هغه سوال چې پس له څلوېښت کالو راسره حل شو

غلام نبي ګل

1,467

هغه سوال چې پس له څلوېښت کالو راسره حل شو

په پېښور کې له روسانو سره د جهاد د پیل سره جوخت نه خو بیا لږ وروسته د وحدت په نوم یو اخبار چلیده. فکر کوم چې اوس به نوموړی اخبار ۴۰ کلن شوی وي. په دې اخبار کې د نورالبشر نوید په نوم یو پياوړي لیکوال یو کالم چلاوه چې هره ورځ به یې نوې موضوع ور اچوله. هغه وخت زه ځوان وم، او فکري نړۍ مې دومره پراخه نه وه، ما سره به سوال دا وو چې دا نوید صاحب هره ورځ دومره کاغذ پیچ او نوي موضوعات له کومه کوي؟ همدا تیره هفته مې د یوه همسایه په مبایل کې یو ویډیو کتله، په دې ویډیو کې تراب صاحب نظم وايي، متقي صاحب او یو شمیر نور غازیان مشران ورته ناست دي، د ویډیو په پای کې انانسر اعلان وکړ چې د متقي صاحب لخو تراب صاحب ته یو ایفون مبایل ډالئ شو. زه د ایفون له قیمت نه خبر نه وم، مونږ سره ناست یوه ځوان وویل چې د دې مبایل قیمت ۱۲۰۰ ډالره ده. ما دستي په ذهن کې ۱۲۰۰ ډالر افغانۍ کړل او اوړه مې پرې راونیول، ۶۰ بوجۍ وړه شو، یعنې د ۶۰ وړو کورنیو د یوې میاشتې خوراک. همدلته وو چې زه په دې وپوهیدم چې په دې نابرابره نړۍ کې که یو څوک فکر په کار واچوي، نوي او کاغذ پیچ موضوعات کمی نلري. د بیلګې په توګه، یواځې د همدې موضوع په شاوخوا تر یوې میاشتې یو اخبار ته یو کالم لیکل کیدای شي.

لکه:

متقي صاحب دومره پیسې له کومه کړې؟

که دا پیسې د بیت المال وې، د بیت المال د جنس یا نغدو د ورکړې صلاحیت په اسلامي ټولنه کې یواځې امیرالمومنین لري.

ولې دومره قیمتي ډالئ؟

په داسې حال کې چې د ډنډور چیانو له خولې موږ د لوږې سره مخ یو او د آیفون پیسې هم له ملک څخه بهر وځي.

تراب صاحب یو نامور، وتلی حماسي شاعر ده او شاعري یې بې له شکه د وطن په ازادئ کې خپل اثر درلودلی، خو تراب صاحب په خپله بزرګوارۍ په یو لس زره افغانګي مبایل هم ګذاره کولای شوه، ولې مو په یو منصب و نه نازوه؟ چې هغه ستاسې صلاحیت وو او د تراب صاحب حق.

که چیرته دا دومره پیسې تاسې له خوراک نه سپما کړې وي، د مسلمانانو لمړني خلیفه حضرت ابوبکر صدیق (رض) له خوراک نه د سپما پیسې چې په یوه کوزه کې یې ساتلې وې د یو وصیت خط سره چې له پیسو سره ایښی وو او په هغه کې یې لیکلي وو چې زویه زما د وفات نه وروسته چې هر څوک زما ځای ناستی شو،  دا کوزه هغه ته وسپاره. تاسې ولې داسې یو کار ونکړ پداسې حال کې چې بیت المال غلو لوټلی ده.

ولې مو په دې فکر ندی کړی چې د حکامو هر عمل په ذره بین څارل کیږي؟

متقي صاحب پوهیږم چې په هغه لحظه کې به احساسات درباندې غالب شوې وي، احساسات مو قابل د قدر دي خو دا باید په یاد ولرئ چې حکام د خاصو حالاتو نه غیر احساساتي عمل نکوي.

ګران متقي صاحب!

ماته منلي یاست. لیدل مو ګران کار ده، انټرنیټي آدرس مو راسره نه وه، نو په دې هیله مې دا څو کرښې ولیکلې چې دیوار موش دارد، موش ګوش دارد له طریقه به تاسو ته ورسیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.