د ګلانو دیوالونه

نورمحمد لاهو

1,365

یو تور باد له یوه غره رالګیدلی
د ځنګله په څير شنې لښتې ورسره دي
د دې باغ پر دیواله د یوه ګل راځړوند لاسونه یې ورمات کړل
د دې باغ په بنفشو مې زړه خوږیږی
چې یې پاڼو نوې نوې د لیلو له خوږو زلفو نڅاګانې دي زده کړي
شیبه پس به یې په وینو
د دې باد منګولې شنې وي
یو تور باد لکه یو مست یاغي هاتي بیا په درندو درندو ګامونو
د ریدیو او غاټولو په نازکو سترګو خیژي
بیابان نن د خاموشو چیغو منځ کې
لکه مړی کرَخت پروت دی
بیابان د نسترن د زخمي شویو سپينو پاڼو جنازو لاندې شرمیږي
او نرګیس د خپلو سترګو
ژیړ نارنج پسې په وچ دریاب کې ډوب شو .
چنارهسې پرشنو پاڼو د ښایست قرآن لیکلي
باد په لیک
او هم په لوست کله پوهیږي
باد ! همدومره دي زده کړي چې یو ګل څرنګه مات کړي
او لاسونه یې له ځانه سره یوسي.
پرون دلته د انګورو یوه پیغله تنکۍ پاڼه
یوه سیند په خپله غیږ کې نامعلوم وطن ته بوتله
هغه پاڼه دغه باد وه ورسپارلې
هوکې ! سیند لکه د مور په توده غیږ کې
د یو مړه کوشني په شانې بې ګناه دی
سیند له ونو پاڼې نه شي راشکولی .
* * ****
یو تور باد له یوه غره رالګیدلې
د ځنګله په څير شنې لښتې ورسره دي
هیڅ یې زړه کې ویره نشته
ځکه پوه دی چې سپرلی یې نور په وړاندې
د ګلانو په عطرونو دیوال نشي جوړولی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.