ننګرهار ته

هاجره حرکت

89

ننګرهار هميش بهار هم خوندي نه شو
د اقليم ستر ناتارو ولړزا وو
کله موږ د سکون ساه نه ده اخیستې
يا بهر نه د غمونو لاس شو اوږود
تل له خاورې مو د ظلم، ناکوبیو لړۍ تاوه
د نړۍ زبرزواکو کانې وکړې
د انسان په نوم يې ځانته پيغور پريښود
پر لويشت لويشت کې مو د خاورې
سرې سکروټې راته وېړ کړې
په دردونو، کړاونو کې ښکېل کړو
هيڅ پوه نه يوو، چې توبه به مو نه قبلیږې
لږ د هيلو څرک ځل وکړي
په ستنه ځي په تيارو کې او ډوبيږی
يو ځل بیا  جبراو زور دی
له هر لورې هوا ټوله خړه، توره
د ملا او محتسب په نوم راغلي
د روڼتيا او پوهاوې ور يې تړلې
د تيارو او تورو شپو پر لاره درومې
د ځوان نسل هره ساه یې زندۍ کړې
هم د فن پرمختګ لاره
تر فضا يۍ تياره کړې
له کږو کنډو کپرو
نه به یې څوک راګرزوی
له هر لورې په کړاو يوو
پاس اسمان، له جګو غرونو او هوا نه
اوس په بل ډول په ډار يوو
لا حيران او هم ناچار يوو
طبعيت په دغه سترو تاړاکونو
د سيلاب او زلزلو په ناورینونو
کې نور مه مو تلوه
الهي ته په خپل ستر رحم او کرم
پر زق زق ژوندون زموږه مرحم کيږده
د نارنج عطرين وږمو په ښکلې ښار کې
د زيتونو په زرغون شینکي ګلزار کې
بيا د ژوند او هوساينې شيبې راوړه
رنګینې او سوکالې ولوروه
مظلوم ولس مو پر پښو ودروه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.