Browsing Tag

ذبیح الله احساس

ښاغلی ذبیح الله احساس د دعوت سره په مرکه کې

یادونه: دا مرکه د دعوت مجلې په ۲۴۵ ګڼه کې خپره شوې چې اوس د دعوت مېډیا ۲۴ لوستونکو او  مینه والو ته وړاندې کیږي. شاعر، لیکوال، ژورناليست او انجینیر ذبيح الله احساس په 1985ز، د بغلان ولايت په کيله ګي سيمه کې زېږېدلی دی. د احساس کورنۍ د…

غزل

مهمه نه وه چې چا چا مې په خوله لاس کېښود هله حيران شومه چې تا مې په خوله لاس کېښود دا ډار د څه شي دی؟ تعريف باندې يې نه پوهېږم دا څه چل وشو، چې رښتيا مې په خوله لاس کېښود چې تا خوله بېرته کړه او هر څه دې ويلې راته زياتي نو…

 غزل

مشکل دا نه دی چې مو چا مخالفت کړی دی مهمه دا ده چې مو څومره محبت کړی دی دا چې له ځان سره په جنګ دي، څوک پرې ګرم نه دي دې خلکو خپله، له خپل ځان سره خيانت کړی دی يا دې بېلتون سره عادي شومه اوس نه پوهېږم يا مې له خپلې…

غزل

د ياد نفس مې د عشق ستوني ته شو پړی خدايه خو زه وس نه لرم چې وګورم دا مړی خدايه بس يو ناڅاپه يې لاس کېښوده سينه باندې او چغه يې وکړله چې زړه مې دی چا وړی خدايه زه داسې نه وم چې تر ځانه مې لار ورکه کړمه بې لارې شوی د بدن مې دی…

غزل

موده وروسته ائينې ته ودرېدلم اخر خپلې تماشې ته ودرېدلم هغه ونه باد له بېخه وويستله چې يې سيوري ته دمې ته ودرېدلم پښه نيولی دغه ځای کې ځکه شومه دغه ځای کې به هغې ته ودرېدلم ما له ورځو سره منډې ډېرې وکړې خو اخر دغه دی شپې…

غزل

زه نه اور يم نه اوبه يم زه په هېڅ کې زياتي نه يم نر کټی مې زېږولی او بېغمه لا ويده يم بې سواده دلته څوک دي لاس مې پورته کړ، چې زه يم جنګ نو څنګه پرېښودی شم چې بچی د پښتانه يم!!! يو د زړه پوښتنه مه کړه نور چې هر څه…

غزل

لکه له زړه کړې، دعا درپسې درغلمه کړې مې وجود په يوه ساه درپسې درغلمه لکه خوږ غږ راباندې ولګېدې بيا نو زياتي سوچ مې ونه کړ او تر شا درپسې درغلمه خپله تياره شوم ته مې کړلې ضرورت د نورو کله چې زه لکه رڼا درپسې درغلمه يقين…

غزل

په محبت باندې باور لرم دې ضرورت باندې باور لرم ما هېروی نه شې، ته دروغ وايې ستا په عادت باندې باور لرم ملا دوزخ به راته نه يادوې! ملا جنت باندې باور لرم دغه لوی غر هم په سر لار لري او بل مې نيت باندې باور لرم چېرته…

غزل

ځه که په دروغو فکر وکړمه چې زړه ډاډه شي مثلآ څه وکړي سړی، سړی په څه ډاډه شي رڼا ارزښت سهي، خو هر څه لري خپل ضرورت بس ځينې وخت خلک د لمر په پريواته ډاډه شي هلته ژوند عشق و، چې يو بل ته لکه سيوري وو خلک اوس ژوند نفرت دی…

مينه

مينه لکه په نيمه شپه اسمان کې ستوري بار بار يې شمارې خو حساب يې لګولی نه شې. مينه لکه ناول چې لولې چې لومړۍ پاڼه دې لوستلې نه وي او ناکرار يې شې وروستۍ پاڼې ته. مينه لکه روان سمندر تنده نيولی پسې منډه وکړې ايله يوه لپه…