د هیواد ختیځ زون په ځانګړي ډول ننګرهار د زینتي بوټو، ګلانو مثمرو او

غلام نبي ګل

1,356

د هیواد ختیځ زون په ځانګړي ډول ننګرهار د زینتي بوټو، ګلانو مثمرو او غیر مثمرو بوټو د روزنې په پراخه کچه د تولید وړتیا لري

د سر خبرې :

ننګرهار د مدیترانه یي اقلیم په درلودو د پاکستان او هند په شان د دې جوګه ده چې د طلایي مرغۍ په نوم ترې یادونه وشي.

شرقي سیمه په سر کې یې ننګرهار په ماضي کې د ګلانو او ښایسته بوټو د روزنې او نمو د مناسب اقلیم په درلودلو د مغلي امپراطورانو او په دې نژدې ماضي کې د محمدزیې شاهانو پام ځانته اړولی و چې ښکاره بیلګې یې د مملې باغ ، کوکب، سراج عمارت باغونه دې له اوریدو چې تر انقلاب دمخه د لسګونو ډولونو د ګلانو او زینتي بوټو درلودونکي و. اوس د دې اړتیا ده چې د زراعت محترم وزارت د شرقي زون لپاره د زینتي بوټو او ګلانو د روزنې او په مختلفو برخو کې ترې د ګټې اخیستنې په غرض دغه کرنیزه برخه   خپلو نورو کرنیزو فعالیتونو په خوا کې د یو جلا او ځانګړي سکتور په حیث په خپلو تشکیلاتو کې ځای ورکړي.

که چیرې د کرنې محترم وزارت په راتلونکي کې پدې وتوانیـږي چې کرنیز محصولات اختصاصي کړي او د یو یا څو نباتاتو لپاره د هیواد یو خاصه سیمه یا ولایت ځانګړی کړي لکه د کچالو لپاره بامیان، د زعفران لپاره هرات، د انارو لپاره کندهار بې له شکه به د شرقي زون لپاره ګلان او زینتي بوټي په برخه رسیدلي وي.

د زراعت محترم وزارت باید یو پراخه سروې تر سره کړي څو معلومه شي چې په کومه اندازه د مصنوعي ګلانو او بوټو خام مواد هیواد ته واردېــږي او په همدې ډول باید هیواد ته د واردېدونکو بوټو اندازه هم معلومه شي، او په سروې کې دا هم معلومه شي چې د مصنوعي ګلانو پلاستیک څومره زیان بار ده.

په شرقي زون کې د مثمرو او غیر مثمرو او زینتي بوټو د تولید اوسنی حالت:

تر کومه چې کره معلومات لرو په هیواد مین شخصیت خدای(ج) بښلی ډاکټر صیب عبدالوکیل د باغدارۍ په برخه کې خپلې هڅې له مڼو پیل کړې وې خو بیا یې خپلې هڅې په نورو مثمرو بوټو لکه زردالو، شفتالو، لوکاټ، ناک، انګور او داسې نورو هم متمرکزې کړې. د دې چارې د لا ګړندي پرمختګ لپاره د هغه طرحه دا وه چې د هیواد د سړو سیمو لپاره یې هم د بوټو د تولید لپاره شرقي زون انتخاب کړی وه او عملاً یې هم پدې برخه کې کار کاوه چې اوس هم د هغه لخوا د روزل شوو کسانو لخوا دا چاره دوام لري. په شرقي زون کې د زړو چټک زرغونیدل او وده او همدارنګه د قلمو چټکه وده موږ ته دا فرصت راکوي چې د سړو سیمو په تناسب په لږ وخت کې زیات بوټي تولید کړو.

په هیوادنۍ کچه د کرنې محترم وزارت ته پکار دي چې پورته ټکو ته پام وکړي. په فعلي وخت کې پدې برخه کې د حکومت او شخصي سکتور هڅې په نیست برابرې دي. فعلاً زموږ د میوه لرونکو بوټو تولید د هیواد ۲۰٪ اړتیا نه پوره کوي، د دې په خوا کې د زینتي او غیر مثمرو بوټو تولید خو اصلاً په فیصدي کې نه راځي. همدارنګه د غرنیو بوټو لکه جلغوزه، نښتر، څيړۍ، بیره، شنې یا وحشي پستې ته خو د چا هیڅ پام نده. په شرقي زون خصوصاً ننګرهار کې به د نرسري ګانو پراخه ایجادیدنه د دې باعث شي چې مختلف ډوله بوټي او نیالګي وروزل شي او د څو لسیزو په جریان کې به د غرونو په شمول پراخې سیمې سمسورې شي. خو دا کار پراخه کلتوري او فني هڅو ته اړتیا لري د اقتصاد علم حکم کوي چې بازار او تولید د یو بل تکمیلوونکي دي. که خلک د خپلو کورونو د پاکوالي خیال ونه ساتي په بازار کې به جارو پیدا نشي. او که خلک هره ورځ خپل کورونه پاکوي نو بازار به له جاروګانو ډک شي حتآ خلک به د جارو تخمونه وکري. د ۴۰ کلنې جګړې اود نفوسو د چټکې ودې یو له بدو پایلو دا ده چې موږ په ملي کچه ډېرې شنې ساحې له لاسه ورکړو، اوس یې په ملي کچه بیا زرغونولو ته اړتیا ده. که له اړتیا سره سم دولت او خلک په ښاري سطحه د زینتي بوټو او ګلانو اړتیا حس کړي او د ښارونو په نژدې دښتو او غرونو کې کې د مصنوعي ځنګلونو مزایاوو او په لوړو ارتفاعاتو او غرونو کې د طبیعي ځنګلونو اقتصادي ارزښت د یوې ملي اړتیا په حیث وپیژني بې له شکه به هر څوک په خپله برخه کې لاس په کار شي.

په فعلي وخت کې شرقي زون یواځې د یوې یونیمې میاشتې یعنې د دلوې له لومړۍ نېټې د حوت تر ۱۵ مې پورې د ښارونو په کومه څنډه کې د مثمرو او غیر مثمروبوټو بازار وي چې دا ډېره کمه موده ده. له بلې خوا په بازار کې شته بوټي که هغه داخلي وي یا خارجي بې له سرټيفیکټ او مشخص ادرس نه پلورل کېږي چې د دې کړنې همدا اوس تاوانونه روښانه دي ځکه په بازار کې د بعضو میوو خصوصاً مالتو او امروتو کیفیت ښه نده او له پاکستانی مالتو او امروتو سره د کیفیت په لحاظ سیالي نشي کولی. د نرسریانو په راجستر کولو او هغو ته د فني زده کړو په ورکولو به دا ستونزه حل شي.

د ګلانو او زینتي بوټو اقتصادي ارزښت:

ګلان او زینتي بوټي زموږ په هیواد کې په پراخه کچه استعمال لري. د یو ماشوم له زیږیدنې واخله بیا تر مړینې هغه وخت چې مصنوعي او کاغذي ګلانو رواج نه وه موندلی د طبیعي ګلونو استعمال عام و کله چې به په کوم کور کې نر ماشوم وزیږید نایانو به د ماشوم په اقاربو د ګلاني د اخیستلو په نوم ګلان ویشل. همدا اوس هم نورستاني او پشه یې ځوانان په خپلو پکولونو او پیغلې یې په خپلو اوربلونو کې تازه ګلان ټومبي که چېرې سړی د هیواد په هره برخه کې قبرستانونو ته ولاړ شي وبه ویني چې په لسګونو قبرونه په ځانګړي ډول د ځوانانو او پیغلو قبرونه په مصنوعي ګلانو پوښل شویدي.

په کال کې له هیواد څخه ۳۰۰۰۰ اشخاص حج ته ځي چې اکثراً په تګ راتګ کې ورته موټر ګلپوش کېږي. علاوه پر دې هر حاجي ته یې د دوستانو لخوا د غاړې او په ګلداني کې جوړ مصنوعي ګلان وړل کېږي.

په همدې ډول په ودونو کې سالانه په لسګونو زره موټر ګلپوش کېږي، همدارنګه د هر نوي مقرر شوي رییس او مدیر دفترونه او کورونه د خلکو لخوا د راوړل شویو مصنوعي ګلانو ډک وي، همدارنګه په هیوادنۍ اندازه د نړیوالو تالارونو د ستیج مخه په ګلانو پوښل شوي وي خو زموږ په هیواد کې داسې کړنه هم په مصنوعي ګلانو وي خو په نورو هیوادو کې معمولاً طبیعي ګلان وي.

د مصنوعي ګلانو او بوټو پورته پراخ استعمال ته په کتو ښکاره ده چې په سلګونو میلیونه افغانۍ هغه هم د ډالر په شکل زموږ له هیواد څخه وځي ځکه چې د دې ټولو مصنوعي ګلانو خام مواد له خارجه او ګاونډې هیوادو څخه هیواد ته راځي. د مصنوعي ګلانو دا پراخ استعمال علاوه پر دې چې زموږ د اقتصاد لپاره یو قوي ضربه ده د دې په خوا کې همدا مصنوعي ګلان چې اکثراً پلاستیکي وي د هوا او محیط په ککړتیا کې ښکاره منفي اثرات لري.

د ستونزې د حل لارې چارې

 د کرنې محترم وزارت ته لاندې پیشنهادونه لرو څو د عملي کیدو په صورت کې یې هیوادوال د یو پراخه اقتصادي او کلتوري پرمختګ ګواهان واوسي.

ـ د شرقي زون د زراعتي ریاستونو په چوکاټ کې باید د زینتي بوټو، ګلانو او نرسریانو یو جدا او ځانګړی دیپارتمنت ایجاد شي.

ـ د کرنې محترم وزارت باید د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په همغږۍ د ګلانو او په ګلدانونو کې د زینتي بوټو او ګلانو د استعمال لپاره په ګډه کار وکړي. څو په مختلفو مراسمو کې د طبیعي ګلانو او بوټو استعمال په یو کلتور بدل شي.

ـ د کرنې محترم وزارت ته پیشنهاد کوو څو د اقتصاد وزارت سره په همغږۍ په شرقي زون کې د عطرو د جوړولو د فابریکو په اړه له داخلي او بهرنیو مراجعو سره په تماس کې شي.

ـ د کرنې محترم وزارت ته وړاندیز کوو څو د لوړو زده کړو وزارت سره په مشوره د زراعت په پوهنځیو کې د ګلانو او زینتي بوټو اختصاصي دیپارتمنتونه ایجاد کړي.

ـ د کرنې محترم وزارت باید د معارف له وزارت سره په مشوره د هیواد په زراعتي لیسو او انسټیوټونو کې کې د ګلانو او زینتي بوټو د روزنې(نرسریانو) دیپارتمنتونه ایجاد کړي څو محصلین وکولی شي په کمه موده کې د نرسریانو په جوړولو د کاروبار څښتنان شي.

ـ د کرنې محترم وزارت ته وړاندیز کوو څو د خپلو پراخو املاکو په درلودو د لویو لارو په خوا کې ساحې د نرسریانو لپاره ځانګړې کړي او د دې برخې په کار پوهو اشخاصو یې د اجارې په توګه وویشي.

ـ د کرنې محترم وزارت باید په شرقي زون کې د ګلانو او زینتي بوټو کلنۍ میله او نندارتون جوړ کړي او په ممتازو نرسریانو او ګل تولیدوونکو نغدي جوایز وویشي.

ـ دولتي کارمندان په ځانګړي ډول د زراعت کارکوونکي باید په لومړي سر کې د خوښۍ په مراسمو کې د طبیعي ګلانو او زینتي بوټو راکړه ورکړه عامه کړي او د واده په مراسمو کې د ناوې او شاه موټر په طبیعي ګلانو وپوښي.

ـ شخصي تلوزیونونه او مطبوعات باید د خوښۍ په مراسمو کې د طبیعي ګلانو او زینتي بوټو رواجول تبلیغ کړي.

ـ د زراعت محترم وزارت باید د خپلو سنتي بوټو او ګلانو چې نسلونه یې د ورکیدو په حال کې دي د نرسریانو په واسطه بیرته تکثیر او رواج کړي.

ـ په قبرستانونو او هدیرو کې چې یو وخت د نرګسو او زمبقو کشت پکې تقریباً عام وه په خلکو او کورنیو د نرګسو او زمبقو کونټي وویشي او دا چاره تبلیغ کړي.

ـ د کرنې محترم وزارت کولی شي څو د محیط زیست پاک ساتلو له لوی ریاست سره په ګډه کار وکړي څو د مصنوعي ګلانو له ګلدانونو چې اکثراً پلاستیکي وي محیط زیست ته له اضرارو څخه هیوادوال خبر کړي.

پایله :

ـ همدا اوس هیواد ته د میلیونونو افغانیو په ارزښت زینتي بوټي، ګلان او د ګلانو تخمونه له بهره راواردیـږي. په کور دننه تولید به وکړی شي چې بهر ته زموږ د پیسو د تللو مخنیوی وشي.

ـ د ګلانو د کښت په عامیدلو به زموږ د شاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

ـ د ګلانو او زینتي بوټو د نرسریانو په زیاتیدو به کلالي صنعت وده وکړي.

ـ دا چې نرسریانې زیاتې سرمایه ګذارۍ ته اړتیا نه لري یو څوک کولی شي حتا په دوه زره افغانیو پدې برخه کې خپل فعالیت شروع کړي.

ـ که چیرته د خوښۍ په مراسمو کې د طبیعي زینتي بوټو د ګلدانونو وړل عام شي خلک کولی شي او باید هم دا کار وکړي چې دا بوټي له ګلدان نه حویلۍ یا ځمکې ته انتقال کړي پدې توګه به د هیواد د سرسبزۍ لپاره هم پراخه کار شوی وي.

ـ د طبیعي بوټو او ګلانو په دودیدو به په میلیونونو ډالر چې د مصنوعي ګلانو د خامو موادو په رانیولو له هیواد بهر وځي هیواد ته پاتې شي دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې د طبیعي ګلانو په تولید ډېرې پیسې نه مصرفیږي.

ـ کله چې په شرقي زون کې د ګلو کر د یوې عایداتي سرچینې په توګه زیات شي سرمایه لرونکي به یې د عطرو په صنعت ډېر ژر فکر وکړي ځکه چې د خوشبویې استعمال سنت ده او عطر په هیواد کې او د هیواد نه بهر ښه بازار لري.

۱/۱۰/۱۳۹۷

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.