د ولسي جرګې د انتخاباتو نتیجه به څنګه وي؟ / اغاملوک سهار

0 756

که څه هم د ولسی جرګې په انتخاباتو کې مشکلات ډیر وو، ولی دا هم باید ووایم چې تر ډیره د پخوا په نسبت د رای اچونې له اړخه شفاف انتخابات وو.

۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کال ریاست جمهورې ټولټاکنې او د ۲۰۱۰ کال د ولسي جرګې ټولټاکنې ډیرې له درغلیو ډکې وې. حتا ما په سترګو هغه وخت ولیدل چې ډیری رئیس محلانو او ډیفسېانو او نوماندانو به ځان سره تر څو زره د انتخاباتي کارتونو کاپيانې درلودې. او دیته ورته نور د درغلیو لارې چارې چې په ناندریو او جنجالونو یې موږ ټول خبر یو،. ولی تیره ورځ او نن په انتخاباتو کې د دې ډول پیښو احتمال ډیر کم دی.

ولي په اوسنی په اصطلاح بایومتریک سیستم کار لږ پیچلی کړ، او د کمیسون کمزوری مدیریت، د مرګزې احصایې د ادارې مداخله، د ناظریونو ډیروالی او ډیر د نوم پلټول ناسم الګوریتم نور هم رایه اچونه خلګو ته سخته کړه، خو د بایومتریک او محلی رایې اچونې په صورت کې نوم پلټلو ته هیڅ اړتیا نه وه. هیله ده خلګ په ټکنالوجي اعتماد له لاسه ورنکړي.

دوهمه پیچلتیا له دې وروسته پیل کیږي. دا چې له ټولو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو څخه به دا ټول ډیوایسونه (هغه هم که چیرته د انتخاباتو تر وروستي ساعته چارج ولري، په سم ډول ډيټا انترې سي او کمیسون ته بیرته تسلیم سي) او د رایې صندقونه او لیستونه راټولیږي، او بیرته به کابل کې دانه په دانه ټوله ډيتا له ډیوایسونه څخه سرور ته کاپی کیږي. رایې به چک کیږي. او سخته لا داده چې رایې ورکې، په لیست کې نوم او سیستم کې ثبت سوی عکسونو ترمنځ اسانه لار او پلټنې الګوریتم نسته چې څنګه یې سره مقایسه کړي؟ او تکرارې رایه باطله کړي. د مثلا په ډول دي سیستم زیربنا نه درلود چې د خلګو ډيتا مخکې له مخکې په سستم کې ثبت وی او نه دا سیستم ټول اړخونه مطالعه سوی وو، او نه زموږ د هیواد له شرایطو او نورو اړخونو سره سم ډیزاین سوی وو.

او بله لویه نیمګړتیا دا وه چې دا Single Scanner موبایل ډیواسونه وو یعنی یوه ګوته په یو وخت کې سکن او ثبت کوي، نه ټولې ګوتې، نو که یو کس شل تذکری ولری نو ګوتي په بدلوولو سره شل رایې اچولی سي.

هغه مرکزونو کې ډیوایسونه ندی کاریدلی او یا ورک او یا د ورځی ترپایه یې کار ندی کړي، د رایو سرنوشت به څنګه کیږي بله لویه ننګونه ده.

د رایو ډیروالي مهم ندی بلکي شفاف والي یې مهم دی. که ډایوسونه سم کار وکړي او سرور یې پروسیس کړي او څه ډول چې د انتخاباتو کمیسونه ویلی هغه ډول ټول مراحل ترسره سي نو زما په نظر له ۵۰٪-۷۰٪ شفافیت تضمین کولای سي، پاته برخه کې به کاغذی سیستم او نظارت مرسته کوي.

د انتخاباتو  کمیسون پلان لري د راتلونکي میلادي میاشتې په لسم نیټه نتایج اعلان کړي فکر نه کوم دي خڼدونو او پیچلي پروسیس سره دي دومره زر دا کار وسي. خو که نتایج زر یا وروسته اعلان هم سي، د نوماندانو ناندرې او شکایتونه به ډیر وي، ځکه د افغانستان غوندي یو هیواد کې چې تر ډیره په نورې تکیه ده او زیربنا او مسلکی ټیمونه نشتون، په دی برخه کې پخوا کوم شفافیت نه وو او په کار کې د نورو مداخله یې ډول ډول شکونه او اندیښنې رامنځته کوي.

په ټوله کې له ډیرو ستونزو سره سره رایې اچونه تر ډیره شفافه وه، خو د نتایجو سم او په وخت معلومیدلو لپاره لا ستونزې او ننګوني سته، چې وروسته به معلومیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply