Browsing Tag

نور محمد لاهو

غزل

لکه زخم په سینه کې زما اوسې لکه درد هره شیبه کې زما اوسې یوه یخه د اوبو خوږه چینه یې بیابان کې په غرمه کې زما اوسې لکه شین لوګی د عودو په هوا کې لکه ژیړ رنګ په لمبه کې زما اوسې ته یو ستوری د میزان یې د خوندونو د…

هیروم دې

هیروم دې هیروم دې ، درنه ځمه لکه ونې چې توپان کې خپلې پښې له ځانه پرې کړلې مرغۍ شوه لکه پوندو د یو آس نه پورته شوې سپينه دوړه چې له باده سره مل شوه بیا رانغله هیروم دې هیروم دې ما هم وریځو ته ویلي چې باران لکه ماشوم په دې قانع…

د ګلانو دیوالونه

یو تور باد له یوه غره رالګیدلی د ځنګله په څير شنې لښتې ورسره دي د دې باغ پر دیواله د یوه ګل راځړوند لاسونه یې ورمات کړل د دې باغ په بنفشو مې زړه خوږیږی چې یې پاڼو نوې نوې د لیلو له خوږو زلفو نڅاګانې دي زده کړي شیبه پس به یې په وینو…

لکه سیند

لکه سیند .... لا مې هم ستا د یادونو ، سره زخمونه ، په سینه کې د باران د لامده غږ په څير تازه دي پیړۍ وشوې یاره ستا پر شنې لمنې ، دا ګلان ، هسې تازه دي او اوس هم چې آسمان شین وي یو شاعر په نیمه شپه کې بام ته خیژي او د…

وچې لمنې

لا مې هم ستا د یادونو ، سره زخمونه ، په سینه کې د باران د لامده غږ په څير تازه دي پیړۍ وشوې یاره ستا پر شنې لمنې ، دا ګلان ، هسې تازه دي . او اوس هم چې آسمان شین وي یو شاعر په نیمه شپه کې بام ته خیژي او د ستورو پر سینو دې…

د ګوتو قفس

د ګوتو قفس نه غواړمه پوه شم پرآسمان د لاجَوَردو غالۍ څنګه اوبدل شوې ؟ غواړم پوه شم له رڼا د لاجوردو تاته څنګه کمیس جوړکړم ؟ ستا د غاړې خوشبويي د ګل له شونډو څخه څرنګه څښل کیږي هلته لیرې د غاټولو د نازکې پردې شاته له ټوپکه…

د غنمو شین کمیس

. ته د ټولو غیږو ، غیږو رڼا ګانو پیغله مور یې دا خبره هغه باغ هم راته وکړه . چې مڼو ته یی سور رنګ و ، ستا له شونډو نه ، پټ کړی د باران مغروره لور یې ! دا خبره د غنمو هغه وَږي راته وکړه چې یې تیره ورځ ، له تندې ساه ختله شین…

لاهو؛ یو کاریزماتیک شاعر

عام الفیل ( د فیل کال) و. ابرهه له خپلو پیلانو سره په دې نیت له غوسې سور او شین راغلی و چې کعبه شریفه ورانه کړي. لښکریانو یې د لارې په اوږدو کې د خلکو مالونه لوټول. چې کله رانږدې شو؛ نو عبدالمطلب د خپل قام په استازولۍ ورغی؛ قهرجن ابرهه یې…

زړه مې بیا چا پسې خپه دی

زړه مې بیا په هغه چا پسې خپه دی چې شین غږ یې ، شنه سهار کې د مرغیو د سندرو په څير خوږ دی پر تنکۍ او نارنجي لمن یې پاڼې د زعفرانو لکه شنې شنې رنا ګانې ، راشنې کیږي زړه مې بیا په هغه چا پسې خپه دی چې د مینې د خندا په تازه…

تباشیري ګلان

تباشیري ګلان ستا د سترګومعلم ماته فقط دومره لیک لوست وښود چې یوازې ښکلی نوم دې لکه ګُل په تباشیر د ښار په ټولو وچو ونو ولیکای شم د هر ګل په بَکره پاڼه ستا د شوندو شیریني او سره رڼا هم اوس لوستای شم ** * * * بل مې دا هم…