د ملکی تلفاتو زیاتوالې پیل شوې غیر رسمي/ دوکتور م، عثمان تره کی

0 665

28/09/2018                                                                                                                            دوکتور م، عثمان تره کی

د ملکی تلفاتو زیاتوالې پیل شوې غیر رسمي

د سولې مذاکراتو سره تړاو لري !

یوناما ( په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ) چه باید د افغانستان په جګړه کې سولې سره په

تړاو محوري رول ولوبوي، غالباً د هغو جنایتونو  چه د جګړې په ساحه کې ترسره کیږي چوپه خوله پاتې کیږي. په ځینو مواردو کې زیاتره تشریفاتي دریځ غوره کوي. یعنې کله ناکله د دیپلوماتیکو الزاماتو تر اغیز لاندې د مړو شمیر اعلانوې. خو یوناما په نوې اعلامیه کې په بیسارې توګه  په تونده لهجه د جګړې زیاتوالې او شدت داسې تر نیوکې لاندې نیولې :  

’‘ د تير کال ( ٢٠١٧) په پرتله په افغانستان کې د ملکي وګړو تلفات ۵۲ سلنه زیات شوي دي.

 

د ۲۰۱۷ زيږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۱۴۹ تنه ملکي وګړي په هوايي بريدونو کې وژل شوي. ۲۰۴ نور ټپيان وو. د تلفاتو شمیر د ۲۰۱۸ کال په نسبت ۵۲ سلنه زياته شوې ده.

 

د دغو ملکي تلفاتو ۵۲ سلنه مسؤليت د افغان ځواکونو، ۴۵ سلنه د بهرنيو ځواکونو او درې فيصده يې د دولت پلوه ځواکونو له په غاړه دی‘‘ .

د ګډ حکومت د دفاع وزير وړمه ورځ ( د سپتامبر ٢٣ ) مشرانو جرګې ته په خپلو خبرو کې ويلي و، چې يوازې تېره مياشت د طالبانو په بريدونو او چاودنو کې ۵۱۳ عسکر وژل شوي او ۷۱۸ ټپيان وو. خو ګډ حکومت او امريکا د خپلو عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه رسنيو ته سم معلومات نه ورکوي. د عسکرو مرګ ژوبله تر هغه څو چنده زياته ده چه حکومت يې رسنيو سره شريکوي ‘‘.

 

ولې سږ کال جګړه شدت موندلې او هغې سره جوخت ملکي تلفات زیات شوې ؟ پوښتنه دا ده چه

د جګړې زیاتوالې مختلف بهرني او کورني  لاملونه لرلي شي :

1 – بهرني لاملونه :

* د امریکا – پاکستان او امریکا- ایران د اړیکو خرابوالې.

 د سوریې او عراق د  شاتک نه وروسته د داعش پام  افغانستان خوأ ته. *

2 – كورني لاملونه : پدغه برخه کې  تخنیکي او سیاسي ملاحظات مطرح کولي شو.

تخنیکي پدې مانا چه :

  د افغانستان په جګړه کې دولتونه سره نه جنګیږي. دولتونه د خپلې پیاوړې جنګي ماشین  ( اتوماتیکو بی پیلوته الوتکو او بی- 52 ) د  مقاومت ملیشیې سره مخ دي چه عادي وسلې لري.

 یوناما کله چه د بمباریو په ترڅ کې د ملکي خلکو د تلفاتو د زیاتوالې نه خبرې کوي همدغه واقعیت ته ګوته نیسي.

 په یو ویشتم  پیړي کې  په ذروي ځواک باندې قبضه  د دولتونو تر منځ نښته له منځه وړې ده. جګړه مار دولتونه له هغو ملیشیائي دلو سره په تکر کې دي چه په ښارونو کې د ولس په منځ کې مورچل جوړوي. پدغه نا متعادله جګړه کې د متخاصمو اړخونو تر منځ د قواوو نسبي اندول وجود نلري. كوم چه دولت په جګړه کې د حربي تکنولوژي په حساب برلاسي لري، کولي شي بلې لورې ته زیاتره تاوان ورسوي او  د  ملکي تلفاتو د زیاتیدو لامل وګرځي. لویدیزوال تر اوسه پورې د خپلې جنګي ماشین جوړښت د ملیشیائي جګړې له غوښتنې سره ندې سمبال کړې.

سیاسي ملاحظات پدې مانا چه :

د امریکا نوې حکومت د یوه  واقعبینانه دریځ له مخې د وسله وال مقاومت سره غیر رسمي مذاکراتو ته کیناست. خو دلته  د سولې پروسه، د دواړو جنګي دلو په منګولو کې ایسار پاتې شوه. په واقعیت کې  د جګړې اړخونه په یوه جګړه ایزه  چاپیریال، خبرو اترو ته پیل وکړل. طبعاً د مذاکراتو په پیل کې متنازع فیه موضوعات مطرح شول چه اړخونه یې نه غوښتل د بلې لورې په ګته د خپل دریځ نه تیر شي.مذاکرات وځندول شول. په بل عبارت  د خبرو اترو په  ځندولو کې  د متنازع فیه موضوعاتو حل،  جګړې دګر ته حواله شول. د جګړې په میدان  متحاربو دلو د راتلونکی مذاکراتو په ترڅ کې د برلاسي لرلو په موخه توپک ته لاس واچاوه. جګړه شدت وموند او د ملکي او غیر ملکي تلفاتو کچه لوړه شوه.

بناً د جګړې شدت او د تلفاتو زیاتوالې اصلي لامل دا دي چه د خبرو اترو  په اجندأ  کې  د موضوعاتو هغه منطقي تَقَدُم او تأ خُر پړاونه چه تینګه سولې ورته اړتیا لري، له  پامه غورځوله شویده. د سولې مذاکرات  چه په کې د جګړې د شدت مخه نیوله کیږي د لاندې درې پړاونو نه تیریږي : اوربند، متارکه او سوله.

د جګړې په میدان کې د قواوو د معادلې په بنست  هر پړاو ځانته ځانګړې اجندأ لرلي شي .

دلته باید څو تکې ته پام واړول شي :

– خبرو اترو ته رسمیت وربښل.

– هغه اړخه چه جګړه پیله کړې بلې لورې ته د اوربند وړاندېز ورکول.

– د جګړې زیاتوالې د مخنیوي په موخه د  مذاکراتو د پړاونو تر منځ  زماني واتن حد اقل ته رسول.

– د سولې د یوه  واقعبینانه پلان سره خبرو اترو ته ورننوتل.

خو موږ نپوهیږو چه د مذاکراتو پیل بې لدې چه د اجندأ په سر کې اوربند ځاي ولري د امریکائیانو غلطي ده یا  د جګړې د شدت او پراختیا په موخه  یو هدفمنده پلان ؟

پای

فرانسه – 28/09/2018

دوکتورم،عثمان تره کی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply