افغان نیشنلیزم، که افغان سیکتریزم؟ / ندیم اشرف

0 1,029

نېشنلیزم یوه ډله یا حرکت دی چې د ازادۍ او د یوه هېواد د ملت د خپلواکۍ لپاره د استبدادي رژیمونو او بهرني اشغال په وړاندې مقابله کوي. دا ډول نېشنلیزم د ازادۍ له ارزښتونو د دفاع په موخه چې اصلي هدف یې له امپریالیزم او استعمار سره مبارزه او د یو ملي خپلواک حکومت لپاره هڅه ده.

نېشنلیزم ملتپالنه، هېواد پالنه/ هېواد دوستي او د هېواد لپاره د خپلواکۍ غوښتنه ده. نېشنلیزم یو فکري مکتب دی چې خپل نژاد، ملت، حاکمیت او ملي ارزښتونه د نورو هېوادونو او ډلو په نسبت ښه بولي.

د نژاد ښه والي فکر په شلمه پېړۍ کې په المان کې د هټلر او ایټالیا کې د موسولیني لخوا رامنځته شو.

د دې فکري مکتب اصلي د بیان وړ نقطې چې په هغې ټینګار کوي عبارت دي له؛ د نژاد ښه توب، سخت دریځی بهرنی سیاست، ملي ارزښتونو ته لومړیتوب ورکول او د نورو په نسبت ناسم فکر. د دې ډول نېشنلیزم یا نېشنلیسټانو هدف له استعار خلاصون، خپلواک بهرنی سیاست، د نژاد ښه توب او د هېوادني ارزښتونو ساتنه ده.

په دریمه نړۍ کې عموما نېشنلیسټي فعالیتونه له همدې ډلې حسابېږي، چې له نورو ملتونو لرې والی ښيي او نه غواړي چې خپل ملت له نورو سره پرتله کړي. نژاد، ژبه، کلتور او ټولنیز اصول د نورو ملتونو په پرتله غوره ګڼي او د نورو ملتونو ارزښتونه او کلتورنه سپک ورته ښکاري.

له بنسټ څخه نېشنلیسټي فکر له اسلامي اصولو سره لرې والی لري او یوازې په هغه څه ټینګار کوي چې د یو هېواد ملت یې غواړي. کله چې اسلامي اصول او نېشنلیسټي فعالیتونه په ټکر کې راځي نو له اسلامي اصولو تېرېږي او د ملت غوښتنو ته ترجیح ورکوي.

نېشنلیزم د نورو حقوق په نظر کې نه نیسي چې عقلا باید تر انتقاد لاندې ونیول شي، ځکه یوازې خلک او ملتونه په یو او بل نوم باندې ویشي چې ارزښتونه هم بېلږي او دا بیا د ملتونو د تقابل لامل کېږي.

نېښنلیزم په اوس کې په اسلامي هېوادنو کې تر نورو زیات پرمختګ کړی دی، عرب له عجم سره، عجم له عرب سره، ترکان بیا له نورو سره او نژادونه یې هم په تقابل کې واقع کړي دي.

نېشنلیزم یوه ټولنه له بهرني کلتوري اشغال ژغوري خو زیانونه هم لري، ځکه دا ملت په نړیواله کچه منزوي کېږي، له نورو سره یې اړیکې ختمېږي او په ټوله کې د پرمختګ مخه هم نیسي.

نېشنلیزم ډېر ډولونه لري، خو افغانستان په کور دننه له قومي، ژبني او نژادي نېشنلیزم سره لاس او ګرېوان دی چې تاریخي مخینه لري. د نړۍ په کچه د نېشنلیزم له امله له تېرو دوو پېړیو قومي شخړې راپورته شوي، خو په افغانستان کې د اوس خطرناک حاکم نېشنلیزم د قوت شاوخوا څلور لسیزې کېږي.

قومي نېښنلیزم د فرهنګ د خطر په بهانه او د دې په بهانه چې ګواکې د قوم ارزښتونه یې تر پښو لاندې کېږي په یو هېواد کې له بل قوم سره د جنګ لپاره او یا د تقابل لپاره میدان ته دانګي.

افغانستان د ډېرو قومونو کور دی، دا پدیده اوس په ډېرې خطرناکې او وژونکې ټولنیزې ناروغۍ بدله شوي. یوه بله د یادونې وړ نقطه دا ده چې دلته نېشنلیزم یوازې داخلي بڼه خپله کړې چې قومونه، نژادونه او کلتورونه یې ویشلي، که دا چېرته یو ملي نېشنلیزم وای دومره زیان مو نه کاوه. په هغه صورت کې به مونږ له ملي ارزښتونو دفاع کوله او که چېرته تقابل ته هم تللی نو له یو بل ملت سره به مو ټکر راته.

خو بد بختانه اوس دا نېشنلیزم یوازې داخلي بڼه لري چې د داخلي ټکرونو لامل شوی. افغانتسان کې ملي فکره خلک نېشنلیزم ځکه بد یادوي چې فکر کوي دلته یې قومونه ویشلي. خو په اصل کې دا د نېشنلیزم په نوم د داخلي تعصبونو او کشمکشونو اوج دی.

نېشنلیزم د یو ملت د ګډو موخو دفاع کوي خو هغه فعالیتونه چې د یو ملت ګډې ګټې نه خوندې کوي کوچنی سیاستونه او داخلي تعصبونه دي.

په دې کې زیات رول مشران لري چې د قوم او ژبې په نوم تر خپل نفو‌‌ذ لاندې خلک تر اغېز لاندې راولي او ناسمو کړنو ته یې کاږي او د قوم ځپنې په نوم تبلیغات کوي.

استاد غفور لېوال وايي چې افغان محوره نېشنلیزم ته اړتیا ده چې باید پیاوړی شي. ځکه اوس په بېلا بېلو نومونو او ارزښتونو په افغانانو کې د وطن پالنې حس وژل شوی دی. مونږ ته ډېر واړه شیان او زیانمنونکې پدېدې مهمې راښودل شوي دي.

پاکستان په بلوچستان کې د وطن پالنې د حس د وژلو لپاره ډېری بنسټونه او مذهبي مراکز جوړ کړي چې خلکو ته له ازادۍ غوښتلو کرکه ورشي او په نورو کارونو یې مصروف کړي.

اوس په افغانستان کې نېشنلیزم قوي نه دی بلکې تعصوبیزم ته کار شوی چې دا د نېشنلیزم یا وطن پالنې په نوم د پردې تر شا وطن وېشنه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply