هندوکش لوبډلې د زرغون افغانستان جام اتلولي وګټله

676

دعوت میډیا ۲۴ ( شنبه /۳۱ ثور/۱۴۰۱): د زرغون افغانستان د یو ورځنیو سیالیو پایلوبه لوبه نن د پامیر لیجنډز او هندوکش سټرایکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د ورځې په پای کې د هندوکش لوبدلې د ابراهیم ځدراڼ، بهیر شاه محبوب او لوبډلمشر نجیب الله ځدراڼ د غوره توپوهنې پر مټ پامیر لوبډلې ته د ۳ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د لومړي پړاو زرغون افغانستان جام سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د پایلوبې پچه د پامیر لوبډلې وګټله او خپله یې توپوهنه غوره کړه. یادې لوبډلې د څلورو ویکټو په زیان سره په ۳۹ اورونو کې ۱۷۲ منډې وکړې، چې په ګټه یې سمیع الله شینواري ۵۵ ناسوځېدلې، ګلبدین نایب ۴۴ ناسوځېدلې او شبیر نوري ۲۵ منډې وکړې. د هندوکش لپاره په توپ اچونه کې ضیاء الرحمن اکبر ۲ او کریم جنت یوه ویکټ واخیسته.

له ۳۹ اورونو وروسته یاده لوبه د سخت باد او ورښت له امله ۳۳ اورونو ته راکمه شوه او هندوکش لوبډلې ته په یادو ۳۳ اورونو کې د D/L قانون له مخې د ۲۰۴ منډو هدف وټاکل شو. هندوکش لوبډلې په ۳۲.۲ اورونو کې د ۷ ویکټو په زیان یاد هدف پوره کړ او د زرغون افغانستان د یو ورځنیو لوبو جام یې خپل کړ. د دوی لپاره په توپوهنه کې ابراهیم ځدراڼ ۶۰، بهیر شاه محبوب ۵۵ او نجیب الله ځدراڼ ۳۳ منډې وکړې. د پامیر لپاره په توپ اچونه کې ګلبدین نایب ۳، سید شېرزاد ۲ او امیر حمزه او محمد سلیم یوه-یوه وېکټ واخیسته.

د پایلوبې غوره لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ، د سیالیو غوره توپوهونکی شاهدالله کمال، د سیالیو غوره توپ اچوونکی ضیاء الرحمن اکبر، د سیالیو ځوان لوبغاړی صدیق الله اتل او د سیالیو غوره لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د زرغون افغانستان جام یو ورځنۍ لوبې د روانې مې میاشتې په ۸مه نېټه د خوست په کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وې، چې د ۱۳ ورځو په موده کې د ۷ لوبو وروسته نن د هندوکش سټرایکرز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.