د نومونو اوښتونکی حالت / عزت الله نورزی

0 1,345

ځینې دري ژبې چې پښتو نوې زده کړي، په ګړېدا کې ناکي ناکي تېروتنې ترې کېږي، نرینه ته ښځینه کلمه کاروي، ښځینه ته نرینه کلمه کاروي. ښځې ته «ښځ» وايي، خو شفیق ته «شفیه… وايي. دوی کوښښ کوي چې سم  وګړېږي، خو دوی ته زیاتره د نوم اوښتونکی حالت مبهم وي، چې کوم نوم اوښتونکی دی.

په پښتو کې ځانګړي توري دي، چې نوم ورباندې ختم شي، بیا نو په مغیره بڼه اوړي، لومړی به هغه توري لېست کړو، چې نوم ورباندې ختم وي، مغیره حالت لري.

الف – کوم نومونه چې په دغو تورو ختم وي (ی‌، ه‌، ي‌، ې،ه…)، په لاندې حالتونو کې په مغیره حالت اوړي.

توری    ويي    مغیره حالت

ی    سړی    له سړي څخه پوښتنه وکړه.

ه    مڼه    له مڼې څخه پاڼه راوشکوه.

ي    خپلوي    په خپلوۍ کې هم داسې څوک کوي!

ې    تروې    تروو ته مالګه ورواچوه.

اوس به په هغو حالتونو رڼا واچوو، چې نوم پکې اوړون مومي:

۱ – کوم نومونه چې په پورتنیو تورو ختم وي، له متعدي فعل سره په تېرمهال کې دفاعل په ډول استعمال شي، په مغیره حالت اوړي، لکه:

توری    ویی    جمله

ی    سړی    سړي ډوډۍ وخوړه.

ه    مینه    مينې خط ولیکه.

ه    ترله    ترلې مې ډوډۍ پخه کړه.

ي    وداني    ودانۍ احمد وواژه.

ی    اوړي    اوړي خپله ګرمي خوره کړه.

۲ – په اضافي حالت کې، لکه:

ه    مینه     د مینې کتاب مې واخیست.

ه    مینه    د زرمینې کتاب ښکلی دی.

ی    سړی    دسړي ژوند خراب شو.

ي    خپلوي    د خپلوۍ رګ پالي.

۳ – په ندايي حالت کې، لکه:

زرمینې! راشه.

سړیه! تا ته وایم.

ښکلیه! دا څه ګډې وډې وايې.

د بلنې یا ندايي حالت لپاره یوه ځانګړې قاعده شته، چې د هغې په اساس په مغیره بڼه اوړي:

الف – کوم نومونه چې په ناخپلواک غږ پای ته رسېدلي وي او مفرد وي، د بلنې پرمهال یې په پای کې زورکی (ه) زیاتېږي، لکه:

«سړی» اې سړیه!

«هلک» اې هلکه!

«زلمی» زلمیه! داسې مه کوه.

«ژمی» ژمیه! نور در‌نه تنګ شوم.

«کور جوړی» کور جوړیه! چېرته ځې؟

۴ – په ارتباطي حالت کې، یعنې که یو نوم له پاسنیو توریو څخه په یوه پای ته رسېدلی وي، چې په ارتباطي حالت کې راشي، اوړون مومي، لکه:

زه له زرمینې سره مینه لرم.

له سړي څخه کتاب واخله.

له پردي ګیله مه کوه.

له زلمي څخه پوښتنه وکړه.

پر زلمي باندې یو قلم واخله.

په ژمي کې یخني وي.

پسرلي ته مو زړه ښه شي.

زه له سړي سره خبرې کوم.

۵ – د مفعول په توګه په اوس او تېرمهال کې، لکه:

ما زرمینې ته مقاله ولیکه.

ما سړي ته قلم ورکړ.

۶ – په اضافي حالت کې، لکه:

د پسرلي ګلونه راوړه.

د ژمي یخني ده.

د بریالي کتاب راکړه.

د دوبي موسم ښکلی دی.

د وري واښه کم دي.

د مني کښت یخ وهلی دی.

د اغزي درد ډېر زهر جن وي.

ب – یو څپیز نومونه دي، چې په پورتنیو شپږو حالتونو کې په مغیرحالت اوړي، لکه:

نوم    اوښتې بڼه    جمله

غل    غله    له غله مې بد راځي.

مل    مله    مله زوه وویشتلم.

شین    شنه    شنه زما لاس ونیو.

سور    سره    په سره رنګ کې ټکری واخله.

ج – هغه تغييرمنونکي نومونه چې په بې واکه غږ پاى ته رسېدلي وي او  په منځ يا يې تر پاى غږ وړاندې (و) راغلی وي، په مغيره بڼه کې يې (و) په زور( a ) بدلون کوي او په پاى کې يې زورکی ورعلاوه کېږي، لکه:

اصلي حالت    مغیره حالت

پښتون    پښتانه    پښتانه اوبه راوړې.

کوڼ    کاڼه    زه کاڼه ته قلم ورکوم.

زنګون    زنګانه    د زنګانه هډوکی مې خوږېږي.

زوړ    زاړه    له زاړه ګیله مه کوه.

شپون    شپانه    شپانه! راشه.

پتلون    پتلانه    په پتلانه سټایل کوې.

د – ځینې جمع نومونه هم په مغیره حالت اوړي.

ه – ځینې نومځري هم په مغیره حالت اوړي، چې تر جلا سرلیک لاندې بې ونیسو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply