غزل

ذبیح الله احساس

532
مشکل دا نه دی چې مو چا مخالفت کړی دی
مهمه دا ده چې مو څومره محبت کړی دی
دا چې له ځان سره په جنګ دي، څوک پرې ګرم نه دي
دې خلکو خپله، له خپل ځان سره خيانت کړی دی
يا دې بېلتون سره عادي شومه اوس نه پوهېږم
يا مې له خپلې تنهايي سره عادت کړی دی
جګړې مو کړي، خو له دې فصل نه تېر شه زياتي
ته تاريخ وګوره چې کله مو حکومت کړی دی
دومره يې مه وايه چې ودې ليدم خوښ دې شومه
پر ما دې څه احسان، د خپل زړه دې عزت کړی دی
باچا په قار له ځايه پورته شو او غږ يې وکړ
زياتي وانه ورمه چې بيا چا بغاوت کړی دی
د سنبلې ۱۳مه، ۱۴۰۱لمريز

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.