*کلتوري ارزښتونه او دودونه ټولنه کنټرولوي او د اجتماع د چلند، ادابو، لرليد، او رويې په جوړېدو او دغه راز د سياسي او اقتصادي غورځنګونو په زيږېدو او جوړېدو کي برخه اخلي.
*د تاريخ په بهير کي سياسي، اقتصادي، اواجتماعي ځواکونه د ټولني جوړښت بدلوي چي ورپسې نوي کلتوري ارزښتونه او دودونه زيږوي.
*دا د تاريخ يو درس دی چي واکمنان او حکومتونه بايد د خلکو شکايات واوري او د دولت جوړښت د وخت له غوښتنو سره سم وي وغوي دا شی دولت باثباته ساتي.
*د مختلفو تمدنونو د طلوع و غروب مطالعې مورخان پوهولي دي چي د هر تمدن د زيږېدو، ودي او زوال لاره بېلـه ده.
*تاريخ راته وايي چي له هري لويي واقعې، له هري داخلي جګړې، ثبات بايللو وروسته نه يوازي کلتوري او اجتماعي ارزښتونه بلکي سوله او نېکمرغي هم برباديږي او د نظم و قانون لاسبري ختميږي، او ګډوډي راځي.
*تاريخ چمتو دی چي يو څه رازده کړي خو سوال دا دی چي ايا موږ څه زده کولو ته تيار يو؟
*که هره اداره ټولي واګي په خپلو لاسونو کي رراغونډي کړي او له ځانه تر ګردو لوی قدرت جوړ کړي نو د دې ادارې ملا به تر خپل دران هبار لاندي ماته شي.
*له خپلو ملي ژبو د استفادې په برکت د اروپايي ملتونو د خلاقيت مخي ته ولاړ خنډونه ليري شول او د هر ملت د بېلولو هويت کلچر لا غوړېدو ته مخه پرانيستل شوه.
*تاريخ شاهدي راکوي چي غوړه مالي د خپل مخاطب سترګي ړندوي او پر غلطو لارو ئې سموي د دې وضيعت د دوام نتيجه زوال او ناکامي وي.
*لټون د نويو دنياګانو د موندلو سبب کيږي او له نويو نظريو مو خبروي.
*لټون د پېړيو- پېړيو زاړه دودونه او تاريخ تېر ارزښتونه بې اعتباره کولای شي.
*کله چي د زوال وخت راشي نو نه يوازي بېوزلي خلک بلکي واکمني او زوروري طبقې هم تحقير، بېوزلي او بدمرغي احساسوي.
*موږ له تاريخه دا درس اخلو چي خلک سوله او سوکالي غواړي که د دوى خپل واکمن سوله او سوکالي ورنه کړي ، دوى د ځان ژغورلو لپاره د خارجيانو هرکلى کوي.
اخذ:
د تاريخ ننداره
ليکوال: ډاکټر مبارک علي
ژباړه : اسدالله غضنفر
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320