سیاسی ملا او کروزین/ عبدالرووف لیوال

0 1,513

پخوازمانو کې چې دملاځای جومات وو، زموږدکلی دلوی جومات ملا (ګردملا)، دا ملا ځکه په ګردملامشهورووچې دنوروملایانو په پرتله یې ټیټه ونه – ګرده څیره ، شډله ږیره اوغټ لنګوټی ( دستار) به یې تاړه چې دده پر ونه یې نورهم اغیز کړی وو، اوسم، دم دفوتبال غونډوسکی ځکه  ورځینې جوړ ووچې غوښن هم وو.

ملاصاحب به خپلې خیرنې جامې دلویې ویالې دغاړې په تخته سنګه داسې مینځلې :

هغه صابون چې په کلی کې دمردارشوی غویی له پږی اولړسن جوړ شوی او ملاته به خیرات راوړل شوی وو ، په خپله جاموومښه اوبیا به یې دلرګی کوتک راواخیست او خپلې جامې به یې دومره په دې سوټی وډبولې چې ملا به له اخ وتوخ نه ووت – خوکله ،کله به زما پلاردکابل ښارنه دوه درې کلچې72%صابون هغه ته ددې لپاره راووړ، چې ماته دسپارې اوقرآن شریف زدکړه آسانه اوپه هغه اوږده لښته مې ونه ډبوی چې تل به دجومات په کنج کې ولاړه وه – اوموږ دکلی ماشومان به سخت ترې ویریدو ،ډیری هلکانو ددغې لښتې په خاطرسبق پریښی وو، ما چې بغدادی سپاره خلاصه ، اوپنج کتاب ته مې شروع وکړه ، (کریما!ببخشابرحال ما + که هستیم اسیرکمند هوا) نودنوی کتاب دپیل لپاره باید جومات ته (شروع) راوړل شوې وای .

شروع : هغه وچه میوه وه چې په هغې کې توتان ، خرمایی سنځلې ، غوزان ، نینې اونور به ګډ وو، خوزما شروع دنورو هلکانو له شروع نه توپیر درلود او هغه دا چې په نوی ګل سیب دستمال کې دکابل نه راوړل شوې کلچې دملا صاحب په خاطر اضافه شوې وې ، شروع مې دملاصاحب مخ ته کیښوده ، ملا صاحب ډیرخوشحاله شو، کلچې یې اویو څه شروع یې په خپله واخیسته او نوره یې زما په نورو ټولیګیوالووویشله ـ ملاصاحب هم ددې په خاطر چې بله لاهم غوړه شروع راوړم پر ما یې په چټکه او تادۍ سره سبق وایی اونږدې به یې له ځان سره کیښنولم ، په ریښتیا هم دشروط الصلوت شروع لا غوړه وه ، خوکله چې مې شروط الصلوت خلاص کړ، پسرلی شو، پلار مې کابل ته راوستم او دمنوچهری په ښوونځی که شامل شوم. لکه څنګه چې دپسرلی په راتګ سره به درحمن بابا اوخوشحالخان لیسې سرحدی ژڼی په لاریو کې بیرته کابل ته راتلل

پاس دې تنګی مستې ځدراڼې    +  جنکۍ ژاړی چې ، وړکی بیا کوبل ته ځینه

دبرتنګی ځینې راتیر شوې        +  له دې ملالې خولې نه به زه درتیره شمه

هسې رخشانه اودلویې پکتیا ژڼی مې په زړه راواوښتل اودنوستالژی پلوولاړو

خودملا قصه : شورویان راغلل – ملا لومړی کس ووچې له نوی واده سره پاکستان ته ټوپ کړ  – ملانه هلته پیښورکې لوی مجاهد هم جوړشو ـ کلونه تیرشول – دحضرت ( مجددی) په پاچایی کې بیرته کابل ته را واوښت ، نور نوهغه پخوا ملا نه وو، لوی قوماندان چې په راتګ سره یې دتربورکمونست پلوی مځکه غصب اوبله کابلی ښځه یې هم وکړه ، وروسته ملا سیاسی شواودطلوع دعابد په خبره ثقیل ترې جوړ او صومبۍ یې له کروزین سره آشنا اودشنوډالروپه شمیریې ګوتې روږدۍ شوې ـ دې سړی په پخوانۍ ښځې اوخلکو باندې ناروا پیل کړه دتربره دځمکې شفداریې دباډیګاردانودکلشینګوف په کنداغونو، مرګانی کړ ، ځکه چې هغه ددولتی مځکې غصب چې دملا(اوسنی وکیل) له خوا شوی وو- دولت ته اطلاع ورکړې وه .

دپخوانې ښځې زوی چې دپلار دا ناکردې ولیدې یوه ورځ يې له خپل پلار نه وپوښتل چې پلاره تاسو دااسلامی انقلاب دڅه لپاره وکړ ؟

پلار یې ځواب ورکړ : داسلام لپاره  .

زوی  : مخکې له هغې اسلام نه وو؟

پلار : ولې وو.

ز : چالمونځ نه کاووه ؟

پ : له ښونه ښه لمونځ کیده .

ز : خلک جومات ته نه تلل ؟

پ : ډیرسوتره اوسپیڅلوجامو کې به تلل .

ز: مکې ته څوک نه شو تلای ؟

پ : ولې ! ډیرارزانه او آسانه .

ز : آیا پرمسلمان تجاوز کیده ؟

پ : یه ! اوس دا چاره روانه ده.

ز : ښه نو تاسې څه بدلون مینځ ته راوړ؟

پ : ځواب نه لرم .

زوی : خواوس دتا زوی لمونځ نه کوی – اوس حضرت حسین ته دخدای لمسی ویل کیږی – ملا ښځې بلاربوی اوله خپلې زنا نه سکسی فلم ډکوی ( ملا لنډی) خلک له حج نه بیزاره او له حجاب نه پوزې ته راغلی – په نجنواوژڼوتجاوز روان دی او دمالت زورور هم په سرو سترګوګرځی اوورته ګوری .

اوس رشوت لکه دمور دشیدو په څیرحلال دی .

اوس : استقلال یواځې دیوه ښوونځی نوم او آزادی هم صرف دیوه ښارګوټی نوم دی بس .

اوس : جمهوریت ،یواځې دیوه روغتون نوم او دموکراسی ددیکتاتورانویوه غوایمه ده .

ملا : زویه  ! لکه چې ته هم کمونست شوی یې – خوموږغواړو چې درواغ حلال شی .

عبدالرووف لیوال

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply