یادونه: دا مرکه د دعوت مجلې په ۲۴۵ ګڼه کې خپره شوې چې اوس د دعوت مېډیا ۲۴ لوستونکو او مینه والو ته وړاندې کیږي.
شاعر، لیکوال، ژورناليست او انجینیر ذبيح الله احساس په 1985ز، د بغلان ولايت په کيله ګي سيمه کې زېږېدلی دی.
د احساس کورنۍ د ده له زېږېدو سره سم د جګړو له امله د خپلې سيمې پرېښودو او د پښتونخوا جلاله سيمې ته په کډه مجبور شول.
احساس، لومړنۍ زدهکړې د پښتونخوا په جلاله او جلوزو کې کړي دي.
لوړې زدکړې یې لومړی په انجنيري او بيا په پښتو ادبياتو کې کړي دي. په 2008ز، کې يې له بلخ پوهنتون څخه د معادنو د انجنيري په برخه کې ديپلوم تر لاسه کړ او بيا يې په 2020ز، کې په افغان شيرزي خصوصي پوهنتون کې په پښتو ادبياتو کې ليسانس وکړ.
احساس د ښوونځي له يوولسم ټولګي په شاعري پيل کړی او د شاعري له لارې يې پښتو ادبياتو سره د لا اشنا کېدو ور موندلی دی.
له همدې وره د پېښور د جلوزو له نورو ليکوالو او شاعرانو سره بلد شوی، چې بيا د فرهنګي ملګرو د يوې ښې کړۍ برخه ګرځي او په ګډه د پښتو ادب د پراختيا لپاره په مدني فعاليت پيل کوي.
احساس چې په پېښور کې يې د ادبي فعالیتونو لږه ډېره تجربه درلوده، په 2002ز، بلخ ته د لوړو زده کړو په موخه له راتګ سره سم په خپله سيمه کې د پښتو ادب او ژبې د پراختيا سوچ ورځي.
ده ته د بلخ پوهنتون د محصلينو او استادانو لخوا په شمال کې د لومړۍ پښتو خپرونې”پرخه” د چلولو چارې ورسپارل کېږي او له دې سره ورو ورو د ادبي فعاليت لپاره د لارو ګودرو په پيدا کېدو فکر کوي.
په 2005ز، په مزارشريف ښار کې د وزير محمد ګل خان مومند بابا په نامه د ادبي بهير په جوړېدو په دغه ولايت کې د پښتو ادب د پراختيا په برخه کې د مدني فعاليت لومړنۍ دريڅه پرانيزي. دا کړۍ ورو ورو فعالیږي، د سيمې نور ځوانان ورسره ملګرتيا کوي او د مشرانو ملاتړ تر لاسه کوي.
همداراز د پسرلی په نامه پښتو سياسي او ادبي مجله پيلوي او ورو ورو يې فعاليتونه رنګ اخلي. احساس د پرخې او پسرلي مجلو تر څنګ د هېواد له بیلابیلو رسنیو سره له بلخه د خبریال په توګه هم ډېر کلونه دندې ترسره کړې دي.
د بلخ مېرمن بهير په نامه د نجونو د اونيزو ناستو لړۍ پيلوي.
دغه ټولې هڅی د بلخ ادبي خوځښت په نامه فرهنګي مرکز کې راټولوي، چې د پښتو ژبې د ودې او پراختيا لپاره فرهنګي او رسنيز بېلا بېل فعاليتونه کوي.
د همدې هڅو په لړ کې په 2012 ز د خوشال بابا په نوم، په مزار شريف کې د پښتو عامه کتابتون په جوړېدو بريالی کېږي.
د جمهوريت له سقوط سره سم د بلخ ادبي خوځښت هڅې کم رنګه شوي؛ خو لا هم احساس توانېدلی، چې د دغه مرکز د نورو ځوانانو او مشرانو په مرسته دا خوځښت د مومند بابا ادبي بهير اونيزې ناستې له څو مياشتني ځنډ وروسته بيا پيل کړي.
د افغان كلتوري ټولنو جرګې لخوا ورته د هېواد په كچه د فرهنګي هڅو له امله په 2008ز، د غوره فرهنګيالي په نامه د خوشال بابا د سروزرو مډال ورکړل شوی دی.
د شمشاد تلويزون لخوا د فرهنګي خدمتونو په پار په ايوارډ نازول شوی او همداراز په کابل کې يې په شمال کې د پښتو ادبي خدمتونو په درناوي غونډه جوړه شوې ده.
د ادبي هڅو تر څنګ احساس قلم هم چلولی. لنډې کيسې ليکي، کتابونه ژباړي او شعرونه وايي، چې تر دې دمه يې يوولس بېلا بېل کتابونه چاپ شوي دي.
چاپ شوي اثار
۱- يوه نجلۍ (لنډې کيسې)
۲- دوه ښارونه
۳- هغه (شعري ټولګه)
۴- حمزه پېژندنه
۵- زما له غرونو پناه ياره
۶- زما پوښتنې-ادبي مرکې
۷- زما پوښتنې-سياسي مرکې
۸- افغانستان د بهرني او کورني کړکېچ تر منځ
۹- زه او هغه (شعري غونډ)
۱۰- شمال او د شمال پښتانه
۱۱- ډيورنډ؟
دلته مو د احساس صاحب سره د هغوی د همده لاسته راوړنو او هڅو په هلکه مرکه کړې چې تاسو یې لوستلو ته رابولو.
شېبه: ژورناليست، انجینیر، شاعر او لیکوال ذبیح الله احساس څنګه د شاعرۍ نړۍ ته مخه کړه؟
احساس صاحب: تقریباً شل کاله کېږي چې شاعرۍ ته مې مخه کړې، د هغه وخت حالت او احساسات نه شم ویلی، چې ولې مې شاعرۍ ته مخه کړه، څه علت و چې زه شاعر شوم؛ خو بس داسې فکر کوم چې زه به شاعر کېدم. دا چې شاعر یم خوشحال یم او د خوشحالۍ لامل مې دا ده، چې ژوند کې یو څوک لرم خپل راز ورته وایم. ژوند پرته له احساساتو، یا هم پرته له دې چې څوک د زړه خبرې وکړي ستونزمن دی او ما ته شاعران په همده نېکمرغه ښکاري، چې دوی یو څوک لري هغه ته خپل د زړه رازونه وایي؛ په همده هیله او سکون مخ ته ځي او یو ډول حرکت کوي؛ خو دا منم تر ننه نه پوهېږم چې زه ولې شاعر شوم.
شېبه: تاسو خپله شاعري د څه زېږنده بولئ او په شعرونو کې څه ویل غواړئ؟
احساس صاحب: زما د شاعرۍ د پیدا کېدو لامل به څه وي، زما په اند بیرته زه خپله یم؛ زما زړه، احساسات او زما هیلې دي. زه هم له نورو انسانانو بیل نه یم. له شاعر مخکې زه یو انسان یم؛ کله کله داسې وایم چې انسان یم نو ځکه شعر لیکم.
شعر کې ټولې هغه خبرې دي چې فکر کوم بل چا ته یې نه شم ویلی. یا هم خلکو ته هغه څه په عادي ژبه نه شم ویلی کوم چې شعر کې وایم. په شعرونو کې یو خو عام تاثر وي، ټولنیز تاثر وي، ځینې تجربې او ځینې نور مسایل وي؛ زه ددې دعوه نه کوم چې زما شعر به د شعریت هغه لوړه پوړۍ کې وي؛ خو دا دعوه کوی شم چې د یو انسان زړه یې پاللی؛ یو څوک یې د ژوند په لاره ځان سره روان کړی او لږ تر لږه چې کومه ګټه یې ما ته رسولې همدا ده. د شعر لیکلو لامل مې هم همدا دی. هر ډول حالت کې شاعري له ما سره ملګرتیا کړې؛ یعنې داسې ووایم شاعري مې مجسم شوې، ما ته راغلې، زه یې غږولی یم، ما ته ډاډ راکړی؛ داسې وخت هم شوی چې ما ته یې نا مریي سکون راکړی، لاره یې راته ښودلې او د ژوند په لوړو ژورو کې پاتې نه یم راغلی. دا هغه څه دي چې زما دوه د شعرونو ټولګو کې راغلي.
شېبه: د شعري ټولګې یادونه مو وکړه؛ د(هغه) شعري ټولګې په هلکه مو ووایئ، د شعر کوم فورمونه پکې راغلي او هم د شعرونو سکالو یې تر ډیره څه ده؟
احساس صاحب: (هغه) زما لومړۍ شعري ټولګه ده، چې زما د لومړیو تقریباً پنځه یا شپږو کلونو د شعرونو غورچاڼ او هغه شعرونه دي کوم چې زما خوښېده. ډیری پکې غزلې، ازاد نظمونه، یو نیم رباعي او څلوریزې راغلي دي. موضوعات یې شخصي تجربې، زما د زړه خبرې، ممکن ټوله شاعري پر ما وڅرخي او ټولنیز مسایل پکې ډیر کم وي.
دویمه شعري ټولګه مې چې تقریباً له هغه وروسته(زه او هغه) په ۱۳۹۷-۱۳۹۸هـ.ش کلونو تر منځ چاپ دی. ډیری زما د وروستي کلونو د مبارزې، کوښښونو، عملي چارو او د ژوند ټولنیز مسایل پکې شته. د انساني اندرون غوښتنې، شخصي تجربې، له هغه پرته ټولنیز مسایل چې ما درک کړي، زما خوشحالي، خپګان او درد ټول هغه موضوعات دي، چې زما په دویمه شعري ټولګې کې موندل کېږي. تل مې دا کوښښ کړی، چې ګیلې ونه کړم؛ بلکې ژوند د پرمختګ په لورې روان او نور هم وهڅوم.
شېبه: له یادو چاپي اثارو پرته ایا بل اثر هم لرئ؟
احساس صاحب: تقریباً یوولس اثار مې چاپ شوي، چې په هغه کې دوې شعري ټولګې، دوې مرکې(سیاسي مرکه بل ادبي مرکه)، ژباړې او ناولونه دي. یو بل ناول مې تر اوسه ناچاپ دی او په همدومره موده کې مې چې نور څومره شاعري کړې یو ناچاپ ټولګه ده. ان شاءالله که ژوند او خیر و چاپ او لوستونکو ته به ورسېږي.
شېبه: تر کومه چې خبر یوو، تاسو د هېواد په شمال کې د پښتو ژبې لپاره ډېر څه کړي؛ ایا خپلې ټاکلې موخې ته رسیدلي یاست او په دې لارې کې له څه ډول ستونزو سره مخ شوئ؟
احساس صاحب: په ټول شمال کې ځوانان د خپلو ولایتونو لپاره هڅې وکړې، زه په بلخ کې او ددغه کاروان یوه برخه وم. که پښتو ته کار کول پښتو ته کتاب چاپول یوه لاسته راوړنه وي؛ هو داسې یو څه شوي دي. د بهیر لخوا په پښتو ژبه (پرخه او پسرلی) مجلې یې چاپ کړي. هېواد کې د نظام بدلېدو له کړکیچن حالت څخه وروسته زموږ مرکز(بلخ ادبي خوځښت) اونیزې ناستې کړي او لا به هم دوام کوي مخکې به ځي. په څېرو د بحث پلوی نه یم؛ خو هغه کار چې باید شوی وای هغه وشو، کومو موخو ته چې باید رسېدلي وای ورسېدو.
دلته ډېر ځوانان راغلل، تعلیم یې وکړ او ښه ځایونه ته ورسېدل. دغه لړۍ به لا هم دوام لري. لوړې ژورې مو پکې ولېدې لا به یې ګورو؛ خو مهمه دا ده چې هوډ د روان ساتلو به یې لرو.
شېبه: د کتابتونو او بهیرونو د جوړولو موخه مو څه وه، ایا هغه موخې ته ورسیدئ که نه؟
احساس صاحب: د بهېرونو د جوړېدو کوم انقلاب چې زموږ سیمه بلخ کې و د هغه موخه بل څه نه ؛ بلکې ټولنیز ژوند ته د کتاب د خلکو رابلل، یوځای کیناستل او د ټول د انساني ژوند اړتیا دو. موږ پخپله سیمه کې هم دغسې یو حرکت ته اړتیا لېدله. دا تشه داسې وه لکه یو انسان چې کور جوړوي هغه کور کې څاه نه وي، اوبه ژوند ده او دغه کور کې اوبه ته اړتیا وي دغسې موږ هم خپلې سیمې کې یو مدني حرکت او فرهنګ ته اړ و؛ تر څو وکولی شوو د یو چت لاندې د کتاب او قلم خاوندان راټول کو. داسې یوه لړۍ مو پیل کړه، کامیابه شوه؛ زموږ د غوښتنو، هیلو، ارمانونو او لاسته راوړنو د پوره کېدو تر تمې مو ډېر څه لاسته راوړه. د دغه بهیر د یو غړی په توګه دا بریالی کوښښ زما په ژوند کې د ارامي حس دی او دا مې د ژوند تر ټولو هغه ښه کار و.
کتابتونونه هم همداسې یوه مسله وه؛ دلته داسې کېده چې کتابونه به د ګردونو لاندې شو، کتاب ته به لاسرسی ډېر کم و؛ تر ټولو مهم کتاب د ژوند له روان بهیر ډیر لرې ګڼل کېده؛ خو دا یوه ضروري مسله ده، چې کتاب باید د ګردونو له لاندې ایستل شوی، لاسرسی ورته اسانه، او د هر یو انسان د ژوند مل او ملګری شوی وای. کتابونه زموږ تاریخ ساتي. انساني ژوند، یوبل ته غاړه وتل، یو بل پېژندل او د افکارو شریکول دا هر څه موږ ته کتاب ښیي. کتابتون هم لکه ښوونځی او پوهنتون مهم ځای دی. موږ هم همدغه اړتیاوو ته په کتو د کتابتون جوړولو اراده وکړه. کومې وړې هیلې چې موږ غوښتل هغې ته ورسېدو. دلته به انسانان بدل شي؛ خو دا بنسټ به نه بدلېږي او د ژوند لپاره به کار کوي.
شېبه: د خپلو فرهنګي هڅو او لاسته راوړنو په هلکه ووایئ؟
احساس صاحب: د خپلو فرهنګي هڅو او لاسته راوړنو په هکله ډېر څه نه شم ویلی؛ ځکه لاسته راوړنې خو ورته نه شم ویلی هڅې هم په دې مانا چې مثال دا یو داسې کار نه دی، چې ما د کوم معاش په بدل کړی وي زه دې د چا سره مامور وم، رسمیات ولرم؛ نو ځکه زه څه ویلی هم نه شم. دده په اړه به خلک څه وایي. دومره پوهېږم چې دا زما ژوند و. داسې یو ځای چې په لاره تګ، ټولنیز دریځ، اخلاق، له نورو سره څنګه غږېدل دا یې راته وښودو او دا لاسته راوړنه نه؛ بلکې زما د ژوند ضرورت و. کله چې زه سا اخلم څنګه ویلی شم، چې تېرو شلو کلونو کې ما دومره ځله سا اخیستې؛ یا هم دومره وخت کې زه دومره پلي ګرځېدلی یم. دا کار ما خپل د زړه لپاره وکړ. زما زړه غوښت داسې یو بهیر دې وي، چې ادبیان پکې راټول شي. ما شعر لیکه او دا شعر ما باید تر نورو رسولی وای، زه شاعر وم ما باید د نورو هم اورېدلی وای او دا زما لیوالتیا وه.
دلته بهیرونه وشول، ځوانان ورزول شو. د شمال په کچه په تاریخي لحاظ د لومړي ځل لپاره پښتو مجلې ته د چاپ زمینه برابره شوه. د هېواد پالنې حس رامنځته شو؛ تمه دا ده دوې لسیزې تېرې شوي بله او پسې بله لسیزه دې هم تېره شي؛ نوي ځوانان راشي بنسټونه روانه او لړي ونه شلېږي. له شعر شاعرۍ، کتاب او ادبیاتو سره چې د ځوانانو کوم پېژاند شوی نسل په نسل، کور په کور او کورنۍ په کورنۍ ولېږدول شي.
زموږ ستره لاسته راوړنه به دا وي، چې موږ وکولی شو قلم د ټوپک ځایناستی کړو. د طبیعت، انسان او هېواد ځورونې پر ځای مینه، عاطفه، احساسات په زړونو کې ځای کړو او په ټوله کې داسې نسل ټولنې ته وبښو چې هوساینه مو په برخه شي.
شېبه: په عمومي ډول له هېواد څخه د یو شمېر فرهنګي څېرو د وتلو اغېز به په د ادبي او فرهنګي فعالیتونو څه وي؟
احساس صاحب: د اندېښنې ځای دی دلته هغه ځوانان ووتل، چې د تېر شل کلونو لاسته راوړنه وه. د علم، ژوند او هنر په برخې کې یې ډېر څه زده کړي وو؛ خو متاسفانه اوس وخت او ژوند یې وتل او مسافر کېدو ته اړ کړ. دغه منفي اغېز دې خدای ژور نه کړي؛ هیله ده ژر تر ژر یې مخه ونیول شي او مدني حرکتونه دې لا ګړندی شي.
شېبه: په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته زیات شمېر افغانان له هېواد ووتل، ایا تاسو کاري ملګري هم دې ډلې کې راځي او حالات مو فرهنګي چارې څومره اغېزمن کړی؟
احساس صاحب: ښکاره خبره ده د څېرو او مغزونو وتل خامخا اغېزه لري. کله چې یو ډاکټر له خپل هېواد وځي ناروغان یې د هغه تشه احساسوي، ادیبان هم همداسې دي تشه یې په ټولنې کې احساسېږي. بلکل ډېر ځوانان له هېواد وتلي او تللي دي. ځینې پکې زموږ د مرکز تکړه، پاک، په وطن او خلکو یې میین ځوانان و. هغوی دلته ډېر څه زده کړ، چې باید بیرته ترې ګټه اخیستل شوی وای. دعا به کوو چې خدای دې دا وضعیت سم، د وطن او د باورونو بیا جوړېدو او د کدرونه بیرته راتګ شاهدان واوسوو.
شېبه: د هېواد سیاسي حالت لا ټکنی دی وړاندوینه هم ستونزمنه ده؛ نو تاسو او ملګري مو راتلونکي ته څه کول غواړئ او څه پلان لرئ؟
احساس صاحب: د هېواد سیاسي حالت ابهام او ګونګ دی؛ خو خدای دې وکړي چې دا حالات ښه شي. پلان دلته د ژوند دی، ژوند کوو، اونیزې ناستې، ادبیات او ژبه به غني او دغه د مظلوم وګړي ژبې ته به خدمت کوو.
شېبه: خپلې تېرې شل کلنې تجربې ته په کتو ځوان نسل یا شاعرانو ته مو پیغام څه دی او ایا راتلونکي کې ادبي پرمختګونو ته خوشبیني شته که نه؟
احساس صاحب: د یو شاعر په توګه به شاعرانو ته دا پیغام ولرم، چې ځان ټولنې ته نږدې کړئ.شاعري د عاطفې نوم، خوږوالی او مینه ده، چې باید وپالل شي. مطالعه وشي، عالمان واوسي؛ ځکه شعر یوازې خیال نه دی شعر له فکرونو راځي، له معلوماتو راځي. راشئ یو بل ولولو، له فکرونو خبر او بهیرونو کې ګډون وکړو. که چېرته موږ شاعران نه یو او دغسې یو تړاو نه لرو؛ نو اړتیا نشته چې موږ دې شعر ولیکو. یوازې شعر ته کیناستل او دغه پیغامونه ژوند نه دی. که په دغه وهم کې ژوند تېر شي؛ نو له مثبت اغېز به یې منفي اغېز لا زیات وي.
ادبي پرمختګ او په ټوله کې ژوند ته نا خوشبینه کېدل دا مانا چې موږ د ژوند هغه حد ته رسېدلي یو، چې نور هیلې نشته او له ژوند ناهیلي شوي یوو؛ خو داسې نه ده په کومه جغرافیه کې چې حتا یو انسان هم ژوندی وی هلته هر ډول پرمختګ ته خوشبیني شته.
شېبه: سياست که ادبيات؛ ژوند په کومه برخه کې خوندور دی؟
احساس صاحب: د یو شاعر په توګه مې چې څنګه ژوند کړی، ژوند په چوکاټ کې ښه وي. بله خبره دا هر چېرته چې انسان خوشحاله وي هلته ژوند ښه دی. زموږ ژوند کې ستونزه دا ده، چې د انسانانو غوښتنې نه شو پیژندلې؛ که د کورنۍ غړي دي یا د یوې ټولنې خلک موږ داسې فکر کړی هغه څوک چې موږ پرې غږ کولی شو باید زموږ په خوښه ژوند وکړي؛ خو داسې نه ده انسان باید پخپله خوښه ژوند وکړي، دا مهمه نه ده چې ادب دی که سیاست؛ طب دی که انجینیري، مهمه دا ده چې انسان راحت وي؛ کله چې انسان راحت شو پرمختګ ته لاره هوارېږي.
شېبه: تاسو له نظره د شعر او شاعرۍ له لارې څه ډول افکار خپرېدی شي، چې راتلونکي نسلونو ته پیغام لرونکی وي؟
احساس صاحب: انسان یو ټولنیز موجود دی، چې له نورو انسانانو پرته ژوند نه شي کولی، اندروني خپل عواطف، د نورو انسانانو عواطف هغه څه دي چې ورسره مخامخ کېدای شي. پیغام له نورو لارو هم رسولی شو؛ ټولنې پیغام، لارې او قانون ته اړتیا لري. شعر یو له ټولو هغه ښه، خوږه او مینه ناکه لاره ده. د شعر پیغام د مینې پیغام دی. دلته چې د مینې خبره کېږي؛ نو هر هغه انساني غلط افکار، چې ورسره وحشت، درد، او ګواښ مل دی له منځه ځي. شعر د ټولنې د سمون لپاره ښه پیغام ورکونکی لاره ده. شعر زموږ تېر ژوند د تاریخ په توګه ساتي او تر ټولو ښه ساتي؛ سروکې او د ملالې ټپه یې ښې بیلګې دي؛ نو شعر د پیغام رسونې روښانه لاره ده او هر هغه شعر چې مینه او ورورولي یې خپره، او نورې ټولې غلطې لارې یې محوې کړې نوی نسل ته یې پیغام لرونکی بللی شو.
شېبه: د اخري پوښتنې په توګه د دعوت رسنیز مرکز په اړه څه نظر لرئ، دغه مرکز باید نور څه وکړي تر څو افغان ولس او هېواد د خدمت جوګه شي؟
احساس صاحب: دعوت رسنیز مرکز سره اشنا یم، مجلې لولم او د نېکمرغي ځای دا ده، چې دا مجله تر ما رارسېږي. ویبسایټ ګورم کله نا کله مې شعرونه او مقالې هم خپرېږي. زه دا وایم چې دغه مرکز کې هیڅ بدلون ته اړتیا نشته؛ بلکې د دغه مرکز غړي او لاره تر ډېره خوندوره ده او دا باید همداسې وساتل شي، دا زما مشوره نه؛ بلکې هیله او غوښتنه.
له شاعر او لیکوال ذبیح الله احساس صاحب څخه نړۍ مننه چې خپل ارزښتمن وخت یې موږ ته راکړ. له خبرو تجربو یې برخمن شولو. احساس صاحب ته د ژوند، بهیرونو او کتابتونو په چارو کې بریاوې ژوند یې لکه د شعر لفظونو له رنګینو ډکه شه.
د کلام بیلګې:
غزل
سمندر خو سمندر وي چې خاموش وي
زه به څه خپلې چوپتیا ته دلیل وایم
عشق مې خوله باندې لاس ایښی وایي چپ شه
اوس نو ښه نه ده چې تا ته دلیل وایم
مړ څراغ په لاس د شپې غېږ کې ولاړ یم
او لګیا یمه هر چا ته دلیل وایم
چې به تا باندې میین شومه خوله ور شوم
ګورې نه ټوله دنیا ته دلیل وایم
دواړه لاسه مې ډیوې ته دي نېولي
چې مړه نه کړي دنیا ته دلیل وایم
غزل
موده وروسته ایینې ته ودرېدم
اخر خپلې تماشې ته ودرېدم
هغه ونه باد له بیخه وویستله
چې یې سیوري ته دمې ودرېدم
پښه نېولی دغه ځای کې ځکه شومه
دغه ځای کې به هغې ته ودرېدم
ما له ورځو سره منډې وکړې ډېرې
خو اخر دغه دی شپې ته ودرېدم
ما مجنون په کاڼو وویشت صحرایي شو
خو مې خپله ګل بشرې ته ودرېدم
غزل
قامونه ویښوي او کتابونه ګرځوي
تیارې دي یو څو کسه څراغونه ګرځوي
د زړونو د ساتنې ټېکه ټوله ورسره ده
سپرلي غوندې سړی دی ګلابونه ګرځوي
یو څوک ورته د مصر زلخیا وریادوي
یو چا پسې یوسف غوندې ګامونه ګرځوي
په ښار کې له دې خپلو ډک لاسونو سره مسته
یو څوک درپسې شاته تش لاسونه ګرځوي
بس جوړ کړي او ړنګ یې کړي بدلون ته پکې تم
تصویر پسې دې قام نوي رنګونه ګرځوي
غزل
په محبت باندې باور لرم
دې ضرورت باندې باور لرم
ما هیروی نه شې ته دروغ وایې
ستا په عادت باندې باور لرم
ملا دوزخ به راته نه یادوې
ملا جنت باندې باور لرم
دغه لوی غر هم په سر لاره لري
او بل مې نیت باندې باور لرم
چېرته چې عشق وي هلته ژوند هم وي
دې رفاقت باندې باور لرم
ستا د بري ضمانت ځکه کوم
پخپل شکست باندې باور لرم
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.