هند د کابل په کارته پروان سیمه کې پر درمسال له برید وروسته ویلي، وضعیت له نژدې څاري

493

دعوت میډیا۲۴ ( شنبه/۲۸ جوزا/۱۴۰۱): د هند د بهرنيو چارو وزارت په کارته پروان کې پر درمسال بريد غندلی دی. د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند اريندم باګچي په يوه ټويټ کې ويلي، چې د کابل په کارته پروان سيمه کې د هندوانو پر ګوردوارې بريد اندېښمن کړي دي.

هغه زياته کړې چې وضعيت له نږدې څاري او د بريد په اړه د لا ډيرو جزياتو د ترلاسه کولو په تمه دي.

د هند د بهرنيو چارو وزير جې شنکر د باګچي ټويټ بيا خپور کړی او ويلي يې دي چې دغه بزدلانه بريد په کلکو ټکو غندي. هغه دغه ډول یادونه کړې، چې د کارته پروان پر درمسال بريد بايد د ټولو له لوري په شديدو ټکو وغندل شي.

د يادونې وړ ده چې نن سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې په کارته پروان کې د هندو باوره افغانانو پر يوه درمسال لومړی د لاسي بم او وروسته د موټر بم بريد وشو. کورنيو چارو وزارت ويلي چې د بريدګرو يوه ډله درمسال ته هم ننوتې چې په وينا يې ډير ژر به له پښو وغورځول شي. په بريد کې تر دې مهاله د دوو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.