د اع ش په کابل کې د هندو مذهب لرونکو پر عبادت ځای د برید پړه په غاړه واخیسته

552

دعوت ميډیا۲۴ ( یکشنبه/۲۹ جوزا/۱۴۰۱): د اسلامي د و ل ت ( د ا ع ش) ډلې په پلازمینه کابل کې د هندو مذهب لرونکو پر عبادت ځای د برید پړه پر غاړه واخیسته، په دغه برید کې یو عبادت کوونکی ووژل شو او ۷ نور ټپیان شو.

داعش ډلې د پروني برید پړه د شنبې په ورځ ناوخته په خپله اعماق ویب پاڼه کې په یوه بیان کې کړې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سیکانو او هندوانو پر معبد باندې برید د هند د حکومت د یوه چارواکي له خوا د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سپکاوي په غبرګون کې شوی دی.

افغان چارواکو وویل، وسله والو د سې شنبې په سهار، د سیکانو پر عبادت ځای چې د ګوردواره په نامه یادېږي، برید وکړ او د بریدګرو او طالب جنګیالیو ترمنځ چې غوښتل یې د ودانۍ ساتنه وکړي، لاسي بمي بریدونه وکړل.

له چاودېدونکو توکو ډک موټر د معبد څخه بهر وچاودېد خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې. چارواکو وویل، مخکې له دې، وسله والو یو لاسي بم وغورځاوه چې د معبد دروازې ته نږدې د اور لامل شو.

داعش ویلي، د دې ډلې یوه غړي ابو محمد التاجکي د معبد د ساتونکي له وژلو وروسته پر معبد برید وکړ او بیا یې دننه خلک د ماشینې او لاسي بمونو په وسیله په نښه کړل. د داعش جنګیالیو د معبد څخه دباندې څلور چاودنې او یو موټر بم ته چاودنه ورکړه. د اعماق راپور وايي، جګړه له درې ساعتونو وروسته پای ته ورسېده.

د سکهانو ایتلاف، چې په متحده ایالاتو کې د سیکانو د مدني حقونو ترټولو لوی سازمان دی، ویلي چې د برید له امله ګوردواره د پام وړ زیانمن شوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.