دوه ځوړند جسدونه! / هيله نجيب

0 1,872

ما هغه وینه ولیده چې زما په بدن کې وه، او ستا په ټول وجود خوره وه.

ما هغه لاسونه ولیدل چې زه به يې کلکه په غیږ کې نیولم.

ما خپلې هغه تحفه شوې جامې ولیدلې چې ستا کفن شوې.

ما پیسې ولیدلې چې ستا په پوزه یې ایښې وې، ځکه هیڅکله دې ‘بکسه’ نه لرله.

ما دې په لاس کې سګرټ ولیدل چې کله دې هم نه و څکلی.

ما ستا څیري کالي او ستا ټوټه بدن ولیدو.

ما لُنګۍ والا خلک ولیدل چې خوشحاله وو او په داسې حال یي په خندا یو بل په غیږ کې نیول چې دوه ورونه څنګ په څنګ زړول شوي وو!

ستا کوپړۍ یي نیمه الوزولې وه او بدن یي درته زخمي زخمي کړى و.

– – –

جهان هرڅه کتل او لیدل

اول مې، ځان ډیر بې وسه، مظلوم او یوازې احساس کړ!

خو وروسته مې سر په ډیر ویاړ جګ شو.

ځکه، دا توان مې پیدا کړ چې زه د هر ډول ناروا په مقابل کې ودریږم.

سره له دې چې ‘هغوى’ غوښتل د خپل ځان په څیر دې ککړ کړي، خو ما په حقیقي بڼې ولیدې.

ما هغه دوه زړیدلي جسدونه ولیدل چې تاریخ یي جوړ کړ.

ما هغه نران ولیدل چې په خپله خبره ودریدل!

ما هغه نران ولیدل چې د غوښې او هډوکو جوړ خو تر مرګه مبارزين وو.

ما هغه نران ولیدل چې تسلیم نشول.

ما هغه نران ولیدل چې یوبل ته ګران او تر آخره سره ودریدل.

ما هغه نران ولیدل چې د سولې، یووالي، ولس او افغانستان دپاره قربان شوو.

ما هغه نران په داسې بڼه ولیدل چې څنګه الله جوړ کړي وو.

هیله نجیب الله

سویس، سیپتمبر ۲۶/ ۲۰۱۸

ژباړه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply