Browsing Tag

خلک

د اع ش په کابل کې د هندو مذهب لرونکو پر عبادت ځای د برید پړه په غاړه واخیسته

دعوت ميډیا۲۴ ( یکشنبه/۲۹ جوزا/۱۴۰۱): د اسلامي د و ل ت ( د ا ع ش) ډلې په پلازمینه کابل کې د هندو مذهب لرونکو پر عبادت ځای د برید پړه پر غاړه واخیسته، په دغه برید کې یو عبادت کوونکی ووژل شو او ۷ نور ټپیان شو. داعش ډلې د پروني برید پړه…

هند د کابل په کارته پروان سیمه کې پر درمسال له برید وروسته ویلي، وضعیت له نژدې څاري

دعوت میډیا۲۴ ( شنبه/۲۸ جوزا/۱۴۰۱): د هند د بهرنيو چارو وزارت په کارته پروان کې پر درمسال بريد غندلی دی. د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند اريندم باګچي په يوه ټويټ کې ويلي، چې د کابل په کارته پروان سيمه کې د هندوانو پر ګوردوارې بريد اندېښمن…

منظور پشتین: د افغانستان څخه د معدنیاتو راوړل اسانه کار دی او ولسونه نه شي کولی چې تګ راتګ وکړي

دعوت میډیا ۲۴ (پنجشنبه/۲۶ جوزا/۱۴۰۱): منظور پشتین په خپله فسبوک پاڼه لیکلي: یوازې د افغانستان څخه د معدنیاتو راوړل اسان دي، نور د عام ولسونو د پاره تګ راتګ یا د ځایي خلقو کاروبار د لوی مشکل سره مخامخ دی. پشتین یادونه کړې ده، چې «د…

د جرمني د بهرنيو چارو وزيره: ط البان به د افغانستان د سقوط لامل شي

دعوت میډیا ۲۴ ( چهار شنبه/۱۸ جوزا/۱۴۰۱): د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بایربوک دا څرګندونې په اسلام آباد کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره په پرونۍ ګډه خبري غونډه کې وکړې. بایربوک ویلي، د افغانستان نوي واکمن به دا…

نن د جون اومه د خوندي خوړو نړیواله ده، خو د افغانستان نیمایي نفوس خوندي خوړو ته لاس رسی نه لري

راپور: محمد مبین هڅاند دعوت میډیا۲۴ (سه‌شنبه/۱۷جوزا/۱۴۰۱): دا ورځ سږکال داسې مهال لمانځل کېږي چې په افغانستان کې نږدې نیمایي وګړي کافي خواړه نه لري او دغه راز د خوراکي موادو د بیو د زیاتوالي له امله هم ډېر خلک سالم یا ښه خواړه د ځان…

یونیسف: په افغانستان کې ښايي ۱۱ لکه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي

راپور: محمد مبین هڅاند دعوت میډیا ۲۴ (پنجشنبه/۵جوزا /۱۴۰۱): ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې ښايي سږ کال په افغانستان کې ۱.۱ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي. د یو راپور له مخې، ملګرو…

کورنۍ یې جنازه کړې وه، خو نعمان ورته ژوندی راغی

دعوت میډیا ۲۴ (چهارشنبه/۴جوزا /۱۴۰۱): ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ کې د نعمان په نوم یو ۱۳ کلن ماشوم چې کورنۍ یې د هغه په نوم د یوه بل ماشوم جسد د ننګرهار عامې روغتیا څخه ترلاسه کړی و او د جنازې وروسته يې خاورو ته سپارلی و، له پنځو…

په هرات کې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

دعوت میډیا ۲۴ (یکشنبه/۱ جوزا /۱۴۰۱): په هرات ولایت کې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي ګلاب الدین خپلواک، د انجیل ولسوالۍ د ملکي او نظامي مسوولینو، روزونکو، ورزشکارانو او ګن شمېر د ورزش مینه والو…

هندوکش لوبډلې د زرغون افغانستان جام اتلولي وګټله

دعوت میډیا ۲۴ ( شنبه /۳۱ ثور/۱۴۰۱): د زرغون افغانستان د یو ورځنیو سیالیو پایلوبه لوبه نن د پامیر لیجنډز او هندوکش سټرایکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د ورځې په پای کې د هندوکش لوبدلې د ابراهیم ځدراڼ، بهیر شاه محبوب او لوبډلمشر نجیب الله…

وارداتي برېښنا به نن ورځ د پایې ترمیم او مزي غځونې په پار پرې وي

دعوت میډیا۲۴ ( چهار شنبه/۱۱ ثور/۱۴۰۱): د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د دغه شرکت تخنیکي کارکوونکو له لوري په سالنګ کې د نړېدلو پایو له ډلې یې د یوې جوړې شوې پایې د مزي غځونې او دویمې پایې د ترمیم کار په چټکۍ سره روان دی. د جوړې شوې…