانستان او سیمې یو اتل مشر و .
د تاریخ په یوه ترینګلي او تنګ پړاؤ کې یې افغانستان ته ازادي واخستله او پرنګیان یې له افغاستان نه وشړل او همداسې د سیمې ملتونه یې هم د پرنګیانو پر ضد وپارول او هم یې حمایه کړل .
غازي امان الله خانه نه دا چې هغه یواځې د پرنګي استعمار پر ضد مخکښ مجاهد و هغه د وخت د شوروي پر ضد هم د ازادۍ لپاره پاریدلي تاجکان او ازبکان هم حمایه کول ،
دا چې د هغه خاورین شور بازار هم د تاجکستان د فراري پاچاه سید عالم خان پناه ګاه وه او هم د هند د ازادي غوښتونکیو مشرانو قرار ګاه وه دا هغه څه و چې د شوروي د ماتۍ په مهال د تاجکانو مهاجرینو سره یې خپل افغان تاجکانو هم هغسی و نکړل چې امان الله خان ترسره کړي و.
امیر یواځي نه دا چې پارونکې اصلاحات یې حذف کړل د پارولي او یا پارول شوي ملت رضایت یې په لوي قیمت او په پوره شجاعت د کلیمې په ویلو واخست او یا هم امیر له خپل ملت سره و نه جنګید او خپل ورور یې ځاي ناستی کړ او چې بیا یې د پاچاهۍ ټغر ټول شو ان د خپلو مخالفینو په اړه یې انصاف وکړ او د چا پسې یې سپکې سپوري ونه ویلې هغسی چې دا نن پکې څه افغاني مشران عادت دي ونه ویل .
امیر امان الله خان د خپل نیمه حجابه ملکې له کبله د وخت علماؤ د کفر په تور وتاړه هغه چې نن د هر رهبر په کور کې د ملکې ثریا دوه برخې لوڅې او نیمه لوڅې ژوند کوي .
هغه غازي چې پرنګیان یې نا مراده کړل او له هیواد نه یې و ایستل د هغه په مخکې نني د امریکا او پرنګې لښکرو کوربانه یاران باید له احتیاط نه کار واخلي او دا وخت ددغه مسئلو او چیړ نه دی .
په نني افغانستان کې تر پروني غازي امان الله خان ډیر داسې مشران شته چې د کابل په ځاي باید ایتالیا ته د امیر امان الله خان غوندې د دې هیواد نه ځان کوښی کړي تر څو ملت پکې د یو پاک مقدر لپاره بل پړاؤ پیل کړي .
د چا په سر کې (امیر امان الله خان ) چې د کابل ، دهلي ، عشق اباد او بخارا د ازادۍ اندیښني وي هغه د یوې ملکې په یوه نخره هومره محکومول نه و په کار ځکه دربارونه او سرایونه همداسی طببیعي ډيزاېن کیږي او له دې بد مستې فضاء نه ان د عباسیانو دربارونه هم نه و پاک بلکې نن به د افغانستان مشرانو د خپلو زامنو او ماحول په لویدلي معاشره کې دا درک کړي وي چې د اصلي شهزاده ګیو او جعلي شهزاده ګیو پرتله پکې څومره بګنونکې ده ؟!.
که د غریب ملا په اذان څوک غواړي جومات ته ولاړ شي نو د حبیب الله خان پسې بد ویل او هم د امیر امان الله خان پسې بد ویل دا د بیکارۍ او بې روزګارۍ میراثه ده . ، هر مسلمان باید خپل مړي ښه یاد کړي ، بیا هم که تاریخي نقد ته ضرورت شي نو مسایل قومي کول د نیمچه او کچه فرهنګیانو کار دی هیڅوک له نقد نه پورته نه ده زیږیدلی .
هغه مهال چې مسایل او اختلافات پکې د یوه ملت یا یوې ډلې د کلچر برخه شي هلته بیا هیڅوک خپل مقابل لوری د خپل سوچ نه نه شي بې ځایه کولی .
امام حسین چې د سني مسلمانانو لپاره تر شیعه مسلمانانو زیات د دقدر وړ دی بیا هم د هغه د شهادت لمانځل په دغه طریقه چې شیعه ورونه یې کوي او مونږ پکې د هغوی له تورو دروازو تیریږو دا نو ځکه په نفس نه هواریږي چې د یو عرب یزید په ګناه باندې زمونږ معاصره تشیع غواړي ان د مالیزیا لیرې سني هم ګنهګار وګڼي او هم یې و کنځي .
د امام حسین شخصیت چې ټولو ته او هر چاته محبوب دی بیا هم شیعه او سني پکې د ۱۴ پیړۍ پورې د اختلاف رسۍ نیولې ده .
حبیب الله سقاؤ او سردار امان الله خان خو په دې لحاظ د افغان زرین تاریخ میراثه ده ډير پکې دا عزیز ملت د اختلافاتو په خم کې رنګول نه دې په کار .
زه پوهیږم چې امیر به د وخت د ډيرو عزیزو علماؤ خبرو ته صحیح غوږ نه وي ایښی لکه د نن مشران چې د علماؤ سره په جنګ کې دي ولی کیدای شي ډير علماؤ په دې اختلاف کې په شهادت رسیدلي وي مونږ چې سني مسلمانان یو په سیاسي جګړو کې زمونږ مشرانو د دې امت د پیل په جګړو کې ډير مهذب دریځ نیولی او په ډیرو کې یې د بې طرفۍ خوا نیولې ده او داسې د ماضي له کړاوه ډک مهذب تیر شول :
تلک أمة قد خلت لها ما کسبت و لکم ما کسبتم .
په ماضي باندې د نقد په خاي د جګړو او کنځلو تهذیب ته ښکته کیدل دا نو د یو ټیټ فرهنګه پرګنو ځانګړتیا ده ، له انسانانو حتما اشتباوې کیږي او زمونږ د معاصر نسل د مشرانو او کشرانو اشتباوې هم د امیر امان الله خان له اشتباؤ ټیټې او بدغونې دي او هم د حبیب الله خان .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply