ولې مو بې ګټې و بې مانا لوبو ته زړه کېږي؟

بریال حبیبي

84
نن سبا چې ځیرک ټلیفونونه زموږ په څلرویشت ساعته ملګرو بدل شوي، ورسره سم ځینو داسې لوبو محبوبیت موندلی چې له بېلابېلو اړخونو نه بیا هم د یوې جذابې لوبې آن یوه ځانګړنه نه لري؛ په دې مانا چې:
نه یې ښایسته ګراونډ و بک ګراونډ دی، نه کومه تلوسه داره کیسه تعقیبوي، نه پکښې بریالیتوب کوم مهارت و خلاقیت ته اړتیا لري او که په لنډه کې ووایو، نو په خورا غمجنوونکي ډول ساده دي؛
هغه ځغاستونکی او یا رېل ګاډی چې پر یوه سرک تر ابدو پورې ځغلي یا هغه الوتونکی چې تر بې نهایته پورې الوتلای شي او یا هغه ناتمامېدونکي پازلونه چې یوازې او یوازې په ماتې سره پای ته رسېدلای شي، د یادو لوبو غوره بېلګې بللای شو.
د لوبو طراح او منتقد ـ ایان بوګاست لیکلي:
یادې لوبې په خپل ساده توب او ستړي کوونکي تکرار سره موږ ته د کمپیوټري لوبو رازونه په هغه خورا غوره ډول افشاء کولای شي؛ دغه لوبې ددې پر ځای چې لذت بخښونکې وي، بنیادم عصبي او ناهیلی او له دې امله چې هیڅ هڅې و کوښښ ته اړتیا نه لري، په هغوی کې د سختې بېچارګۍ حس رامېنځته کوي په دې مانا چې:
پوهېږو، چې د څه په لټه کې یو؛ خو کله هم نه شو کولای، ترلاسه یې کړو؛
کله چې مازي دغه لوبې را شروع کړو، تور جادو یې را باندې خپل اغېز پیلوي.
خورا اوڅاره او نږدې ټول خوښې لوبه ـ Flippy Bird د دارنګه لوبو یوه غوره بېلګه ده؛ په یاده لوبه په څو اوونیو کې میلیونونه کسان معتاد شول، دوی به بیا بیا ویل چې:
له فلیپي بېرد نه کرکه لرم؛ خو نه شم کولای، پرې یې ږدم!
کله چې تاسو سکرین کښېکاږئ، مارغه وزر وهي او پورته کېږي، خو که یې بیا ونه وهئ، مارغه سمدستي رالوېږي؛ لوبه له تاسو نه غواړي چې مارغه د دوو شین رنګه مېلو ترمېنځ په خورا تنګو لارو هدایت کړئ؛ کله چې تر کومې مېلې تېرېږئ، تاسو ته یو امتیاز درکوي؛ خو که چېرته بل هر ځای کښېکاږئ او یا مارغه له مېلې سره ټکر شي، مارغه مو رالوېږي او تاسو بایلونکي یئ.
یادې لوبې تاسو هڅې کولو او سالمې مبارزې ته نه راکاږي او فقط سختې دي؛ ځکه همدا دي، څه شی چې دي:
دغه اوګره ده، که سړه ده که توده!
خنثی او بې تفاوته او یا لکه هغه زنګ وهلې دروازه چې کلونه کلونه تړلې پاتې شوې وي او یا لکه هغه ښار چې واورې په چوپتیا کې ډوب کړی وي.
د فلیپي بېرد غوندې لوبو د درک لپاره باید دا ومنو، چې که څه هم یادې لوبې ستړې کوونکې او بې مانا دي، خو بیا مو هم ورنه زړه نه صبرېږي او موږ یې بوخت کړي یو؛ هغوی لکه زموږ ژوند هغسې دي او یا په بله وینا:
دغه لوبې د هغې نړۍ حالت انځوروي، چې موږ  ورته ورغورځېدلي یو؛ هغه نړۍ چې خنثی او بې پروا ده او موږ هم باید پکښې لکه هغه شل و ول الوتونکی تر ابدو پورې له بې منطقو و بې مانا خنډونو نه روغ ووځو؛ یادې لوبې لکه زموږ ژوند، نه موږ او نه زموږ تجربو ته ارزښت ورکوي او له همدې امله ده، چې موږ هره ورځ تر بلې ډېر ورباندې معتادان او پرې مصروفه کېږو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.