امریکه به په ګونډوشی؟ /عبدالرووف لیوال

0 640

طالبانو پتیلې ده چې له روسیې څخه د نویو وسلوپه ترلاسه کولو سره ، جګړې ته اکسلیټر ورکړی اوامریکې ته نورهم زور وښایی تر څو خلیلزاد د خبرولپاره ورسره مخامخ کینی .

هخوا د روسیې ، ایران ، چین او پاکستان استخباراتی چارواکی په اسلام آبادکې راټول او د روس استخباراتی چارواکی (سرګی ناریشکن ) د امریکې چلند ته په افغانستان کې د طالبانو په پلوی ګوت څنډنه وکړه .

څو کلونه وړاندې پخوانى پوځي افسر ويکتور بوټ چې د مرګ په سوداګر مشهور وو ، نوې وسلې او د الوتکو ضد توغندي پر طالبانو پلورلي ول .

ويکتوربوټ د پخوانى شوروي پيلوټ اودنړۍ په کچه د وسلې لوى سوداګر چې ٤۸ کاله عمرلري د تاجکستان په پلازمېنه دو شنبه کې زېږدلى دى، د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته يې انتونوف او الوشن ډوله الوتکې تر لاسه کړې او د ټرانس اکسپورټ کارګو کمپنۍ اوGRU په نومونو هوايي کرښې يې جوړې کړې او همدا رنګه زيات شمېر وسلې يې په القاعده او طالبانو وپلورلې.

نوموړى اته کاله مخکې د تايلندي پوليسو له لورې دامريکا د FBI ادارې په قومانده ونيول شو او د هغه دوسيه امريکا ته وسپارل شوه  .

د بوټ له بندی کیدلو وروسته، څو کاله ‎ له روسیې نه د طالبانو له خوا د وسلو اخیستلو بهیر د پردې تر شاوو- خویوکال وړاندې د روسی چارواکو له خولې ناببره دا خبره راووته چې طالبانو سره نغدی مرسته نه شی کولی – خو د وسلو ورکړې ته یې شین څراغ ولګاوه ، په دې اړه د سيمې د چارو کارپوه وحيد مژده وايي چې د طالبانو نوې وسله ، داسې وسله ده چې د جهاد په دوران کې نه وه ليدل شوې. لکه د سام اوه ډوله راکټونه، نوى بې پس لګد توپونه او GC. ډوله وسله.

طالبان ادعا کوی چې یوه میاشت وړاندې یې د ډګروال توریالی چورلکه په راکټ وویشته چې په هغې که نورپنځه تنه عمله ووژل شول .

د طالبانو يوه لوړ پوړي چارواکي  د نوم له اخیستو پرته ویلی دی چې (دا نا سمه ده چې ګاونډي هېوادونه مونږ سره د وسلې مرسته کوي وسله يوازې د ګاونډيانو له جغرافيايي اقليم څخه موږ ته را لېږدول کېږي، موږ د امریکې له سیمه یزوسیالانو (روسیې ، چین ) سره ښې اړيکې ټينګې کړې دي ، اوس ، اوس موږ دومره امریکایی  وسلې د افغان ځواکونو نه ، څه یرغمل او څه له فساد لړلو نه اخیستی ، چې روسی وسلو ته اړتیا نه پیښیږی ، خو د څرخکو د ویشتلو لپاره وسلې ته اړټیا لرو).
مژده  بیاهم وایی  چې طالبان نه يوازې دا وسله، بلکې هغه نوي چاودېدونکي مواد چې د هغوى په لاس ورکول کېږي ، په جدي بڼه د امريکايانو پر ضد کاروي، او هم د هغوى الوتکې تر بريد لاندې نيسي.
د يادونې وړه ده چې پدې وروستيو کې په افغانستان کې د بهرنيو الوتکو د راغورځېدو څو پېښې هم ليدل شوې چې  د عصری وسلو د ویشتو په وسيله يې د راغورځېدو ګومان کېږي.

څه موده وړاندې یو طالب جګړه مار ویلی وو  چې هغوى يوه الوتکه د قناس په نامه ديوې نوې وسلې په وسيله چې د پيکا مرمۍ خوري  ، را وغورځولې ده.

محمدعارف سروري د ملي امنيت پخوانى رييس   وايي چې لدې هېڅو ک انکار نشي کولاى چې د پخواني شوروي ترړنګېدو وروسته د ختيځې اروپا او د هېواد له پولو څخه بهر له نورو سيمو څخه ډېره وسله په افغانستان کې پر ښکېلو لوريو وپلورل شوه.
دى وايي چې اوسني وسلوال فعاليتونه جوتوی چې يوه داسې سرچينه شته چې دغه وسله د طالبانو په واک کې ورکوي ، د هغه اشاره  د روسیې پلو ته وه .

یاده دې دوی چې طالبانوته د مخدره توکو سوداګرۍ ـ د مخابراتی شرکتونواونورې سیمیزې جریمې د وسلو اخیستلو لپاره لویې سرچینې دی .

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply