ننګرهار کې رضاکاره ځوانان سېلاب‌‌ځپليو ته مرستې ټولوي؛ خو طالبانو یې خېمه ټوله کړې

37
ننګرهار کې د سېلابونو يو انځور

په ننګرهار ولایت کې د ځوانو رضا کارانو یوه ډله، د وروستیو طبیعي پېښو زیانمنو ته مرستې راټولوي.

په‌داسې حال کې چې په افغانستان کې له وروستیو سېلابونو او توپانونو څخه زیانمن شوي کسان د بېړنیو مرستو غوښتونکي دي، په ننګرهار ولایت کې د رضا کارو ځوانانو یوې ډلې دوی سره مرستو لپاره هڅې پیل کړې دي.

د مدني فعالانو دا ډله وايي، د یوې کمېټې په چوکاټ کې یې فعالیت پیل کړی، چې اړمنو کسانو ته هم په هېواد کې دننه او هم له بهر مرستې راټولې کړي.

مدني فعال او د یادې کمېټې غړي عثمان همدرد په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل: “دا کمېټه فعاله ده او په نږدې دوو ورځو کې موږ چې کومې مرستې راټولې کړي دي او را ټولوو یې د ملګرو، مسوولینو او د ځوانانو له امر سره په همغږۍ به یې خلکو ته ورسوو.”

خو ښاغلي همدرد وايي، دوی د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۸مه) د جلال‌اباد ښار په عیدګاه جومات کې د مرستو راټولولو لپاره چې کومه خېمه درولې وه، درې ساعته وروسته د ځايي چارواکو له‌خوا ټوله شوه.

مرګوني بارانونه، سېلابونه او توپان؛ اوچا: زیانمن خوړو، سرپناه او روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري

نوموړی زیاتوي، که څه هم دا خېمه د طالبانو د حکومت له مسوولینو سره له خبرو او تفاهم وروسته درول شوې وه، خو ځایي چارواکو وروسته ورته ویلي دا د کابینې پرېکړه ده او په‌دې اړه یې ډېر جزیات نه‌دي ورکړي.

په ورته وخت کې له وروستیو سېلابونو او توپانونو څخه زیانمن شوي یو شمېر کسان د بېړنیو مرستو غوښتونکي دي.

د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکي خیال زمان چې په دې پېښو کې یې یو ماشوم مړ او دوه نور سخت ټپيان شوي ازادي راډيو ته وویل: “خلک راغلي نومونه یې لیکلي، خو تر اوسه چا بېرته ځواب نه‌دی راکړی نه یې زنګ وهلی چې راشئ مرسته کېږي. خلک ځي راځي خو تر اوسه موږ ته چا څه نه‌دي راوړي.”

یو بل زیانمن شوي احمد جاوید ازادي راډيو ته وویل: “کوټې مو څاڅي، دېوالونه مو ویجاړ شوي دي، بامونه تخریب شوي دي، خو موږ سره تر اوسه د چا له‌خوا مرسته نه‌ده شوې او نه زموږ څخه چا د مرستې په اړه پوښتنه کړې.”

ننګرهار کې د سېلابونو يو انځور
ننګرهار کې د سېلابونو يو انځور

دا زیانمن شوي خلک په‌داسې حال کې د مرستو غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د جولای په ۱۷مه په خپل تازه راپور کې ویلي، لږترلږه ۷۳۴ کورنۍ خوراکي توکو، سرپناه، روغتیايي خدمتونو، د اوبو تاسیساتو او بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د روانې اوونۍ د دوشنبې له ورځې راهیسې، د ننګرهار په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه د باران او سېلابونو ترڅنګ د سختو توپانونو شاهدان وو، چې د طالبانو حکومت د وروستیو شمېرو له‌مخې په‌کې ۵۲ تنه مړه او شاوخوا ۳۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د اوچا د راپور له‌مخې دې سختو توپانونو، بارانونو او سېلابونو د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې ۲۱ ولسوالۍ زیانمنې کړي دي، چې د بدخشان، کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان ولایتونو په ولسوالیو کې تر ټولو زیات خلکو ته زیانونه اوښتي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا  کاکړ/ ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.