ته ملا ته ووایه
ټول به مینه مینه شو څو اوښکې روانې شي
ځو به د منزل په لور څو شاړې ابادې شي
دا د غم ټغر اخر څنډې ته کیدل غواړي
لامبو د خولو ډنډ کې څو مو جوړې چارې شي
دا آسمان خراش غرونه ډک دی له لعلونونه
لاس به پرې تڼاکې کړو څو ټول لارې لارې شي…