افغانانودابله ډالی مو مبارک سه/حبیب الله غمخور

0 655

 

که همداسي ويده اودشعارونوقربانيان اوسئ چې تر تاسو جنگيالی اوجهادي نسته اوس ځان ورته ټينگ کړی .

همدا شېبه چې دشپې ډوډی  خوړلوته مو تياري نيول په تاند ويب پاڼه کي دا دردونکی او حيرانونکی خبر ولوست :د داعش مشر ابوبکر بغدادي افغانستان ته راغلی .

زه پوه نسوم چې دا ښاغلی تر افغانستان پوري څنگه راورسېدي ؟ اوبياسمدواره ډله ايزي رسني پرې خبري سوې ؟

داخبره ځکه کوم ،که داښاغلی په جعلي اسنادوتر افغانستان پوري رارسېدلی وي نو بيا داډله ايازي رسنی څنکه ډير ژرپرې خبري سوې ؟

دالاندي افسانه چې نړيوال قاتل دراتگ لپاره جوړه سوې ديوه بې عقل او ماشوم لپاره به دمنلو وړوي ،ځکه که امريکا رښتيا وايي هغه دامريکا داستخباراتي شبکې تر کنترول لاندي دي ،نوکه داسي ده داکنترول داډول وي ؟ چي يوه هوښيارته دامريکا اونړيوالی ټولني لخوا داډول کنترول دمنلو وړندي ،بلکي دولسونو غولول دي  .

تاند- د شرق الاوسط ورځپاڼې د راپور له مخې، د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې مشر ابوبکر بغدادي د ایران له لارې افغانستان ته تښتېدلی دی .

زما له نظره داخبره دهيچا لپاره دمنلو وړنده . ځکه ايران له داعيش ره مذهبي اختلاف اودښمني لري .دايران هيوادته داخيلېدل اوله هغه نه وتل داسي ساده ندي لکه چي موږ ته یې پدې راپورکي راڅرگندوي ،ځکه ايران پرخپلو سرحداتوتر اروپا زيات کنترول لري .

ورځپاڼې نن /دوشنبه/ ویلي چې بغدادي د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان پولې ته نژدې مېشت شوی دی .

د پاکستان د امنیتي سرچینو پر اساس بغدادي د ایران له زاهدان ښاره، چې د افغانستان او پاکستان پولو ته نژدې دی، افغانستان ته اوښتی دی  .

شرق الاوسط زیاتوي، د سرچینو پر اساس د داعش غړي د ایران د سپاه پاسداران د انقلابي ځواک له لوري په زاهدان کې ساتل کېږي.

ورځپاڼه وايي چې د سپاه پاسداران له لوري د داعش ملاتړ دې ته په پام حیرانوونکی دی چې ایران په سوریه کې د داعش په شان له ترهګرو ډلو سره جنګېږي. ایران په سوریه کې د بشاراسد د رژیم د پلوي ځواکونو ملاتړ کوي او د سپاه پاسداران ځواکونه یې هم د همدې هدف لپاره سوریې ته لېږلي دي. September 24, 2018

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply