د کندهار د دردونکې پېښې په اړه/ اجمل اند

0 851

د کندهار د دردونکې پېښې په اړه، ارګ او نورو حکومتي چارواکو په لومړي سر کې په بې تفاوتۍ او بې پروايۍ عکس العمل وښود، پرته له دې چې د پېښې درندوالي ته پام وکړي، سرسري پیغامونه یې خپاره کړل. د ولسمشر په ویډیوپیغام کې ان د جنرال عبدالرزاق نوم بشپړ یاد نه شو. د انتقام یا غچ خبره هیڅ کوم چارواکي ونه کړه. مرکزي او سیمه ایزو واکمنو د پېښې د څرنګوالي په اړه تر ډیره رسنیو ته سم جزییات ورنه کړل، او پر ته له اړتیا یې هغه معلومات هم پټ کړل چې دوی درلودل. تر درې ورځو څرګنده نه وه چې والي زلمی ویسا ژوندی دی او که مړ؟ ټپیانو کې څوک شامل دي؟ دا بې پروايي او د معلوماتو په ورکولو کې بې نظمي ددې سبب شوه چې په ټولنیزو رسنیو کې ګڼې اوازې خپرې شي، او داسې پوښتنې راپورته شي، چې خلک پر هر چا او هر څه شکمن شي. زموږ چارواکٍي خو د عمل هسې هم نه دي، پر مهمو مسلو یې خبرې هم داسې ژوولې وي لکه نسوار یې چې خوله کې وي.

ما په تیرو څو کلونو کې له چارواکو داسې وینا یا خبرې نه دي اوریدلي چې د صداقت او خلوص څرک په کې ولګیږي، د عام ولس په ژبه د هغو پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووايي، او د خلکو زړه ته لاره وکړي. بس ویناوې یې لکه د اقتصاد د پوهنځي د څلورم کال پیچلي لیکچرونه وي، چې ان محصلان هم ترې پیټیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply