وچې لمنې

نورمحمد لاهو

826
لا مې هم ستا د یادونو ، سره زخمونه ،
په سینه کې
د باران د لامده غږ په څير تازه دي
پیړۍ وشوې
یاره ستا پر شنې لمنې ، دا ګلان ،
هسې تازه دي .
او اوس هم چې آسمان شین وي
یو شاعر په نیمه شپه کې بام ته خیژي
او د ستورو پر سینو دې ، لیکل شوې سترګې ، ژباړي
چیرته لوړه غونډۍ ګورم
یوناڅاپه یو زیارت او یوه ګڼه د توت ونه ، هم پیدا شي
ته یې سیوري ته د ګل په څير شنه کیږې
د سوسن په سپین کمیس کې ، ارغوان ، ارغوان کیږې
موسکۍ شونډې او په اوښکو لمدې سترګې
لا دې هم خوږو لاسونو کې ، مڼې وي
* * * * *
او اوس هم چې کله خاندې
د چنار مَېېنې څانګې ښورومه
چې په کړَس کړَس ورپیږي
* * *
اې د سیند د چیغو منځ کې ، ویده کاڼیه !
اې د خدای بختور ، خانه !
په دې دومره شور ماشور کې
وایه څنګه خوب کیدای شي ؟ !
او د درد د لمبو منځ کې ، سړی څنګه
بې آوازه ، ژړیدای شي ؟
مادې غیږې ته در ټینګ کړه !
او د روح مرغۍ مې پریږده
چې ستا کلک قفس ته درشي
زه پوهیږم د زړګي شیشه دې نشي ماتولی
سیند که څومره زورور شي
لکه مسته ، سره رڼا د خوږ ګلاب
دلته یوڅوک هروخت په بوټو او په کاڼو انځوریږي
هغه نشم لکه ګل ، خپلې سینې پورې نیولی
زه یې سترګې هر وخت ، اورم
خو ، تک تور او شیرین غږ یې ، د کاله پر دیوال نشم رسمولی
* * * *
 اې زړې او وچې ونې!
دا بې پاڼو ، لکه شونډو دې عاشق ، چوي چوي ، وچ قامت ته دې زه ومرم
غواړم تاسره وژاړم
زموږ دواړو نصیب یو دی
زموږ دواړو پس له دې ، وچې لمنې ، نه ګُل کیږي
اې له مانه ، لکه هغه ، د حُسنونو شهزادګۍ ، لیرې آسمانه !
ستا ګریوان ته د چا لاس څنګه رسیږي ؟؟؟؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.