ايا طالبان د اوریدو له پاره غوږونه لري؟

شاجان هاجره حرکت

142

په نړۍ کې هغه ولسونه د پرمختګ او پياوړتيا لوړو پوړيو ته رسیدلي، چې په هېواد کې يې د علم او پوهې په جامه سمبال کارپوهان او تحصيل کړي ځوانان يې لرلي وي او دغه انډول په نارينه او ښځينه و کې ساتل شوې وې.

تحصيل کړی ځوانان د هر هېواد د پايښت او پرمختګ بنسټ جوړوي، دوي د خپل هېواد په ملي ارزښتونو او کتلوري نورمونو پوهيږي او څوک يې تير ويستلې نه شی.

نن سبا ټولو ته څرګنده ده، چې له سواده بې برخې ولسونه په څومره تاوان کې دي. که زموږ د هېواد تيرو پنځه څلويښت کلنو بدمرغيو ته ژور وکتل شی، دا ترينه جوتيږي چې زموږ د ولس وروسته پاتې والې وو او اوس هم دی چې ورځ مو داسې بده ده.

په تيرو څلويښتو کلونو کي د دوه سترو قدرتونو يرغل زموږ په هېواد کې چې کومې ناخوالې رامنځ ته کړي، هغه هم لکه د لمر روښانه ده، چې په ټولنه کې خلک له سیاسي پوهې او درايت څخه بې برخې پاتې شول.

له ټولو سترې بدمرغۍ پيلامه  زموږ پر هېواد د وخت شوروی اتحاد یرغل و، چې لوړ شمير پوه او تحصيل کړي کسان مو د هېواد پريښودو ته مجبوره شول. که له يوې خوا مو له دوه ميلونه څخه زيات شهيدان او معيوب شول نو د مهاجرت په لومړۍ دوره کې  په پاکستان کې د سلګونو پوهو او پر خپل هېواد ميېنو مخورو افغانانو ترور او له منځه وړل به کله د چا له ياده ووځي، چې ټول ولس ته يې حال څرګند دی.

له بله پلوه له زده کړو لري پاتې شوي افغان بې سواده ځوانانو په لوي لاس خپلې بنسټيزې زيربناوې ونړولې، چې يادول یې اوس هم دردونکي دي.

په ټوله نړۍ کې چيرته به چا لیدلي وي، چې د جهاد په نوم پاڅيدلي کسان د خپل هېواد ټول عامه المنفعه تاسیسات، لکه ښوونيز مرکزونه، سړکونه، پلونه، روغتونونه او نور ونړوي او د دښمن ګاونډي په لمسه د ځوان نسل تر مخ هر ډول روڼتيا او پرمختګ په تيارو بدل کړي.

د تيرې شنبې په ورځ د بهار تلويزيون په سمسور افغانستان خپرونه کې د استاد سمسور صافي مرکه له پروفيسر استاد روستار ترکي سره وه، چې تر ډيره په افغانستان کي د طالبانو د حکومت پر لاس ته راوړنو او نيګړتيا و څرخيده.

ښاغلې روستار ترکې هغه افغان پوهاند و، چې د طالبانو واک ته د رسیدلو په لومړیو کي کندهار ته سفر کړی او د دوي له اميرالمومنين ملا هيبت الله سره يې کتلي و. دی هغه سياست وال دی، چې د طالبانو له حکومت څخه یې په کلکه ملاتړ کړی او تر ډيره يې د هغوي کړنې مثبتې ارزولې دي.

له ښاغلي استاد سمسور صافي سره یې په خپلو خبرو کې وويل:« په اوس وخت کې بايد ټول روڼ اندي افغانان د طالبانو حکومت د بقا او پياوړتيا له پاره په پوره يووالي سره هڅه او کوښښ وکړي. دوي په ټول هېواد کې امنيت ټينګ کړی، په بهرني سياست کي نسبي توازن رامنځ ته کړی او هيڅ کوم بل الترناتيف شتون نه لري.»

تر ډيره پورې ښاغلی پوهاند ترکې د طالبانو کړنې ښې ارزوي او وايې چې زورواکې يې له منځه وړي، د هېواد استقلاليت يې ساتلې او لړ نور ودانيز کارونه يې تر سره کړي دي، خو د هغوي نيمګړتياو ته داسې ګوته نيسې:« لومړی دا چې يو ملا سالار حکومت يې جوړ کړی، چې روڼ اندي او مسلکي کسانو سره يې عقده يې چلند کړی او دا له هېواده د دغه تحصيل کړو، مسلکي کسانو د وتلو لامل شوی دی، چې په واقعيت کې دغه وضعيت د محافظه کارو کړيو په ګټه ګرزیدلې دی.»

ورته نظر په برتانيا کي ميشت د نړيوالو سیاسي چارو کارپوه سید بلال احمد فاطمی هم لري. دی هم په لومړي سر کې د طالبانو له پلويانو څخه و او هغوي ته يې مدام مشوری ورکړي، ان دا چې  مالي ملاتړ يې ترينه کړی دی.  تيره ورځ هغه د طلوع تلويزيون سره په خبرو کي د طالبانو کړنې نا سمې وګڼلي او داسې يې وويل:« خواشينونکي دا ده چې طالبان زموږ په بيا بيا يادونو سره هم له خپله دريځه نه په شا کيږي. د جينکو د ښوونځيو تړل، د ښځو په کار بنديز، د لوي جرګې او د اساسی قانون جوړلو وړانديزونو ته هيڅ پام نه کوي او دوي لګيا دي، خپلې پښې په خپله په تيشه وهي. په خاص ډول زموږ وړانديز ورته دا دی، چې دا ټول لګيدلي بندیزونه باید لري شي او دوي دې د دوهي غوڼډي ته په ډکو لاسونو لاړ شي».

طالبانو ته د مشورو او وړانديزونو لړۍ همداسي روانه ده، خو هيڅ پته نه لګي چې ولې د دوي په دريځ کي هيڅ بدلون نه راځي. سره له دی مشوره ورکونکي بيا هم هڅه کوي چې د نويو لارو له طالبانو سره په اړيکه کي شي او دغه سترې تيروتنې نه يې راوګرزوي. لکه پوهان ترکې د هغوي له پاره خپلې مشورې نه سپموي او وایې: « طالبانو ته زموږ لومړنۍ مشوره دا ده، چې د قدرت انخصار پاي ته ورسوي او متخصص، په کار پوه کسان په سرپرست حکومت کي شامل کړي، دا سرپرست حکومت تر هغې دوام کوي چې د اساسي قانون لاندې حکومت جوړ شي او دا حکومت به تر څلور يا پنځه کلونو پورې دوام کوي.»

په هيواد کې دننه هم کارپوهان او سیاست وال چې پاتې دي، طالبانو ته ورته وړانديزونه کوی، تر اوسه د دوي غوږونه، پرته له خپلي خبرې د بل هيچا هم نه اوري.

دغه راز پوهاند ترکي د طالبانو له خوا له شپږم ټولګې پورته د ښوونځيو تړل ياد کړل چې د ده په خبره نه عقلي، نه ټولنيز او نه کلتوري تو جيه لري او ورسره د ښځو د کار مسله ده، چې په زرونو ښځې کونډې دي، دوي ته د خپلو اولادونو د پالنې او روزنې مسوليت ورپه غاړه دی، چې طالبان دي  دغه کار بايد نور پاي ته ورسوي.

ورته نظر سيد بلال احمد فاطمي هم لري، چې ژر ترژره دې د جينکو ښوونځي پرانيستل شي، د ښځو د کار بنديز دې لري، لويه جرګه دې راوغوښتل شی او اساسی قانون دې جوړ شی. ورته حالاتو ته په کتو د وخت تيريدل بيا په  ځانګړي ډول د ځوانانو له پاره څومره ارزښت لري، چې د زده کړي او تحصيل وخت له لاسه ورکوي.

زموږ د هېواد ځوانان په نړۍ کې د وړتيا او پياوړي استعداد له مخې سارې نه لری، خو آيا اکثريت اوس د سواد له نعمت څخه بې برخې نه دي؟

طالبان د ښوونيزو مرکزونو په تړلو سره  د هېواد  نيماي نسل د ظلمت او جهل تور تيارو ته نه ټيل وهي؟ او تاریخ ته به څه ځواب ووایې؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.