یونیسف: په افغانستان کې ښايي ۱۱ لکه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي

584

راپور: محمد مبین هڅاند

دعوت میډیا ۲۴ (پنجشنبه/۵جوزا /۱۴۰۱): ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې ښايي سږ کال په افغانستان کې ۱.۱ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د یو راپور له مخې، ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو د تیر کال راهیسې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې په پراخه پیمانه د بیړنیو مرستو پروګرام پیل کړی، چې د لکونو خلکو سره د خوارځواکۍ سره مرسته کوي.

خو دا ادارې د خرابېدونکي وضعیت له امله په ښه ډول کار کول ستونزمن بولي.

د یو راپور له مخې چې په روانه میاشت کې خپور شو، په افغانستان کې بې وزلي په چټکۍ سره خپریږي چې له امله یې مرستو ته اړتیا په زیاتیدو ده، د اوکرایین د جګړې او د نړیوالو مرستو د ژمنې د نه رسیدو له امله په نړیواله کچه د خوراکي توکو بیې هم لوړیږي.

په پایله کې هغه ښځې چې امیدوارې دي هم له دې جدي وضعیت سره مخ دي ځکه چې دوی په تغذیه کې له ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، سږ کال ښايي ۱.۱ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي. دا شمیر د ۲۰۱۸ په پرتله دوه چنده ده، کله چې تیر کال دا یوازې د یو لک څخه کم و.

د یونیسف په وینا، ماشومان د ډیری ناروغیو لپاره اسانه هدف ګرځي او بالاخره دومره ضعیف کیږي چې حتی د موادو جذب نشي کولی.

په افغانستان کې د یونیسف استازي محمد اوګ اویا تېره اوونۍ په یوه ټویټ کې لیکلي وو چې د سختې خوارځواکۍ له امله د روغتیا په مرکزونو کې له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو شمېر په تدریجي ډول زیات شوی دی. د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې دا شمېره ۱۶ زره وه، د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې دا شمېر ۱۸ زره او د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې دا شمېر ۲۸ زرو ته رسېدلی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.