Browsing Tag

هاجره حرکت

د ښکاري چارې

لاره سخته ټکـنۍ ده پسې ځـغــلـو د ښکاري چارې نور نه دي د زغملو لا د ژونـد مـېنه مو هسې کنډواله ده خوږ ګوګل کې مو زړه نه دی د کتلو د پامیر پر څوکه شین اسمان په لور یوو څـوارلسـمې سپـوږمۍ ځـل تـه د ورتـللو د تدبـیر لـرونکي مـشر پـه…

افغانه پیغله وایې

د اختر ورځې به په کومه خوشالۍ لمانځمه ښوونځي بند دي له زور جبر وحشتو ژاړمه په اووم ټولګې کې ازموینه مې نیمګړې پاتې څلور کلونو کې له زده کړو پرته څه غواړمه؟ د لوړو زده کړو ارمانونه مې پر زړه پاتې دې ناپوه حاکم تیارې راوړې خو زه…

څلور باوساري هلکان

يو وه او يو نه و، په کلي کې يو بیوزله بزګر اوسیده، چې دغه کلي ته له کومې وړاندې سيمې راکډه شوی و، بزګر څلور زامن درلودل، چې نومونه يې وو، نيم بولا، تيم بولا شډل او ترینګلی، خو  تر ټولو ماشوم زوي د زیږون پر مهال يې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړ،…

غوړګه او چتی (د ماشومانو کیسه)

غوړګه (۱) او چتی د دوبې موسم په يوه ښېرازه او لمريزه ورځ کې، د شنې کروندې پر غاړه يو چتی پر غوړګه کښيناست او له ناستې سره سم، د غوړګې تيره څوکه باندې يې نس غوڅ شو. چتی سمدستې په کرونده کې په بزګر پسې، چې په قلبه کولو بوخت و، ورغی او داسې…

سپرغۍ د مینې

‎يو ځای شو موږ د ميـنې پـه سپـرغيو پسـې ســر شـو ‎د زړونــو پـه هـنـدارو کې راټـول لـکـه د لـمـر شــو ‎يــو نـوی يـون راپـيـل او کـړو ويــده زړونـه بـيــدار ‎تيارې نور تر شا پريږدو شو یو لاس او ورته سپر شو ‎ځـلانـده جام را ډک کړو…

د هاجرې حرکت څو څلوریځې

ورکې لارې د ماښام تیارې لا هم پر موږ ولاړې په سیده لار کې روان یوو موږ په شاړې د سهار سپیه رڼا تري تم شوې د بیدار ذهن لټون ته ورکې لارې بې خودي  د ژوند په شین اسمان کې مو د ستورو جدایې ده دانه دانه رالویږې ستړی ذهن سودایې ده خوره…

ړندې چاودنې

نن سهار وختي مې مور د سبا ناري له پاره چاي پخولې، چې ما په پطنوس کې پيالي د دسترخوان سر ته راوړې. د کوټې دروازه پرانيستې وه او د پسرلي موسم له سهارنۍ وږمې سره په انګړ کې د سنځلې ونې ګلانو خوشبوي ټوله  فضا عطرینه کړې وه. پلار مې د کوټې بر…

په کلي کې نن مـا او تـا ويـل

مــا ويـل لاس پـر تـندي ږدمـه ‎د محـبت خـيـال کې پـريـږدمـه تا ويل زړه کې مې خوندي دی زه یــې لــه لـرې درته لـیــږمـه ما ويـل ستـرګې مې سوزيـږې دا بــه پـر اوښــکو لـمــدومــه تـا ويل پـيغام د مـيـنې واخــله پـټ پـه ګـوګل کـې…

د ترکاڼ لور مندرۍ (د ماشومانو کیسه)

د سين پر غاړه په یو سمسور کلي کې، يو ترکاڼ د نندارو په نوم خپلې ميرمن سره اوسيده، چې له ډيرو کلونو وروسته يې ميرمن نندارو، اوس ميندواره وه او دا ترکاڼ ډير خوشاله وو. هر څه چې به نندارو ترینه وغوښتل ده به ورته راوړل. يوه ورځ دې نندارو…

په شنه هوا کې

راځه د شنو پولو پر غاړه کښینو په هغه شنه سهار کې چې به لمر څړیکه لا وهلې نه وه تا به شپـيلۍ نه څو نغمې جگې کړې موږ به بیا وهڅیدو اوس به په نوي یون کې د نوي ورځ د پیلیدلو له‌پاره په ژوند کې ښکلې شیبې وپنځوو راځه…